کور / سياسي / اې پى ډي ايم او پښتون قومې تحريک

اې پى ډي ايم او پښتون قومې تحريک

 


 


دمياشتنئ ليکوال دجنورۍ کال ٢٠٠٨ګڼه مي وکتله – په هغه کښې مي په اداريه نظرشوکومه چې !!!! پښتانه دپارلماني او مزاحمتي سياست په آينه کښې !!! تر عنوان لاندي ليکلۍ وه د اداريې په ورستۍ برخه کښې چې اې پي ډي ايم کښې دپښتونخوا ملې عوامي پارټئ دمشر محمودخان اڅکزي کردار دقاضې حسين احمد او جنرل حميد ګل سره په ګډه مبارزه ټکونه او تنقيد شو يدې او ددوئ په مو جودګئ کښې د IPDM دآئ جې ائ سره مماثل ښودل شوى دې او په نتيجه کښې دانتخاباتو بائکاټ دجمهوري تحريک ته بد وئيل شويدې ددې په باره کښې غواړم – چې دليکوال ګرانو ليکونکو او لوستونکو ته خپل فکر نظر وضاحت وړاندې کړم .


 


 پاکستانې رياست چې په اصل کښې يو پنجابې امپائردۍ پدې ملک کښې پښتون دنورو محکومو قومونو بلوڅ سيندهيانو سرائيکانو سره سياسې معاشې اوثقافتې طورسره غلام دې پدې ملک کښې چې څو مره آئينونه جوړشويدې اوڅومره مات شويدي څومره حکومتونه جوړشويدې څومره نړيدلې دي دهغوټولو مقصد دپنجاب حاکميت او بالادستې ساتل دي دپنجاب سيول اوملټري بيروکريسۍ کله د پردې تر شاد خپلو تش په نوم سياسې نما ئندګانو په ذريعه او کله نيغ په نيغه د ملټري پوځي مارشلا ګانو په ذريعه خپله حکمرانې ساتلې ده خو په دواړو صورتونو کښې فيصله کونکي رول دپوځ او جاسوسي ادارو پاتې شويدې مګر دوئ ته تر ټولو ګټور شکل مارشلا دی هغه ځکه چې د محکومو قومونو وسائل قبضه کړي لوټ ئي وکړي او دهغه په خلاف څو ک آواز هم پورته نکړۍ شي .


 


دايو حقيقت دۍ چې په ملک کښې قومي مسئله بنيادي مسئله ده او ددې تر څنګ نور اهم تضادات لکه طبقاتې مسئله دعالمي سامراجې قوتونو دمداخلت او استحصال مسئلې هم اهم مسئلې او سيدلې دې ددې مهمو تضاداتو تر څنګ په ملک کښې د اوسيدونکو محکومو قامونو په خپل مينځ کښې هم تضادات شته لکه دپښتون او بلوڅ تر مينځ تضاد د پښتون او سرائکي ترمينځ چې پښتون د مياوالې او اټک علاقه دپښتونخوا برخه ګڼې اوسرائيکي وروڼه دې ته خپله خاوره وايي دغه رنګ په سندهـ او کراچۍ کښې دميشتو پښتنو په باب دسنديانو اوپښتنو په منځ کښې هم اختلافات دې .


 


دبلوڅ او سرايکي ترمينځ د ډېره غازي خان او نورو بلوڅي علاقو په حقله هم دفکر اختلاف شته دې ددې نه علاوه دمختلفو طبقاتو اطبقاتې قشرونو تر مينځ هم د مفاداتو او ګټو تضاد شته دې دا هر تضاد په خپل ځاي وجود لري ددې نه سترګې نشي پټيدلۍ او ددې د حل کولو دپاره به دوطن نمائنده سياسې پارټيانې خپل پروګرامونه وړاندې کوي ،او پدې لړکښې دمبارزې په دوران کښې داضروري نده _ چې يو اتحادي دې دچاسره په هر محاذ کښې ملګرۍ وي پنجاب داستعماري قبضې په خلاف دقومونو دخپلواکۍ اوبرابرئ په مسئله محکوم پښتون بلوڅ سندهي اوسرائيکې قومونو ترمينځ اتحادجوړول يوفطري عمل او دټولو محکومو قومونو ضرورت دی.


