کور / اقتصادي / د ډالر او يورو پټه سيالي لومړۍ برخه

د ډالر او يورو پټه سيالي لومړۍ برخه






ډالر زموږ پیسه، خو ستاسو ستونزه ده. (جان کونولی)



د بشریت تیر تاریخ د نورو تر څنگ د بیلا بیل اقتصادي اوښتون (تحول) شاهد و. خو اوسمهالیز اقتصادي هغه دومره په چټکتیا سره روان دی، چې پوهېدنه (درک) یې ان هغو ته، چې په خپله د دغه اقتصادي اوښتون په مرکز دي، گران کار بریښي. ځکه هر هغه څه چې اوس له اقتصادي پلوه د نړۍ د وگړو د سترگو په وړاندې پیښږي، د نړیوال  اقتصاد په تاریخ کې بې ساري بلل کېږي او هغه هم د نړیوال اقتصادي ځواک د مرکز بدلون دی. په دې تړاو د المان پخوانی لومړی وزیر، هلموت شمیت Helmut Schmidt څه ښه ویلي دي: “له دویمې نړیوالې جگړې وروسته د نړۍ د ثقل مرکز له اروپا څخه د امریکا په لوري روان شو، چې له هغه ځایه د اسیا خواته وخوځیږي. په دې توگه د لویدیځ د برترې پېر د پایته رسیدو په حال کې دی” (Steingart, Gabor, 2006, S. 46-47).


 


خو داسی اوښتون که گړندی دی او که ورو، عادی سکالو (موضوع) بلل کېږي. ځکه تجربو دا را په کوته کړې، چې هر رامنځته شوی نړیوال اقتصادي ځواک ځانته اقتصادي سیاست او ورسره جوخت د پیسو بنسټیز واحد (کلیدی پولی واحد) درلود. کله چې رومی امپراتورۍ پر نړۍ واکمنې چلوله، د سپینوزرو لېرې، په نوی پېر کې بیا هالندی گولدن Gulden دغه دنده پر غاړه درلوده. له هغه وروسته د بریتانوي امپراتورۍ په پړاو کې هغه سترلېنگ پوند تر سره کوله. خو د دغې امپراتورۍ په له منځته تلو، په تیره له نړیوالو جگړو وروسته، د نړیوال ځواک په توگه د متحدو ایالتونو په رامنځته کیدو سره، سترلېنگ پوند، خپل دغه دریځ له لاسه ورکړ او امریکایي ډالر د متحدو ایالتونو د صنایعو، طبیعي زیرمو لکه تیلو او تر ټولو دمخه په بانکونو کې د سرو زرو د زیرمو له برکته په نړۍ کې د پیسو د بنسټیز واحد په توگه رامنځته شو. په تیره د دویمې نړیوالې جگړې له پایته رسیدو په وروسته پړاو کې، چې د تایم د مجلې خپرونکی، هنری لوسی هغه د امریکایي پیړۍ American Century په نامه یاد کړی، سړی کولی شی په نړۍ کې د متحدو ایالتونو رول په بیلابیلو پرمختیایي پړاونو کې تر څیړنې لاندې ونیسي او دغه پړاونو:


·     لومړی: د برتن وودز Bretton Woods د مالی نظام پړاو؛


·     دویم: د پترو ډالر- رسیسلېنگ Petrodollar -Recycling پړاو؛


·     دریم: د پترو یورو Petro – Euro او د پترو ډالر تر منځ د سیالې پړاو (وگوري: Engdahl, F. William, 2003, Nr. 1).


