کور / خبرتیا او پيغامونه / دافضل خان لالا او هغوی له کورنۍ د غمرازۍ پيغامونه

دافضل خان لالا او هغوی له کورنۍ د غمرازۍ پيغامونه

د پي ايس ډي پي له خواد خواشينۍ پيغام


د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP)د مشرانو جرګه د ۲۰۰۸ ع کال د جنورۍپه ۲۴ نېټه د سوات د مټی په علاقه کې د پښتون قام د دښمنانو له خوا د پښتون قامی وحدت دستر لارښود ، د عوامی نشنل ګوند مرکزی مشر ښاغلی محمدافضل خان « خان لالا » دکورنۍ په غړو ،محمد ‌ذاکر خان، محمد شاکر خان او د هغوۍ ملګرو باندی ناروا، نا ځوانه ، غیراسلامی او غلچکی مرګونی برید په کلکه سره غندی. شهید محمد ‌ذاکر خان، شهید محمد شاکر خان او شهید ابراهیم خان ته د لوی خدای « ج » له درباره د جنت فردوس او ټپیانو ته ئې د ژر او پوره روغتیا غوښتنه کوی او د هغوی له درنې کورنۍ او عوامی نشنل ګوند سره پدی دروند  غم کی ځان شریک ګڼی. 
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند په پښتنو غږ کوی چې د تاریخ په دی حساس وخت کې را بیدار او یوموټی شۍ، د قام او وطن د دښمنانو موخی شنډی او د خپلو قامی اوسیاسی مشرانو پوره پوره ساتنه او ملاتړ وکړۍ



په درناوی 
د پښتنوټولنیزولسولیز ګوند د مشرانو جرګه
 






د خان لالا محمد افضل خان د کورنۍ په غړو د نا اسلامي او نا انساني عمل غندنه



په ډیره خواشینۍ سره مو د رسنیو څخه خبر تر لاسه کړ چې د پښتون قام د قامي یووالي سوګندخوړلو دښمنانو د پښتنو د قامي وحدت د غوښتنې د مخکښ ښاغلي خان لالا محمد افضل خان د کورنۍ په غړیو یو غلچکی نا انساني برید کړی دی او په دې غمجنه پېښه کې د خان لالا د کورنۍ درې تنه غړي په شهادت رسېدلي اودوه تنه نور ټپیان شوي دي. انالله و انا الیه راجعون.


مونږ د خان لالا د کورنۍ په غړیو دغه نا اسلامي او وحشي برید په کلکه غندو. همداراز د خان لالا د کورنۍ سره په دغه لوی غم کې ځانونه شریک ګڼو او خپله غمرازي او تسلیت  ورته وړاندې کوو. شهیدانو ته د اللهج څخه د فردوس جنت او ټپیانو ته بېړنۍ شفا غواړو. قدرمن خان لالا او درنې کورنۍ ته یې د رب العلمین څخه جمیل صبراو زغم  غواړوو.



الحاج محمد نادر سرشار


اوسلو/ناروې





د درانه مشر افضل خان لالا سره د لراوبر خواخوږي!




 


په ډېره خواشيني سره مو خبر ترلاسه کړ چي نن يوځل بيا دپښتون قام د مهربان مشر افضل خان لالا د وژلو په نيت د هغه د کورنۍ د غړو پر موټر وسله وال بريد وسو ، د کورنۍ درې غړي يې شهيدان او دوه تنه يې سخت ژوبل سول .


 


انا لله و انا اليه راجعون


 


په دې وروستيو کي ځينو ناځوانو او نامردو کسانو / ډلو / دولتونو د پښتنو په قومي  او سياسي مشرانو پسي را اخستې ده ، کله په سوات او وزيرستان کي د جګړو اورونه تازه کو ي او کله  په هلمند او ارزګان کي د بېګنا پښتنو پر کورونو بريدونه کوي يا يې نور بريدونو ته هڅوي ، کله د هلمند او کندهار د اولس استازي وژني او کله د سهيلي او شمالي پښتونخوا پر قومي او سياسي مشرانو وسله وال بريدونه کوي .


دا ټولي کړني که د پاکستاني تورلينګيانو د آی ايس آی له خوا پلانيږي او که دکابل په اداره کي د پخواني شوروي اتحاد  د کي جي بي د پاته شونو غلو له خوا طرحه کېږي موږ يې په کلکه غندو او په وړاندي يې د خپل بېګنا او بېچاره ولس په ملاتړ د احتجاج ږغ پورته کوو !


 


موږ په لراوبر افغانستان کي د هر ډول بېګنا مرګ ژوبلي  غندنه کوو په خاص ډول د قومي او سياسي مشرانو او مخورو شخصيتونو !


 


د لراوبر ويبپاڼي اداره او کارکوونکي له درانه مشر افضل خان لالا او د هغوی له درنې کورنۍ سره ددوی د کورنۍ د غړو په وژنه ژوره خواشيني څرګندوي او له لراوبر افغانستان کي له ټول افغان ولس څخه هيله کوي چي په دې اړه خپل د احتجاج ږغ پورته کړي .


 


په لوی افغانستان کي د سولي ، امن او سوکالۍ د راتلو په هيله


 


 


عبدالله احسان 


 


د لراوبر ډاټ کام اداره ۲۴- جنوري ۲۰۰۸