کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د کرکټ بورډ او کرکټ ډلې په اړه څو ټکي

د کرکټ بورډ او کرکټ ډلې په اړه څو ټکي

دا مهال د کرکټ دوه لوبډلې په لوبه بوختې دي چې يو يې د نولس کلو څخه د کم عمره لوبغاړو لوبډله او بله د کرکټ ملي لوبډله ده.
زه پردې نه غږېږم چې په لومړيو کې کرکټ له کومو ستونزو او سختو راتېر شو او د کلنو اوږد سفر يې څنګه په يوه کال کې بشپړ کړ. بلکې زما آر موخه د کرکټ په مخ کې شته برتو ستونزو ته پام راګرځول دي چې کرکټ بېرته شا تګ ته اړ باسي
ادره.
کله چې تېر کال کرکټ لوبډلې وياړ راوړ نو په ملي او نړيواله کچه د خلکو پام افغان کرکټ لوبډلې ته وګرځېده، خو ددغه پام سره سره کرکټ لوبډله د ځينو خپل ځان خوښو ( جاه طلبو) د زه يم ته نه يې په ډګر بدله شوه خو له بېکه مرغه ډېر ژر دغه ستونزه هغه وخت پرې شوه چې کرزي صيب د کرکټ بورډ وټاکه او مالې وزير ښاغلی ډاکټر عمر زاخېلوال يې ددغه بورډ لوی مشر ( چيرمين) وټاکه چې دا پر ځای او سم ګام وو پدې مانا چې زياتره لوبغاړي پرې خوشاله وو او له دې سربېره زياتره کتونکي او خلک پدې اند شو چې د لوبغاړو هغه ستونزې به نورې حل شي چې ورسره لاس او ګرېوان دي لکه اقتصادي ستونزه چې د ټولو خبرو مورينځه ده.
ددغه بورډ د ټاکلو وروسته لا هم لوبغاړي ګيله من دي پدې مانا چې لوبغاړي غواړي چې د مالې وزير دې په کرکټ بورډ کې هغه کسان وګماري چې لږ تر لږه دغه لوبې سره بلدتيا ولري او ددغه لوبې د غښتلتيا لپاره کار وکړي او نړيوال سپانسرکوونکي راوبلي او هغوۍ پردې قانع کړي چې دغه لوبه ډله سپانسر کړي او لدې سربېره له سترو کمپنيو سره اړېکې کلکې کړي چې ددغه لوبډلې نوم د هغه نړيوالو کړيو په مدار کې وګرخي.
دوۍ د کرکټ بورډ له چيرمين او د مالې وزير نه هيله لري چې دده د لاس لاندې ټوله ډله د سي او ( C.O) په ګډون د کرکټ په برخه کې کومه تجربه نه لري بايد له سره پرې غور وشي او دغه کسان ورته غوره شي چې د کرکټ په لوبه او لړتياوو وپوهيږي چې څنګه د کرکټ لپاره مارکيټ برخه، سپانسر برخه، د خبرتياوو او اعلاناتو برخه او د نړيوالو لوبډلو سره د اړېکو برخه غښتلې کړي
کورنۍ لوبډلې
زياتره لوبغاړي د ګونګوسي په ډول دا خبره کوي او وېره لري چې دوۍ پسې وروسته نوي او تکړه لوبغاړي نشته د کرکټ راتلونکې به څنګه وي يانې خدای مه کړه دا لوبه پېرته مړه نشي او ددښمنانو ټټر يخ نشي.
د وۍ وېره پر ځای ده زموږ په هېواد کې ښه لوبغاړي شته مګر په دولتي کچه داسې پلان نشته چې دا لوبغاړي په لوبډلو کې سره راټول او ولوبوي چې په راتلونکي کې کرکټ لاپسې وځليږي او له دې سربېره د کرکټ لپاره لوبغالي نشته.
بايد د کر:کټ بورډ ولايتونه ته پراخه شي او سيمه ايزه پروګرامونه ترلاس لاندې ونيسي چې خلک وهڅيږي او سيمه ايزه ډلې د کليو بانډو او ولسواليو او بيا د ولايت په کچه جوړې شي تر څو په راتلونکې کې د غوراوي په برخه کې د غوره کولو لپاره ډير کسان وي چې د ډيرو له مينځه غمي راوباسې.