۱ – د برتن وودز Bretton Woods د مالی نظام پړاو:


له دویمې نړیوالې جگړې په وروسته پړاو کې انگلو- امریکایي پوځي- اقتصادي گډې همکارۍ ځان ثابت کړ.  متحدو ایالتونو له دا ډول هغې څخه په گټې اخیستنې سره هڅه وکړه، خپله شتمنې زیاته، ځواک ته پراختیا او ترلاسه شوی دریځ لا نور هم پیاوړی او همدارنگه خپل سیالان له سیاسي او اقتصادي پلوه کمزوري او یا د هغو د نوو له رامنځته کیدو څخه مخنیوي وکړي. په همدې موخه متحدو ایالتونو د خپلې ټلوالې له غړی هیواد بریتانیا سره اوږه په اوږه هاند و هڅه وکړه، چې له جگړې څخه د مخکې وخت په څیر، مالی برترې د دوي په لاس کې وي او هغه لا نوره هم پیاوړې کړي. نوځکه دوي د ۱۹۴۴ کال د جولای په ۲۲ نیټه نړیوالو ته بلنه ورکړه، په هغه کنفرانس کې، چې د متحدو ایالتونو د نیوهمشایر د ایالت په برتن وودز Bretton Woods کې جوړیږي او سکالو (موضوع) یې د نړۍ د راتلونکی مالی نظام څرنگوالی دی، برخه واخلي. د کنفرانس برخه والو، چې په کې د بریتانیا د شاهی دولت د پلوی مشر، جان مینارد کینز او د متحدو ایالتونو د استازو مشر، هاری دیکستر وایت Harry Dexter White بنسټیز رول لوباوه، په نوموړی سکالو له خبرو اترو وروسته د نړۍ پر نوی مالی سیستم، چې د برتن وودز Bretton Woods په نامه نامتو دی، هوکړه وکړه.


د اف، وېلېم  انگدال William, Engdahl F.په اند، د برتن وودز Bretton Woods نوی مالی نظام په لاندنیو ۳ بنسټیزو ستنو ولاړ و:


·     نړیوال وجهی صندوق: زیرمه ( ریزرف) یې د غړو هیوادونو له ورکړ شو پیسو څخه په دې موخه رامنځته شوه، چې له هغو غړي هیوادونه سره مرسته وکړي، چې د خپلو پورونو په ورکړه کې له ستونزو سره مخامخ کېږي؛ 


·     نړیوال بانک: موخه یې له غړو هیوادونو سره د دوي د سترو پرمختیایي پروژو د تمویل په برخه کې مرسته کول دي او


·     د گمرک او سوداگرې ټولیز تړون General Agreement on Tarif and Trade (GATT): په دې موخه رامنځته شوی، چې د نړۍ په کچه د ازادې سوداگرې سیستم تنظیم کړی (وگوري: Engdahl, F. William, 2003, Nr. 2, S. 138).


سربیره پر دې جان مینارد کینز د کنفرانس گډون کونکو ته وړندیږ وکړ، چې داسي یوه پیسه دی باید بنسټیز رول ولوبوي، چې هغه په ټوله نړۍ کې د چلند وړ وي. نوموړی په خپل دغه وگ (زیرکتیا) سره هڅه کوله، چې یو ځل بیا سترلېنگ پوند د پیسو د بنسټیز واحد په توگه ومنل شي. دا چې د دویمې نړیوالې جگړې د سترو لگښتونو له امله د بریتانیا هیواد له اقتصادي پلوه ډیر کمزوری شوی و، کینز و نشو کړی خپل دغه نظر پر نورو ومني. خو د امریکای پلوی له پاره د نوموړي دغه نظریه ډیره په زړه پورې او وکړی شول، د خپل ځواکمن صنعتی بنسټ، طبیعي توکو او بانکي زیرمو (د سرو زرو) له برکته، خپله پیسه، ډالر د پیسو د بنسټیز واحد په توگه رامنځته کړي. د هغه رول  په مستقیمه توگه په سرو زرو پورې تړی و (د سرو زرو د هر سوچه انس[ ۱ .۳۱ گرامه] بیه ۳۵ ډالره ټاکل شوې وه)  او ډالر د پیسو د بنسټیز واحد په توگه


1.  د ارزی زیرمې؛


2.  د سوداگریز ارز؛


3.  د ارز پاڼې (اوراق بهادار) او


4.  د تیلو د راکړې ورکړې د ارز دنده تر لاسه کړه (وگوري: Altvater, Elmar, 2003, S. 11).   


