کور / سياسي / ناهيلى مشرف د نويو ملګرو د موندلو په لټه كې

ناهيلى مشرف د نويو ملګرو د موندلو په لټه كې

اروپا ته د ولسمشر مشرف سفر :


 


له تېرو څو ورځو راهيسې ولسمشر مشرف څلورو اروپايي هېوادونوبلژيك، فرانسې، سويس او انګلستان ته خپل اته ورځنى سفر پيل كړى او هلته د اروپايي مشرانو په خبرو اترو او مذاكراتو بوخت دى.


 


له اروپايي هېوادونه نه د ولسمشر مشرف دا ليدنه په داسې حال كې ترسره كېږي، چې دى او حكومت يې په يو مهال هم په دننه او هم په بهر كې تر يو لړ فشارو لاندې دى او هېواديې له سياسي ګډوډۍ سره لاس وګرېوان دى.


 


په داخل كې د خپلو سيالو سياسي مخالفينو له لاسه نه، شپه لري او نه ورځ او په بهر كې تر ټولو دمخه اروپايي هېوادونه ورځنې خپه ښكاري، د دې ترڅنګ د پاكستان امنيتي اوضاع هم  تر بل هروخت ډېر خوړين او په دې هېواد كې ټيكاو له سختو كړكېچونو سره مخ دى.


 


كه څه هم له ولسمشر مشرف او دده له حكومت نه د دې كورني او بهرني لورو غوښتنې بېلابېلې دي، خو تر ډېره بريده، په دننه كې سياسي ډلو د راتلونكو ټاكنو په شاو خوا او د يوې ملي واكمنۍ د رامنځ ته كېدو پر سر له ده سره په ناندريو بوخت دي او په بهر كې بيا د ده حكومت د بشري حقونو او ډيموكراسۍ په نه پلي كولو او زورواكۍ باندې، تورن دى. 


 


اروپا ته د ولسمشر مشرف د سفر د موخو او انګېزو په اړه، له هغه نه پرته، چې د پاكستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا اعلان شوي، له دوو جلا او بېلا بېلو ( سياسي او اقتصادي) برخو، تر ارزنې او څېړنې لاندې نېول كېږي.


 


په سياسي برخه كې:


 


داسې اټكل كېږي، چې ښايي اروپا ته د كتو له انده د مشرف پر كړنلاره كې، ژور بدلونونه رامنځ ته شوي وي.


 


اوسمهال د پاكستان د دولت او په امريكا كې د دوو بېلابېلو لوريو(د مشرف د دولت پلويان او مخالفين) تر منځ د داسې موضوعاتو پر سر لكه د دوى په اند له تروريزم سره جګړه، د پاكستان د اټومي تاسيساتو امنيت، قبايلي سيمي او دطالبانو جګړه، د نظرونو كلك ټكر او بېلوالى شتون لري، چې دا ټول د دې لامل ګرځېدلى، چې مشرف اروپاته مخه كړي، تر څو پاكستان وكولاى شي په راتلونكي كې،  يوځل بيا په سياسي ډګر كې، كارنده رول ولوبوي.


 


په يقين سره ويلاى شو، چې له مشرف نه د ملاتړ د څرنګوالي او همدارنګه دې ته ورته نورې موضوعګانې لكه د هغه حكومت ته په مشروط ډول د مالي مرستو وركړه،  يو له هغو مسايلو څخه دي . له دې سره سره، چې د نوموړي هېواد د بهرنيو چارو وزارت، كانګرس او دفاع وزارت تر منځ يو څه ناندرۍ او اختلافات راپورته كړي، له بل لوري نه مشرف دې ته هڅولي، چې د امريكايان په يارانه كې خپل ډېر باور او اعتماد له لاسه وركړي او د نويو او پياوړو ملګرو د موندلو په لټه كې شي او دا پرېكړه وكړي، چې خپلې اړيكې له اروپا سره غښتلې او پراختيا وركړي او د اروپا له سياسي مشرانو سره د لېدو كاتو په لړ كې، د هغوى سياسي ملاتړ د ځان كړي.


 


ولسمشر مشرف همدارنګه دې ته ډېره سخته لېوالتيا لري، چې خپلو كوربنو ته ځان د يو بااعتماد لوبغاړي په توګه وروپېژني.


 


هغه غواړي ، چې د نړۍ  په ځانګړې توګه د اروپايي ټولنې مشران پر دې قانع كړي، چې كومې ژمنې يې كړې، رښتينې دي او د دې هېواد پارلماني ټاكنې، چې په راتلونكې مياشت كې ترسره كېدونكي دي، خپلواك او منصفانه به وي.


 


په دوو وروستيو مياشتو كې (د بوټو له مړينې نه مخكې)، چې پاكستان له سختو سياسي چلينجونو سره مخامخ و، اروپا د مشرف سياستونو ته په انتقادي نظر كتل، چې دا انتقادي كتنه د اروپا په ډيرى رسنيو كې هم په ښه ډول تر سترګو كېږي.


