کور / هراړخیز / عثماني امپراطوري او پرخلاف یي د صلیبيانوسازشونه ( ۱۳)

عثماني امپراطوري او پرخلاف یي د صلیبيانوسازشونه ( ۱۳)

مکمل غیر سیاسي :  یوتاریخې په زړه  پورې  ناول .


زمونږ دهیواد ګوډ  یتمور څوک دې ؟


اوس تاسې ددې  تاریخې ناول  دیارلسمه  برخه  لولئ:


(۱۳)


پرلپسې*****  ۲۲


لمر  خپلې د تودخې  او  رڼا وړانګې  نورې  را ټولې کړې وې  ،او ډوب  شوې  و .د شپې تیارې  په  خپل  قوت سره د لمر  د ډوبیدو نه په  ګټې  اخستو سره هر څه  په خپله  لمن کې اخستې وې ، هر څه  تور  تیاره ګرځیدلې و ….


علي پاشا د ریونا  د کاکا د زامنوپه  کلي کې  یوه  دروازه  ټک ټک  کړه ، دهماغه  لمړۍ  ټک ټک سره  د لږ ځنډ وروسته   دروازه پرانستل  شوه ، نو ویې وکتل  چې د  دروازې  شاته  یو ستر قامته ، پیړ  او بدقواره  ځوان  ولاړ دې . دهغه  په  کتلو سره  علي پاشا  مسکې  شو ، هغه په داسې  حال کې  چې په یوه لاس کې یې دخپل  آس  واګې  نیولې وې  ، د خپل اس څټ  یې  دوه  درې  ځلې  په  مینه وواهه او بیا يي  ددروازې پرانستونکې  ته وکتل او په  ډیره  نرمه  لهجه   یې ورته  وویل :


که زه   غلط نه اوسم  نو ستا نوم  به  یونیسیس  وې!


دوازه پرانستونکې   حیران  شو  او په  ډیره  عجیبه توګه  یې   علي پاشا ته وکتل  او ورڅخه  یې و پوښتل .


اول خو دا  ووایه  چې  ته څوک  یې ؟ او   زما د حویلۍ دروازه دې  ولې  ټک ټک  کړې  ده ؟ ستا خبره  سهي ده  چې زما نوم  یونیسیس دې ، ته د چا سره غواړې وویني ؟


دیونیسیس په  خبرو  د  علي  پاشا  په   څیره کې  نرې غوندې  خوښې  را ښکاره  شو ه ، یو ځل  بیا  یې د خپل  آس   څټ  و ټپاوه   او ویې ویل :  تا  به د  لک نومې کلي د مشر رستاک  نوم  اوریدلې وي . زه دهغه  دواړو  وریرونو دلته را  استولې یم . نو ته  ما  ته  اجازه  راکوې  دننه درشم او ستا په  میلمستون کې   له تاسې خبرې  وکړم او دهغوې پیغام تاسې   ته ورسوم.


دعلي  پاشا په دې خبرو  باندې د یونیسیس وجود  لږ  څه  را وغوړید ، او په خندا  یې وویل :  که  چیرې هغو دواړو  ورورنو  ته  ماته  را لیږلې  یې نو ته خو بیا  زما ډ‌یر  دروند  میلمه  یې ، دخپل آس سره   دننه  را ځه ، زه به دې  آس  په  اخوره  و تړم ، او دهغې وروسته به  په ارام  او سکون  سره په  میلمستون کې کینو او  خبرې به وکړو، بلکه  ته  نن  شپه  زما سره  د یوه دروند میلمه  په څیر همدلته تیره کړه .


علی پاشا په خپلو ښکاري سترګو  یو ځل بیا  یونیسیس ته وکتل  او خپل  آس  یې هملته  د دروازې  نه بیرون پریښود او هملته یې  و تاړه . بیا حویلۍ  ته د ننوتلو سره یې  وویل  چې نه !  آس  هملته بیرون  پریږده  ، زه  له تاسره  ډیر  وخت  نه پاته  کیږم. ډیر زر له تا  رخصتیږم  . ته  را ځه  له ماسره ، تر  میلمستون   مې ورسوه . هغه څه  چې  زه تاته  وایم هغه  به درته ووایم  او دهغې وروسته  بیرته  ژر  ستنیږم .


دعلي پاشا حویلۍ  ته د ننوتلو سره  سم  یونیسیس د حویلۍ دروازه لکه د  پخوا  په څیر و تړله ، اوبیا یې له ځانه  سره علي پاشا  خپل  میلمستون  ته یوړ.دواړه  هلته  یو بل ته مخ  په مخ کیناستل.  یونیسیس  علي پاشا ته مخ کړ  او  ورته یې وویل : ژر   را ته ووایه  ، زه خوستا خبرو  لږ  څه  اندیښمند  کړې  یم ، ستا پیغام  څه دې  ؟  تر څو په اوریدو  یې ماته  سکون  تر لاسه شي .


