کور / تازه خبرونه / په کندهار کی پولیسو ۷ ملکی خلک شهیدان کړل

په کندهار کی پولیسو ۷ ملکی خلک شهیدان کړل

اسوشیټیډ پریس په خپل تازه خبر کی وایی چی نن ( شنبه ) سهار له وخته امنیتی ځواک د کندهار په سپین بولدک کی د خپل موټر څخه چی د ښوراوک ولسوالي څخه را روان و ، پر ۷ ملکی خلکو ضربې وکړې او هغوی ټوله یې ځای پر ځای شهیدان کړل . دغه خلکو لرګي او بوټی ټولول خو امنیتی ځواک پر هغوی د طالبانو ګومان وکړ او په مرمیو یې سوري سوري کړل . حکومت وایی چی دا اشتباه وسوه او موضوع تر تحقیق لاندی نیسی .