کور / شعر / غزل

غزل

اوس چې ستا نه يم ګرانې اوس درباندې ګران نه يمه
څوک راته يار نه وايي اوس د چا جانان نه يمه

ته خو مې ياره په بلا وهې په ماڅه کوې
زه نور پردى يم ستا د سرو شونډو پېزوان نه يمه

ستا دلالونو اننګو غوندې لمبې مې نشته
بې نوره شوى يمه ستورى د اسمان نه يمه

دا به منې چې مې دازړه درپسې ډېر خوږېږي
ټول څړيکه څړيکه يمه درد يمه درمان نه يمه

خير دى که مړ دې کړمه خاورې دې کړم پرې دېښودم
وېرېږه مه دا ستا اتل په تا تاوان نه يمه