 


 په ملک کښې دقومې برابرۍ شناخت اقصادې او کلتوري خپلواکئ دپاره مونږ دنورومحکومو قاموسره پونم جوړکړۍ دۍ مګرځيني مسائيل شته چې په هغې باندې ددغه محکومو قومونو او حتي په پونم کښې هم اتفاق نشته دۍ لکه داباسين داوبومسئله پدې مسئله دسندهي قوم پرستانو او زمونږ په فکر کښې دزمکې اواسمان فرق دۍ مونږ په هيڅ صورت د اباسين دملکيت نه نشو دستبردار کيدۍ داوبو معاهده دپښتنو په اوبو قبضه ګڼو مګر سندهيان دپښتنو دي مطالبې ته په بل شکل ګوري لهذا مونږ دهغوئ سره صرف په هغه مسائيلو شريک جدو جهدکوو کوم چې زمونږ مشترک دۍ او په هغه مسئله چې اختلاف دی په هغه ځانله دخپلو قومې ګټو ته ګورو او جدوجهد کوو .


 


په اتحادونو کښې په يووخت دغه رنګ دنوروقامونوسره اتحاد هم وي او کشمکش هم ځمونږ دقامې آزارۍ تحريک په نړيواله سطح لازمي طور سامراجې دښمن دۍ او مونږ ټول عمر دسامراجې ملکونو دبالادستۍ په ضد مبارزه کړيده او پدي لړ کښې مونږ ډېر ې قربانيانې هم ورکړيدي زمونږ وينې يې هم بهېولې دې مګر ځنې خبرې داسې راځي چې زمونږ او دوی د فکر يو والی راشي لکه دافغانستان په مسئله داقوام متحده تر نظارت لاندې د نوي جمهوري افغا نستان په بيا جوړولو کښې ځينو ملکونو دمثبت رول مونږ په ډاګه حمايت کوو مګر هم ددغه قوتو په عراق کښې مونږ مخالف يو .


 


په طبقاتې مبارزه کښې هم انقلابې استاذانو دغه رنګ صف بندي کړيده لکه دجاګيردارانه نظام په خلاف وسرمايدارو دترقي پسند کردار يا ددلال سرمايه داريۍ او جاګېردارۍ په خلاف دوطن دوست قومي سرمايه داراو تاجرانو کسانانو او مزدورانو اتحاد راوستل – حالانکه قومې سرمايه دار  او مزدورو او کسان سره هم تضاداو اختلاف لرۍ .


 


په دويم جنګ عظيم ( دوهمه نړيواله جګړه ) کښې دفاشېزم په خلاف دسويت يونين انقلابې پارټۍ او دهغه مشر اسټالن دخپل بنيادې اوبدترېن دښمنانو امريکې او برتانيې سره په شريکه محاذ جوړکړو دجمهوريت مسئله هم ددې ملک دمحکومو قومونو او ځپلو خلکو دپاره ډېر زيات اهميت لري ، سياست دژوند دبيلوبيلو برخو تفسير کوي دا ساينس هم دی او ارټ هم دی دا داسې ساده او اسانه لار نده چې لکه دصراط مستقيم پرې څوک سفروکړي دايو پيچيده عمل دۍ دغه سفر مشکل او خطراتو نه ډک دی جمهوري سوال ته په ډېره سنجيدګۍ کتل غواړې کله چې دقامې آزادۍ او سماجي انصاف دبوټي دترقئ دپاره جمهوري موسم ډېر ضروري دۍ دهر قسم بې انصافئ او ظلم په خلاف مبارزه هغه وخت په ښه طريقه کيدۍ شي – چې دتحرير تقرير تنظيم سازئ جلسې جلوس آزادۍ وي او دقانون دلارې ددې حفاظت وې .