چې پدې برخه کې کرکټ پورډ نه څه کړي او نه څه په بلان کې لري
د لوبِغاړوغوره والی
دا يو سترو پوښتنه ده چې ولې اول د نولس نه کم عمره هلکانو د توقع پرته ستره ماتې وخوړه. يو لامل خو يې د لمر په څېر جوت وو چې څه لوبغاړو په کاناډا کې د تښتې لار خپله کړه. خو بل لامل يې د کتونکو او پخوانيو لوبغاړو په آند دادی چې کله د نوولس کلنو د کم عمره لوبغاړو لپاره د غوره واي سيالۍ تر سره شوې چې د کرکټ ملي ټيم غړيو، ښاغلو نوروز منګل، ريس احمدزي او دولت منګل يې مسوليت په غاړه درلوده او دوۍ دغوراوي د سياليو په پايله کې نور شپږ تنه تکړه لوبغاړي غوره کړل، بيا دغه لوبغاړي د واسطو له امله لرې او پرځای يې هغه کسان راوستل شول چې د کرکټ څوباړی يې په لاس کې نه وو نيولی چې پدې ستر خيانت کې عمده رول سيدشاه امينزي لوبولی وو او دا هر څه يې يوازې د خپل ورور په خاطر او نوموړو پورته ياد شوو لوبغاړو سره د پخوانۍ زړه بداوي په خاطر وکړل چې پايله هغه شوه چې کرکټ لوبډله په نيوزيلانډ کې له ماتې سره مخ شوه. زياتره لوبغاړي امينزي خپل ځان خوښی ( جاه طلب ) انسان بولي يانې د ملي ګټو پراو ځاي خپل ځان ته غوراوالی ورکوي.
او دريم لامل يې په نيوزيلانډ کې د بېلا بېلو کوچونو شتون وو پدې مانا چې درې غټ مشران هلته شتون درلوده چې هر يو خپله مشوره لوبغاړو ته ورکوله چې له ډېرو قصابانو غوا مرداريږي او مرداره شوه.
دا چې هر څه دي او هره ستونزه ده بېرته پړه د کرکټ بورډ ( د ښاغلي ډاکټر زاخېلوال لاس لاندې کسانو ) په نااهلۍ دلالت کوي او مخ بېرته د ماليې محترم وزير ته اوړي ، ځکه دغه کسان هغه څه کوي چې دوي يې غواړي او د ماليي وزير ته ناسم راپور ورکويچې بايد د ماليې محترم وزير او د کرکټ بورډ لوی مشر دې ټکي ته پام اوسي او دغه اداره هم هاغسې اصلاح کړي لکه د ماليې وزارت!
بايد د کرکټ لوبډلو لپاره د لوبغالو غم وخوړل شي او د هېواد په کچه په ټول هېواد کې لوبغالي جوړشي، او د کرکټ لوبډلې لپاره سپانسر ګروپونه او ډلې راجذب شي. نو ددې کار لپاره بايد کرکټ بورډ له داسې کسانو جوړ شي چې ددې اهليت ولري چې په افغانستان کې کرکټ ته پرمختګ ورکړي. او د زياتره لوبغاړو په وينا د کرکټ بورډ اوسني دوه مشران ايمل شينواری او شهزاده مسعود به دژوند او پوهې په نورو برخو کې تکړه وي مګر دوی نشي کولی چې کرکټ په سالم ډول رهبري کړي ځکه ددوۍ د شتون دا څويمه مياشت ده مګر لاتر اوسه دوی په صفر کې دي حال داچې کرکټ دومره لار وهلې چې پوخ عمر ته رسېدلی دی او کرکټ بورډ په خاپوړو کې دی نو داسې څوک پکار دي چې په لږ وخت کې د کرکټ لوبې ځاي ته اداره ورسوي نه داچې لوبه ځان ته راستنه کړي او له دوی سره بېرته له صفر نه پيل وکړي. زه پدې هيله يم چې د کرکټ بورډ لوي مشر ښاغلې ډاکټر زاخېلوال به دې اړخ ته ډېره پاملرنه وکړي او د خپل استعداد او پاملرنې او ځيرکۍ له مخې به په نړيواله کچه به افغانستان د ملي کرکټ ډلې او لوبې دغه ځليدلي حال ته نوره ځلا او روح ورکړي. لکه څنګه چې د خلکو طمعه او ارزو ده.
په همدې هيله