پورتنې دندې دا روښانه کوي، چې د ډالر راتلونکې یو عادی سکالو نه، بلکې د امریکایي پیړۍ بنسټیز زړی بلل کېږي، چې د دغه هیواد نړیوال رول پر هغه ولاړ دی. اف، وېلېم  انگدال William Engdahl F.د متحدو ایالتونو په باب لیکی: ” په نړۍ کې د متحدو ایالتونو برترې په بنسټیزه توگه پر دوو ستنو [لکه]:


·     د دوي تر حده زیاتې پوځي برترې، په تیره پر سمندرونو او


·     د ډالر د رول په مرسته د نړۍ پر اقتصادي بهیر او ارز زیرمو باندې د کنترول له لارې، ولاړه ده ” (Engdahl, F. William, 2003, Nr. 1).


همدا لامَل و، چې له دویمې نړیوالې جگړې په وروسته پړاو، په تیره د برتن وودز Bretton Woods د سیستم په رڼا کې، نړیوال مالی نظم په نسبی توگه ټینگ و. د فرانسې له فرانکه نیولی بیا د بریتانوی سترلېنگ پوند او المانی مارک پورې د ټولو ارزښت څه نا څه ثابت و. په دغه پړاو کې نه یوازې متحدو ایالتونو، بلکې د اروپایي ټلوالې غړو هیوادونو ډیرې مثبتې اقتصادي گټې ترلاسه کړې. لویدیځې اروپا له بیا رغونې وروسته، خپله اقتصادي وده پیل او وکولی شول، په خپلو پښو ودریږي او د تیرې پیړۍ د شپږمې لسیزې له نیمایي وروسته د نورو تر څنگ د صنعتي توکو په یوې صادرونکې سیمې بدله شي. همدا:


·     د لویدیځې اروپا اقتصادي ځواکمنتیا او


·     د ویتنام د خونړې جگړې لگښت؛


د دې لامَل شول، چې د برتن وودز د مالی نظام د سرو زرو سیستم له ستونزو، یا په ښکاره توگه وویل شي، له ماتې سره مخامخ شي. متحدو ایالتونو د ویتنام د جگړې د تمویل په موخه په زیاته پیمانه ډالر چاپ او نړیوال بازارونو ته وړاندې کړل، چې دغه حالت نه یوازې د ډالر پر ارزښت منفی اغیز وکړ، بلکې د دغه هیواد د بودجې د کسر لامَل شو. “… د جگړې دغه مخ په زیاتیدونکی لگښت په ۱۹۶۸کال کې ۲۵ میلیاردو ډالرو ته لوړ شو ( Engdahl, F. William, 2003, Nr. 2, S. 180). د دې تر څنگ له دویمې نړیوالې جگړې وروسته د لومړی ځل له پاره له متحدو ایالتونو څخه لویدیځې اروپا ته د پانگې تښته گړندې شوه. وېلېم انگدال هم دې سکالو ته نغوته (اشاره) او په دې باب لیکی: ” د ۱۹۵۷ ــ ۱۹۶۵ کلونو تر منځ له متحدو ایالتونو، لویدیځې اروپا ته د پانگې تښته له څه نا څه ۲۵ میلیاردو ډالرو ۴۷ میلیاردو هغو ته لوړه شوه” ( Engdahl, F. William, 2003, Nr. 2, S. 174). سربیره پر دې تر ټولو گواښمن سکالو، د متحدو ایالتونو له مرکزی بانک او په تیره د سرو زرو له گډ زیرمتون، گولد پول Gold – Pool څخه د هغو د زیرمو مخ په زیاتیدونکی کمیدل و. ځکه د تیرې پیړۍ د شپږمې لسیزې په ترڅ کې د فرانسې ولسمشر، جنرال دوگل General de Gaulle د خپل هیواد د ډالري زیرمو په بدل کې د متحدو ایالتونو د سرو زرو له دولتی زیرمتون څخه، د برتن وودز Bretton Woods د هوکړې پر بنسټ، د سرو زرو غوښتنه وکړه. په دې توگه د ۱۹۶۷کال د نوامبر له میاشتې وروسته له متحدو ایالتونو او د سرو زرو له گډ زیرمتون څخه د سرو زرو رانیول زیات شول. یوازې د پنځو ورځو په ترڅ کې باید لندن ۸۰ ټنه سره زر بازار ته وړاندې کړی وی، چې دا ډیر زیات سره زر و” ( Engdahl, F. William, 2003, Nr. 2, S. 194). خو دغه وضعه په همدې حال پاتې نه شوه، بلکې سرو زرو ته غوښتنه ورځ په ورځ زیاتیده. له همدې املهد سرو زرو د بیې د ساتنې په موخه په لندن کې د سر زرو زیرمتون دې ته اړ شو، چې د ۱۹۶۸ کال د مارچ د ۸ – ۱۵ تر منځه ۱۰۰۰ ټنه سره زر بازار ته وړاندې کړي” ( Engdahl, F. William, 2003, Nr. 2, S. 195). 



