کور / تازه خبرونه / افغان پوليسو اووه قبايليان وژلي دي

افغان پوليسو اووه قبايليان وژلي دي

د سپين بولدک سرحدي پوليسو پرون اووه قبايلي کسان هغه مهال وژلي دي چي د وسله والو شک ورباندي راغلئ دئ.
د اسوشيېټيډ پريس آژانس د کندهار د سرحدي پوليسو د قومندان جنرال عبدالرزاق په حواله وايي د يادي سوي پېښي عاملين يې چي ټول شپږ کسان دي نيولي دي.
د جنرال عبدالرازق په وينا دغه کسان د افغانستان خاوري ته د بوټو په ټولولو پسي را اووښتي وو، خو د پوليسو له خوا د وسله والو ګومان پر سوئ وو او بريد يې پر کړئ وو.
د نوموړي په وينا دغه پېښه چي پرون د جمعې په ورځ په ښوراوک ولسوالي کي د ډيورنډ تر کرښي دې خوا رامنځته سوې ده، اوس تر تحقيق لاندي ده.