کور / کتاب / ځك او شګي ټولګه تازه له چاپه راووته

ځك او شګي ټولګه تازه له چاپه راووته

د پښتو ژبي شاعرانو، ليكوالانو او مينه والو ته زېرى وركوو چي د نړۍ وال فلسفي، شاعر، ليكوال، افسانه نګار، انځورګر او د ډېرو لا زياتو صلاحيتونو مالك جبران خليل جبران اثر چي په پښين كي ښاغلي عصمت الله زهير پښتو ته راژباړلى دى ځګ او شګي.
ځګ او شګي چي د فكرِنو ادبي فورم، پښين لخوا چاپ شوى دى ډېر په زړه پوري اثر دى، كه څه هم په پښتو كي دا رنګه كتابونه ډېر كم چاپ سوي دي خو د جبران اكثره ليكني، كتابونه پښتو ته راژباړلى سوي دي.
د دې كتاب ځګ اوشګي په حواله باندي ځوان ليكوال او شاعر ښاغلي يعقوب شاه غرشين وايي چي:
“دا كتاب خليل جبران په كال ۱۹۲۶م كي په انګرېزي ليكلى و چي ډېر خوندور او د نړيوال ادب يو شهكار دى، زيات قولونه يې دومره خواږه او اغېزناك دي چي امكان لري چي په راتلونكي وخت كي د پښتو متلونو تر څنګ ځاى ولري، په رښتيا د زهير دا ژباړه ډېره په زړه پوري او د ستاينې وړه ده”.
ځګ او شګي چي په دې كي د جبران نثري ټوټې او قولونه دي خو له دې سره سره دوه لنډي كيسې هم شايع شوې دي، نو د دې كتاب په اړه ډاكټر عبدالروف رفيقي وايي:
“يقين هم عصمت زهير صاحب يو ښه او ځيرك ليكوال دى خو دا اثر يې په پښتو ژبه او ادب باندي يوه نوې لورينه كړې ده”.
كه ښاغلى رفيقي دا وايي چي دا يوه نوې لورينه ده نو پښتنو لوستونكو ته به څه ګټه ورسوي په دې اړه نعيم ازاد وايي چي:
“په ټولنه كي د فكر اوښتون لپاره د جبران د دغسي اثارو او افكارو خورول اړين وي چي په ټولنه كي د ويلو وروسته د اورېدلو او اورولو توان رابرسېره كوي، پښتو ژباړن يې په همدې هيله ژباړي”.
د ژباړي په حواله باندي د ډېرو خلګو دا رايه وي چي له خپل اصل شي څخه ډېر لري وي په دې اړه د دې كتاب ژباړن وايي چي:
“ځګ او شګي ژباړه خپل اصل Sand and Foam ته څومره ورته ده دا انګرېزي پوهانو ته پرېږدم خو ما تر خپله ورسه خپل كوښښ كړى او دا كتاب مي درې ځله دى”.