کور / شعر / تګ لورۍ

تګ لورۍ

پيلامه د هرې چارې مې په نوم د پاک صبحان دی
دا تګ لورۍ دی زما عهد او پېمان دی

علم او پوهه مو علاج هم مو درمان دی
بې علمۍ سر ه جهاد زما ارمان دی

قلم خپل کړۍ د توپک مو تېر دوران دی
دا تګ لورۍ دی زما عهد او پېمان دی

دغه مېنه مو ده کور ،ګور د نيکونو
دلته مونږ خاپوړې کړي ،زمونږ مېندو او پلرونو

له امو تر اباسينه له اټکه تر واخان دی
دا تګ لورۍ دی زما عهد او پېمان دی

دلته لر او بر دي خوېندې سره ورونه
دلته لوی،واړه د يؤ باغچې ګولونه

هره ژبه يې زما ،هر تن مې ځان دی
دا تګ لورۍ دی زما عهد او پېمان دی

د خپل خېل نه چې شي بېل کاڼه وړانده شي
هر مرغه په خپله ژبه پېژانده شي

ملي ژبه مې پښتو کام مې افغان دی
دا تګ لورۍ دی زما عهد او پېمان دی

عقيده دلته د هر چا خپله وروره
نه بدليږي فکر او خيال د چا په زوره

که شيۀ دی که سني يؤ مسلمان دی
دا تګ لورۍ دی زما عهد او پېمان دی

که بدلون مو په نفسونو کې رانشي
ښه حالت به په قومونو کې رانشي

ګڼه بده ورځ تر بلې،دا د خدای(ج)حکم او فرمان دی
دا تګ لورۍ دی زما عهد او پېمان دی

که په دې لاره مې مل شی افغانانو
اور به بل کړئ په کاله د اجنبيانو

له انګرېزه رانيولې،ايراني يا پنجابي بيا تر روسانو
ستاسې لاس او بيا د هر ظالم ګرېوان دی

دا تګ لورۍ دی زما عهد او پېمان دی