کور / تازه خبرونه / اېران: اته غرختونکي مړه او څلور ورک دي

اېران: اته غرختونکي مړه او څلور ورک دي

د اېران په شمالي سيمو کي د واوري د اورښت له کبله اته غر ختونکي مړه سوي او څلور ورک دي.
د اېران د دولتي ټلوېزون د يوه خبر له مخي د غر ختونکو دغه ټيم د اېران په شمالي سيمه کي آسکايي په نوم غره ته د ختلو پر مهال د واوري تر يوه پاڼ لاندي سوي دي.
چارواکي وايي سيمي ته ژغورونکي ځواکونه رسېدلي خو د واوري د ډېر والي او سړې هوا له کبله د هغوى د موندلو چاري له خنډ سره دي.
د اېراني چارواکو په وينا تر اوسه يې د غر ختونکو اته مړي موندلي او څلور لا ورک دي، چي د مړو اکثره کسان بهرنيان دي.