 


په پاكستان كې د اضطراري حالاتو پر مهال، د اروپايي رسنيو ډېرې نېوكې د ولسمشر مشرف حكومت، په ځانګړې توګه په خپله ده ته متوجې وې. دا نېوكې دومره پراخې او پرمخ ولاړې، چې تېره مياشت، كله چې په ګارډين بريټانيايي ورځپاڼه كې د پاكستان د تازه حالاتو په هكله يو رپوټ خپور شو، پاكستاني حكومت ، د نوموړې ورځپاڼې په پاكستان كې مېشت دوه تنه خبريالان په ډېره چټكۍ سره وايستل.


 


له دې نه اخوا، په اروپا كې مېشت د بشري حقونو سازمانونه هم په پاكستان كې د سياسي او  بشري حقونو د فعالانو پر نېونو او پرپاكستاني رسنيو باندې د لګېدلو بنديزونو له كبله، ولسمشر مشرف تر سختې نېوكې لاندې راوستى. په داسې حال كې، چې دا مهال د امريكا په رسنيوكې يوازې يوه ورځپاڼه ( نيويارك ټايمز )، چې هغه هم له فكري پلوه د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ته، ډېره نږدې ورځپاڼه بلل كېږي، د مشرف سياستونو د نېوكو پر كولو سره غندلې، چې  د امريكا نورې رسنۍ او ورځپاڼې د پاكستاني واكدارانو د كړنو پر وړاندې داسې غوڅ او پرېكنده درېځ نه دى درلودلى.  


 


مګر د بې نظير بوټو له ترور نه وروسته، تر يوې كچې اوضاع بدلون وموند. پاكستان ته د فرانسې د بهرنيو چارو د وزير سفر او ورسره د بې نظيرې د ترور د لاملونو د موندلو لپاره د بريټانيې له لومړي وزير نه، پاكستان ته د يوې تحقيقاتي پوليسي ډلې د لېږل، په ډيره ښه توګه د مشرف اروپايي لېوالتيا څرګندوي.


 


بله مهمه خبره دا ده، چې په دې نازك پړاو كې، چې د پاكستان پارلماني ټاكڼو ته يوازې څو اوونۍ پاتې دي، د كارپوهانو په اند، تراوسه پورې څرګند نه دى، چې دا ټاكنې تر كومه برېدهروښانه او منصفانه وي، په دې اساس، ولسمشر مشرف دې ته اړتيا لري، چې وار دمخه پر ځان اروپايي فشارونه راكم كړي، په ځانګړې توګه، چې د مېرمن بوټو له ترور نه وروسته د نوموړې له ګوند ( د خلكو ګوند) سره د خلكو خواخوږي په بې سارې توګه زياته شوې، چې ورسره دا اټكلونه ، چې ګواكې  دا به د مشرف د پلوي ګوندونو لپاره د بري لاره نوره هم ډپ او اوږده كړي،  مخ پر زياتېدو دي. مشرف غواړي، چې رامنځ ته شوى، سرخوږى په ټاكنو كې د درغليو له لارې له مخې لرې كړي


 


پر دې بنسټ دى هڅه كوي د ټاكنو له ترسركېدو نه وړاندې، د ترسره كېدونكې ټاكنې لپاره د باور او اعتماد زمينه برابره كړي، ترڅوپه دې توګه توانېدلى وي، چې له ټاكنو نه وروسته، د احتمالي رامنځ شويو تاتريخوالو په مخنيوي كې، مخكې له مخكې، د سياسي فشارونو په كچه كې كموالى راوستى وي.


 


د يادونې وړ ده، چې د ښاغلي مشرف له سفر سره يو ځاى كه څه هم پر (جيو ټلوېزيون) لګيدلي بنديزونه لرې شوي دي، چې دا يو مثبت ګام ګڼل كېږي، خو د نوموړي هېواد نورې رسنۍ او س هم د يو لړ بنديزونو په ګروت كې دي.


 


خو له دې ټولو سره سره، مشرف د هر وخت په پرتله اوس د بهرنيو دوستانو مرستې ته ډېر اړ دى، ځكه اوس د هغه موقعيت په دننه كې ډېر كمزورى شوى دى، په ځانګړې توګه كله، چې ده اضطراري حالت اعلان كړ او وورسته پخوانۍ لومړى وزيره بوټو په داسې حال كې ووژل شوه چې د راتلونكو ټاكنو لپاره يې كمپاين كاوه او ورپسې نورو سياسي او امنيتي تاوتريخوالو په پاكستان كې زور واخېست .


 


را ځو دې خبرې ته، چې آيا اروپايان به پاكستان په ملګرېتوب و مني او كنه ؟ اروپايان، په ځانګړې توګه انګريزان او فرانسويان، د پاكستان په سياسي ډګر كې د خپل نفوذ شتون ته ډېره لېوالتيا لري، پر دې بنسټ هغوى هڅه كوي، چې د مشرف تر نيوكو لاندې سياستونو په انځور كې، په سيمه كې د سياسي توازن د ساتلو تر څنګ، د هند لويې وچې سياسي شتون اغېزې هم وازمويي.  


