کور / تازه خبرونه / ولسمشر كرزى د مونيخ نړيوالي امنيتي غونډي ته رسېدلى

ولسمشر كرزى د مونيخ نړيوالي امنيتي غونډي ته رسېدلى

په داسي حال كي چي د جرمني د مونيخ 46 نړيواله امنتي غونډي نن د دوهمي ورځي لپاره روانه ده، ولسمشر كرزى او نور افغان چارواكي په هغه كي ګډون كوي.

ټاكل سوې چي ښاغلى كرزى به سبا د دغي نړيوالي غونډي په دريمه ورځ غونډي ته وينا وكړي.
د يكشنبې د ورځي په غونډه كي به د افغانستان لپاره د ښه امنيت او همږغۍ پر لارو چارو خبري وسي.

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر وايي چي حامد كرزى به په دې غونډه كي د نورو هيوادونو له مشرانو سره هم وويني.
ولسمشر كرزى سعودي عربستان ته د خپل سفر له بشپړېدو وروسته د شاه عبدالله سره يوځاى د پنجشنبې په ورځ مونيخ ته ولاړى.

تمه ده چي د مونيخ نړيواله غونډه به يو پرېكړه ليك هم خپور كړي.