 


په پاکستان کښې دپوځي امريت په خلاف دجمهوريت تحريک خو ځمونږ دپاره دپاس ذکر شوو مسائيلو نه نور هم پدې زيات اهميت لري ځکه چې پاکستان پوځ په حقيقت کښې پنجابي پوځ دۍ او دپوځي اقتدار ومطلب دپنجاب دحکمرانۍ بد ترين شکل لري لهذا ځمونږ دپاره نسبتا قابل قبول نظام جمهوري نظام دۍ ددنيا دانقلاب لويو استاذانو هم مات ګوډ جمهوري نظام دبهترين آمريت نه ښه ګڼلۍ دۍ حقيقت او رښتيا خبره صرف يوه د ه لکه يو سړی وايي دوه او دوه څلوردي دا حقيقت ده مګر هغه په مقابله کښې که څوک وايي چې دوه او دوه پنځه دي – دا غلط دۍ او که څوک وايي چې شپږ دي دا هم غلط دی .


 


 دپاکستان په سياست کښې داساده سوال دۍ چې پدې ملک به حکمرانې پوځي جرنيلان کوي کوم ملک ددې ملک ټولې سياسي پارټيانې پوهان او دانشوران به پدې که په يو صف کښې ودرېږي او که څوک ځان دريم ګړۍ ساتل غواړي نو هغه دپوځي امريت ملګرۍ دۍ – پدې کښې هيڅ څوک غير جانبداره نشي پاتې کيدۍ ، غير جانبدارۍ دظالم ملګرتياده په يوه بهآنه ياپه بله بهانه دجمهوري جدوجهد نه فرار او متبادل لاره نه ښودل ډېر لوي خيانت دۍ .


 


 دا خبره چې څوک دوطن مشکلات مسائيل ميصيبتونه تکليفونه بيانوي خو دحل لاره نه په ګوته کوي بلکه خلک اولس ګمراه او مايوسه کول غواړي ددانشورانو کار يواځې دمسائيلو پاشول نه دي بلکه هغې ته دحل لاره په ګوته کول دي چې موجوده نظام څنګه بدل شي _ دزور ظلم نه خلک څنګه خلاص شي او که دحل لاره نه ښايي نو دا دانش به بلکه جهل او د جابرانو خدمت دي داي پي ډي ايم پرتله کول دآيي جي آيي سره  حقيقت مسخ کول دي ، ايي جي ائي هغه وخت جوړشو _ چې دډيرو قربانو نه پس په ملک کښې يو ما ت ګوډ جمهوري نظام په خپلوپښو دريدونکۍ وو ، ائي جي آئي دغه سيسټم غورزول او ختمول غو ښتل.


 


 د ادارېي ليکونکي ته يا دسا تل پکار دۍ ، چې مصطفي جتوئي دعدم اعتماد په خپل تقرير کښې وئيلي وو چې دبي نظير بوټوحکومت ځکه غورزول غواړي ، چې افغان جهاد ته ئي تاوان رسولۍ دۍ ، د ائي جي ائي مشرانو په خپلو جلسو کښې په افغانستان د قبضې په همايت تقريرونه کول _ او دايي خپل مشن ګڼلو ددې په مقابل کښې اي پي ډي ايم په ډېره واضحه په خپل چارټر کښې ليکلې دې چې دملک دسياست نه دپوځ او جاسوسي ادارو درول خاتمه کوو _ دعدلې ازاد او د دويم نومبر په پوزيشن بحالي غواړو _ آزاد اليکشن کميشن ا و قامي حکومت غواړو په ملک کښې دقانون حکمرانې راوستل دخارجې دهشت ګردانو ويستل اي پي ډي ايم په خپل چارټر کښې شامل کړي دي او د اي پي ډي ايم په هره جلسه کښې دقراردادونو په شکل کښې پيش کېږي چې د ليک په شکل کښې موجود دۍ .