 


بايد ووايو، چې دا خبره په هېڅ توګه په دې مانا نه ده، چې ښايي امريكا به د پاكستان له سياسي ډګر نه وتلې وي، ځكه له دې سره سره به د امريكا د سياستونو لړۍ  په پاكستان كې دوام او بدلون ومومي، خو اروپايان لكه څرنګه، چې د نړۍ په نورو سيموكې له امريكايانو سره د نفوذ پر سر سيالۍ لري، دلته هم دې ته لېواله ښكاري، چې كارنده رول ولوبوي.


 


په اقتصادي برخه كې :


 


مشرف په اروپا كې د جنوري په ۲۳ او ۲۵ نېټه پورې په سويس كې جوړشوي كنفرانس ((داووس ) كې ګډون وكړ.


 


د نړۍ د هيوادونو اقتصادي غونډه د سويس په غرنۍ سيمې داووس کې جوړ شوى و.


 


دغه نړيواله اقتصادي غونډه، چې د ‘ګډ نوښتگر توان’ په نامه نومول شوې پکې له نژدې سلونو هيوادونو څخه اقتصادي او سياسي لوړپوړو استازو ګډون وګړ.


 


. مشرف په دې غونډه كې په شتون سره د نړۍ، په ځانګړې توګه د اروپا د اقتصادي او سياسي مشرانو سره په لېدو كتو كې، وكولاى شو دا فرصت تر لاسه كړي، چې له نږدې نه د اروپا د پياورو هېوادونو مشرانو سره پر يو لړ اقتصادي مسايلو باندې خبرې وكړي او دوى په پاكستان كې پانګې اچونې ته وهڅوي .


 


په پاكستان كې د سياسي كړكېچونو او تاوتريخوالو د رامنځ ته كېدو سره يوځاى، د بهرنيو پانګواچونوپه كچه كې، رامنځ ته شوي كموالي، مشرف دې ته وهڅاوه، چې ځان د اروپا په لمنه، چې نن د نړۍ د يو ستر اقتصادي قطب په توګه پېژندل كېږي، واچوي. همدا راز د امريكا په ګانګرس او بهرنيو چارو وزارت كې د پاكستان پر سر نوي بحثونه، چې په هغه كې له پاكستان سره د متحده ايالاتو د مالي مرستو پر څرنګوالي هم خبرې شاملې او داسې نظريې هم موجودې دي، چې له دې نه وروسته به له پاكستان سره بايد په مشروط ډول مالي مرسته وشي، مشرف دې ته اړ كړ، چې د اروپا خواته مخه كړي.


 


د پاكستان د بهرنيو چارو وزارت د ويندوى محمد صادق دا خبره، چې له اروپايي ټولنې سره د يو ستر اقتصادي ګډونوال او بهرني پانګوال په توګه، د پاكستان اقتصادي اړيكې، ډېر د ارزښت وړ دي، زموږ د پورتنۍ خبرې د لا ټېنګټيا لپاره ترټولو ښه بېلګه ده.


 


صادق زياته كړې وه، چې مشرف به د دې سفر په لړ كې د اروپايي ټولنې له مشرانو سره په يوه ګډه غونډه، په دوه اړخېزو اړيكو او نورو بېلابېلو موضوعګانو لكه سوداګرۍ، اقتصاد او دفاعي چارو په برخو كې د مرستو او همكاريو د لا غښتليتا په اړه، خبرې وكړې .


 


په ټوليز ډول ويلاى شو، چې اروپا ته به د مشرف له دې سفرنه وروسته، له پاكستان سره د دې لويې وچې د اړيكو يو نوى پړاو پيل او اروپا به د نړۍ په سياسي او اقتصادي ډګرونو كې د يو ستر لوبغاړي په توګه، په دې هېواد كې لا كارنده او اغېزمنه رول ولوبوي. مشرف هم، چې تراوسه يوازې له امريكايانو سره لوبه كوله او ترډېره برېده پر دې هېواد باندې توندې او سپينې نېوكې هم كولې، اوس دې ته لېواله ښكاري، چې د امريكا تر څنګ يو بل غښتلى او پياوړى ملګرى هم د پاكستان په سياسي ډګر كې را ګډ كړي.


 


د پاكستان په سياسي او اقتصادي ډګر كې د اروپا كارنده ورګډېدل، كېداى شي د مشرف لپاره لاندې څلورې ګټې ولري:


 


لومړى: د پاكستان د ټاكنې پر مهال، د بشرحقوقو او ډيموكراسۍ په برخه كې، د پاكستان پر دولت باندې د اروپايانو د نېوكو په كچو كې د كموالي رامنځ ته كېدل. 


دوهم: د پاكستان راتلونكي پارلماني ټاكنو ته د مشروعيت رنګ وركول، او د اروپا له خوا د هغه د احتمالي پايلو د سموالي تاييد، تر لاسه كول.


 


دريم: د پاكستان د اقتصادي بنسټونو د رغونې او لا پياوړتيا په موخه، د اروپايي شركتونو د پانګو را جلبول


 


څلورم : د پاكستان په سياسي جوړښت كې د تعادل او موازنې رامنځ كول.