په دغه وخت کې د برتن وودز د سرو زرو د سیستم کمزوره کړۍ بریتانیا وه. دغه هیواد د خپلو اقتصادي ستونزو له امله دې ته اړ شو، چې د خپلې پیسې، سترلېنگ پوند، د ټینگاو (ثبات) په موخه د متحدو ایالتونو له ټینگار سره سره د هغه ارزښت څلورلس په سلو کې راټیټ کړی. د بریتانویانو د دا ډول کړنې له امله، پر ډالر اغیز لا نور هم زیات شو. د نورو مرکزي بانکونو تر څنگ د فرانسې د مرکزي بانک له خوا د ډالر په وړاندې د سرو زرو غوښتنې د هغو بیه په بازارونو کې لا نوره لوړه کړه. پر ډالرو اغیز هغه وخت لا نور زیات شو، کله چې فرانسې د سرو زرو له گډ زیرمتون څخه خپل وتل اعلان کړ. د فرانسې د لومړی وزیر، جورج پمپې دو Georges Pompidou په اند: “نړیوال ارزی سیستم، چې  بریتانیا او متحدوایالتونو رامنځته کړي، په ډیر ناوړه توگه کړه وړه تر سره کوي. ځکه دغه سیستم [د نورو هیوادونو په پرتله] بریتانیا او متحدو ایالتونه غوره گڼي. دغه هیوادونه پرته له دې چې د انفلاسیون په وړاندې څه تر سره کړي، ځانته اجازه ورکوي، کلونه کلونه هغه رامنځته کړي“( Engdahl, F. William, 2003, Nr. 2, S. 194). له پورتنیو کرښو دا پایله تر لاسه کېږي، چې هر هیواد تر هر څه دمخه خپلې ملی  گټې په پام کې ساتلې. په رښتیا هم لکه د بریتانیا د پخوانی لومړی وزیر، چرچیل په وینا: “هیوادونه دایمي گټې لري، نه دایمي ملگري“. سر بیره پر دې پورتنې ستونزې د دې لامَل شوې، چې د برتن وودز د مالی نظام د سرو زرو سیستم له ماتې سره مخامخ شي او د متحدو ایالتونو د وخت ولسمشر، نکسن هم بالاخره دې ته اړ شو، چې له خپلو نږدي سلاکارانو سره له مشورې وروسته، په خپلې ډیرې لنډې وینا کې د هغه د ماتې اعلان وکړي. په دې توگه د امریکایي پیړۍ لومړی پړاو پایته ورسید او د هغه دویم ته، چې د پترو ډالر – رسیسلېگ په نامه یاد شوی، لاره پرانیستل شوه . ددې ليکني ددوهمي برخي لپاره دا ځای کليک کړئ

.