کور / تازه خبرونه / د شاهرخ خان په ملاتړ مظاهره وسوه

د شاهرخ خان په ملاتړ مظاهره وسوه

د هندوستان د کلکتې په ښار کي د باليووډ د مشهور ستوري شاهرخ خان په ملاتړ مظاهره وسوه.
مظاهره چيانو د خان په ملاتړ او د شيوسينا د سخت دريځي هندو مذهبي ډلي پر خلاف شعارونه ورکول.
دغه مظاهره چي نن د شنبې په ورځ د شاهرخ خان د زرګونو ملاتړو له خوا رابلل سوې وه، وينا والو يې ويل شاهرخ خان د هندوستان فلمي صناعت او هنر ته ډېر څه ورکړي دي، خو د شيوسينا ډلي د خپلو سياسي تمايلاتو پر اساس نوموړى صرف په دې خاين وباله چي د پاکستان د کرکيټ لوبډلي پلويتوب يې ورکړ.
د شاهرخ خان او شيوسينا ترمنځ تېره اونۍ وروسته له هغه دغه جنجال رامنځته سو چي خان په خپله شخصي لوبډله کي د پاکستان د ملي ټيم د کرکيټ لوبغاړي نيولي وو او شيوسينا يې هند ته د ورتګ مخنيوى وکړ.
د شيوسينا دې عمل ته په جواب کي شاهرخ خان وويل که يې څوک مني که يې نه مني پاکستاني لوبغاړي د نړۍ له تکړه لوبغاړو څخه دي، او دى په دې وياړي چي مور او پلار يې د پاکستان دي.
د شاهرخ خان تر دې څرګندونو وروسته شيوسينا نوموړى بيعقل وباله او له هغه څخه يې وغوښتل چي که پاکستان ډېر ورته ګران دئ هندوستان دي پرېږدي او هلته دي ولاړ سي.
د يادوني وړ ده چي د هندوستان تر ټولو غټ ګوند کانګرس او د باليووډ نورو ستوريو، عامر خان، اميتابچن او سلمان خان هم د شاهرخ خان ملاتړ کړئ دئ.