پاکستان ته وسلې له افغانستان څخه ځي

34 | فبروري 6th, 2010


د پښتونخوا ايالت والي اويس احمدغني وايي په پاکستان کي د روانو ترهګرو حملو دپاره وسلې له افغانستان څخه راځي، چي په هکله يې بايد پاکستاني مقامات جديت اختيار کړي.
نوموړي پر مرکزي حکومت ږغ وکړ چي استخباراتي ادارې نوري هم قوي کړي او ترهګر پرېنږدي چي پښتونخوا او پاکستان نا ارامه کړي.
د نوموړي په وينا په ٢٠٠٨ کال د پښتونخوا په ډېرو سيمو کي ترهګر ډېر پياوړي وو، خو د سيمه ايزو خلګو په مرسته يې هلته د دولت حاکميت ټينګ کړ.
اويس غني د افغانستان په هکله وويل نړۍ واله ټولنه بېله د پاکستان له مرستي په افغانستان کي هيڅ نسي کولاى، ځکه خو بايد د دې هيواد ګټي هم په پام کي ونيسي. نوموړي وويل په افغانستان کي لويه لوبه نه، بلکي بزکشي روانه ده او هر يو د خپلو ګټو د ساتلو هلي ځلي کوي، چي د دې ستونزو د حل لاره د طالبانو په ګډون د ټولو سياسي ډلو څخه د مشترګ حکومت جوړول دي.

Copyright Larawbar 2007-2024