کور / تازه خبرونه / سلمان خان: شاه رخ خان دې بخښه نه اخلي

سلمان خان: شاه رخ خان دې بخښه نه اخلي

ښايي د هندۍ سېنما بدمعاش ستوري سلمان خان د باليووډ له بادشاه شاه رخ خان سره خپله زړه دښمنې هېره كړې او د هند د يوې سخت لارې سياسي ډلې شيوسينا سره د شاه رخ خان په روانه جګړه كې يې د خپل زاړه ملګري خوا نيولې او هغه مرستې ته يې را دانګلي.
شيوسينا ډله شاه رخ خان ته هغه مهال په غوسه شوه چې كله نوموړي هند ته دپاكستانيو كركټ لوبغاړو پر راتګ ټينګار وكړ او ويې ويل چې پاكستاني لوبغاړي بايد په IPL كې اخيستل شوي واى، او په دې لړۍ كې يې برخه اخيستې واى.
د شاه رخ خان تر دې خبرې وروسته شيوسينا وويل چې شاه رخ خان بايد بخښنه وغواړي او په موږ په دې شرمېږو چې شاه رخ خان يو هندوستانى دى، ځكه دى د هنديانو قاتلانو ته ښه راغلاست وايي.
د دې پارټۍ مشر اودې ټاكرې دا هم وويل چې كه شاه رخ خان دونه پر پاكستانيانو مين وي نو پاكستان ته دې لاړ شي.
دې پارټۍ په بمبۍ كې ټولو سېنماګانو ته خبردارى وركړ چې د شاه رخ راتلونكى فلم ( زما نوم خان دى) دې نه خپروي.
د خان او شيوسينا په دې شخړه كې د هندۍ سينما ستورو او د كانګرس او بي جي پي مهمو پارټيو د شاه رخ خان خوا نيولې او وايي چې فلم بايد خپور شي.
د يادونې وړ ده چې د شاه رخ خان پلار ډېره موده پخوا له پېښور نه ډهلي ته راغلى و، شاه رخ خان وايي چې د هغه نيكه د افغانستان و.