کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې د ترورزم په خلاف په روانه مبارزه كې د پاكستان د همكاريو مسئله څيړلي او په غټو ټكو سره يى ليكلي، چې امريكا د يو څو ميليارډه ډالرو په وركولو سره نشي كولې ددغه هيواد پوځ او استخبارات مجبوره كړي، چې د امريكا له غوښتنې سره سم عملي وكړي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د مونيخ په غونډې بحث كړې او ليكلي، چې د ايران د اټومي پروګرام په سر روانې لانجې تر ډيره د افغانستان مسايل تر سيوري لاندې راوستلي دي.
ورځپاڼې په دوام كې د افغانستان په اړه د سيمې د ځينو هيوادونو سياستونو ته په اشارې ليكلي، چې امريكا او نړيواله ټولنه بايد دا تمه ونكړي، چې ګاونډي هيوادونه به د افغانستان او د ترورزم په خلاف په روانه مبارزه كې د زړه له كومې خپل رول ولوبوي.
په ورځپاڼه كې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواكونو د ويستلو په اړه روانو بحثونو ته هم كتنه شوې او پدې ترڅ كې د تركيى د ولسمشر په حواله ليكل شوي، چې لويديځ ته پكار نده، چې افغانانو ته يو وران افغانستان په ميراث پريږدي.

هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې له سيمه ايزو ادارو سره د مرستندويه ټولو په مستقيمو مرستو انتقاد كړې او ليكلي، چې دا مرستې بايد د مركزي حكومت له لارې وشي، ځكه د ورځپاڼې په وينا دا مركزي حكومت دې، چې د بيارغونې بهير په انډوليز ډول پرمخ بوتلاى شي.
په ورځپاڼه كې د امريكا د دفاع د وزير د څرګندونو دا ټكي هم راخستل شوي، چې ويلي دي، ددوى هدف د طالبانو د ځواك له منځه وړل دي، خو ددوى بريا بايد د طالبانو په وژلو نه بلكه د امنيت په ټينګښت وارزولې شي.

سرنوشت:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا پخپل لومړي مخ كې د افغانستان د روانو حالاتو په اړه د پخواني شوروي اتحاد د مشر ګورباچوف څرګندونې راخستي او دده په حواله يى په غټو ټكو سره ليكلي، چې لويديځ بايد په افغانستان كې ددوى له ماتې عبرت واخلي.
ورځپاڼې په دوام كې دده دا وينا هم راخستې، چې افغان دودونو ته نه درناوې او نه پيژندنه د شورويانو د ماتې اساسي لامل وو.
د پښتنو عامه وژنه د ورځپاڼې د لومړي مخ بل سرليك جوړوي، چې پكې په افغانستان او پاكستان كې د پښتنو روان حالات څيړل شوي او ليكل شوي، كه پښتانه ددوى په وړاندې د لويديځ او پاكستان د توطعو په خلاف يو موټي نشول نو ورك به شي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د پخلاينې لپاره په روانو هڅو بخث كړې او ددغو خبرو لپاره وړاندې شويو غوښتنو ته په اشارې ليكلي، چې سوله بايد د ناسمو غوښتنو قرباني نشي.

ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا پخپل لومړي مخ كې په غټو ټكو سره ليكلي، چې د جمهوري رياست يو شمير هغه كانديدان، چې له لسو زرو نه يى كمې راى ګټلي تر پوښتنو او ګرويږنو لاندې نيول كيږي.
ورځپاڼې په دوام كې د افغانستان د لوى څارنوالۍ د مرستيال په حواله ليكلي، چې دا موضوع به د يو كمسيون لخوا وڅيړلې شي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په هلمند كې د افغان او بهرنيو ځواكونو په روانو پوځي عملياتو بحث كړې او پدې ترڅ كې د ولسمشر كرزي د پخلاينې هڅو ته په اشارې دا پوښتنه كړې، چې ايا ناټو په رښتيا هم د طالبانو د ځپلو نيت لري.؟
ورځپاڼې په يو بل ځاى كې له طالبانو سره د سولې خبرې يوه پيچلې مسئله بللې او ليكلي، چې پدې اړه زياتې پوښتنې بې ځوابه پاتې دي.

راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا په افغانستان كې د روان بحران د سياسي حل لارې موندل او له افغانستان څخه پشاتګ په افغانستان كې د اوباما د بريالې كيدو لپاره د پخواني شوروي اتحاد د ولسمشر دوه مهمې سپارښتنې بللې دي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د شتو ستونزو د هواري لپاره هغو سپارښتنو ته كتنه كړې، چې د سيمه ايزې همكارۍ په اړه كيږي او ليكلي، چې دا هغه څه دي، چې په زره بين كې هم د ليدلو وړ نده.
ورځپاڼې په يو بل مطلب كې په افغانستان كې د ډاډمن امنيت ټينګول د افغان او بهرنيو ځواكونو ترمنځ له هغږۍ سره تړلې بللې او ليكلي، كه څه هم دا همغږي تر يوه حده شته، خو دا بايد لا زياته او لادقيقه شي.
په ورځپاڼه كې دا خبر هم وركړل شوې، چې د افغانستان تاجكستان او ايران ترمنځ د فارسي ژبې ګډ ټلويزيون خپرونې به ډير ژر پيل شي.

افغان جرګه:
دې خپلواكې ورځپاڼې بيا د خپل لومړي مخ غټ سرليك د مونيخ غونډې ته ځانګړې كړې او ليكلي، چې ددې غونډې په دريمه ورځ، چې افغانستان ته ځانګړې شوې ولسمشر كرزې به ګډونوالو ته خپله وينا هم واوروي.
ورځپاڼې همدې غونډې ته د ايران د بهيرنيو چارو د وزير د وينا ځينې ټكي هم راخستي او ليكلي، چې په افغانستان كې د لويديځ مداخله افراطيت ته لمن وهي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په نړيوالو سياليو كې د افغان لوبغاړو وروستيو برياو ته په اشارې چارواكي هڅولې، چې دوى ته په هيواد كې دننه د سپورټ د ښو امكاناتو د برابرولو سره ددوى وړتياوې لا پياوړې كړي.