 


 مونږ دقاضي حسين احمد يا جنرال حميد ګل هغه اعمال چې دافغانستان په ضد يي کړيدي په هر صورت غندلۍ او رد کړيدي ، او داي پي ډي ايم په چارټر کښې دهغي هيڅ ذکر نشته _ داي پي ډي ايم دپليټ فارم نه هيڅوک دافغانستان يادپښتنو دمفاداتو په خلاف خبره نشي کولۍ _ نه چا کړيده اي پي ډي ايم خو جمهوري محاظ دۍ چې دملک دسياست نه دپوځ او جاسوسې اداروعمل دخل ختموې ، او دهغې دپاره مبارزه کوي ، که چېرته داي پي ډي ايم په چارټر کښې دپښتنو يا افغانستان په خلاف کومه خبره وي _ پکارده چې ليکوال يي په ګوته کړې ، مونږ به يي هر کلۍ هم وکړو داخبره دعيب نه ده چې پدې اتحاد کښې څوک څوک ناست دې ، که دادبحث وي هم _ نو مونږ وئيلۍ شو _ چې دپاکستان ټولې مترقي او قوم پرست پارټيانې خوهم پدغه اتحاد کښې شاملې دې .


 


 ليکوال ته که قاضي حسين احمد صاحب ياحميدګل په نظر راځي نو عابدحسن منټو رسول بخش پليجو سردار عطاالله په مينگل عبدالحۍ بلوڅ ورته په نظرنه راځې اهمه خبره داده چې داتحاد مطالبه څه کوي اوعمل څه کوي ، او پدې کښې ليکوال په کومه تله ودرېږې دامريت که دجمهوريت د اداريې لاندې پېرګراف ددوئ د ابهام او غير ذمه وارئ ډېر واضح اظهار کوې ، په کوم کښې چې وايي پښتانه دخپل مزاحمتې تحريک شکل ته ځکه په شک شک ګورې چې ټول په يوه خوله وايي په انتخاباتو کښې به دهاندلې کېږې ، خو بيا هم دوي ځانته ماحول نه صفاکوې او په ګند کښې دجمهوريت دشکر سجده لګول غواړې .


 


که ليکوال انصاف وکړې نو خبره واضح ده چې ټول وايي دهاندلې کېږې نو حل خو يي دادۍ چې ماحول صفاشې نو اي پي ډي ايم خو په ګند کښې سجده نه لګوې _ هغه خو ګند صفاکول غواړې ، هغه خو پوځې واکمنۍ ختم کول ازاد او بااختياره اليکشن کميشن ددويم نومبر دعدليي بحالي غواړې ، او داليکشن بائيکاټ يي کړيدۍ _ او پدې مسئله کښې واضح پروګرام وړاندې کوي په اخري پيراگراف کښې دا ويل هم د الفاظو غلط استعمال دې چې ليکي ، او خپل بغاوت داسې قوتونو له ورکول کېږې _ چې ټول عمريي پښتانه آزادې خوښ با غيان نه بلکې غداران باغيان وئيلي دي سوال دادۍ چې په اي پي ډي ايم کښې کله دا اقرار نامه شوې ده _ چې مونږ به پښتونستان نه غواړو يا به قاضې حسين احمد او حميد ګل مونږ له دوطن دوستۍ سند راکوې پښتانه پدې کښې هيڅ شک نه لرې چې جنرل مشرف او دهغه پوځې حکمرانه ډله دغاصبانو ټولګۍ ده _ راروان انتخابات دجنرل مشرف دهغه ټولو ناروا اقداماتو د رواکولو دپاره کېږې _ کوم چې هغه دمارشلا دلګولو دعدليي دقتل دپريس پابنده کولو پارليمنټ بي اثر کولو او دخپل ناروا اقتدار ته د دوام ورکولو په خاطر کړيدې او پدې کښې چې هر څوک برخه اخلې _ هغه به په دغه بدو او تورو عملونو او کبيره ګناهونو کښې شريک وې. 


                                                                     د ISI   د کړنو په اړه د محمود خان اڅګزي وينا