د یونیسیس ددې خبرو په  اساس  د  علي پاشا  په څیرې باندې  درنه  غوندې  جذبه  او په سترګو کې  یي د تورې تیارې  امواج    راغلل . تر  لږ وخته پورې  علي پاشا  یونیسیس ته  د یوه خوړونکې  په څیر  کتل  اوبیا یې ورته وویل:


یونیسیس! زه غواړم  تاته  ووایم  چې د  رستاک  دواړه  وریرونه  ما  له منځه وړي دي ، همغوې ماته  ویلي  چې ته  هغه  څوک  یې  چې  د مجدالدین ، د هغه د پلار او مشر  ورور  په وژلو کې لاس  لرې . بس  په همدې خاطر  له تاسره  خبرو ته  راغلی یم . اوس   ته  را   ته دا  ووایه  چې  رښتیا  هم ته د مجدالدین ، د  هغه د پلار او مشر ورور قاتل یې  ؟


د علي پاشا په دې خبرو  باندې یونیسیس حیران  شو او ټکان  یې وخوړ  او بیا یې په ډیره بده توګه وویل :


زه به ستا د ټولو خبرو  ځواب  درکړم  خو لمړۍ دا ووایه  چې ته څوک  یې ؟


علي  پاشا په ډیره بې پروایې  سره  یونیسیس ته وکتل او  ورته یې وویل :


یونیسیس!  زما نوم علي پاشا دې  .  زه  ستا په لاس د وژل  شوې مجدالدین  کشر ورور  یم . او دخپلو  قاتلینو څخه د بدلې اخستو له پاره دې  زمکو ته راغلې یم .


دعلي پاشا  په دې خبرو،  یونیسیس د علي پاشا په لور وکتل او په  یوه ډیره  ویرونکې خندا سره  او په ډیره سپکه  توګه  یې  علي پاشا ته وویل .


که  چیرې  ستا نوم  رښتیا هم علي پاشا وې او ته دمجدالدین  کوچنې ورور یې نو ته خو بیا ډیر  احمق او بې عقل یې ، ته دومره ناپوهه یې  چې  ته په خپله د زمرې  په  غار کې  را ننوتي یې ، ددې  غار   نه  به ته کله  هم   بیرته  ژوندې  را ونه وځې. په یاد  لره  چې  د انتقام خبره  خو ډیره  لرې  خبره   ده  ، اوس خو ستا ژوند  دلته په دې میلمستون کې د یو څو  لمحو  میلمه دې ، ته څومره  احمق ، څومره نا پوهه ،څومره  بې وقوفه   یې  چې  په دغه  فضا  کې  دخپلې فنا  تختۍ دې  لیکلې  او زما حویلۍ  ته  را ننوتې یې.


واوره  علي پاشا ! زما د لاسو په یو پړک  ، زما په یوه اواز ،او زما  پر یوه غږ  سره  به  داسې  ځوانان  توره وهونکې  دې میلمستون  ته را ننوزي  چې ستا  د وینې  بهیر  او ستا د ژبي  حرکت  به  بند کړي او  ستا  ټولې  ارادې به د خاورو سره خاورې کړې ، واوره !  که  چیرې  ته  په کوم  غفلت او یا خطا کې  دلته زما حویلۍ  ته دخپل ورور د بدل  اخستلو  له پاره راغلې یې نو بیا له ځانه  سره ولیکه  چې  ته  به په دې  میلمستون کې  د څوځان سوزونکې     لمحو  او  افسوسونو  یو  «اه»   پاته شې .


کله  چې  یونیسیس ددې خبرو  د کولو وروسته  چپ  شو نو  علي پاشا  هم د  میلمستون چت  ته په کتلو سره  همغسې  یوه  زوروره  خندا وکړه  اوبیا یې وویل :


یونیسیس! هغه څه  چې تا وویل  هغه  خو به  ستا د نظر  او آند  په مطابق     سهي  وي ، خو هغه څه  چې  زه یې ویل  غواړم  هغه  هم واوره :   زه علي  پاشا ،ډیره  زیاته خوشحالي  احساسوم ، او دا  زما   ډیره ستر  غوښتنه او احساس  و . یونیسیس!  ما د اوښکو په  جزیره کې  په پیالو کې د زهرو  په څکلو سره  ددښمن څخه د انتقام اخستلو  خویې  نه دې هیر کړې .


تر دې ځایه   تر خبرو  وروسته علي پاشا  لږ څه چپ  غوندې  شو او بیا یې په  پوره  توجه ، قهر او غضب   سره یونیسیس  ته  وویل :


یونیسیس!  زما خبره  لا تراوسه پورې  نه ده ختمه شوې ، زه غواړم  تا  ته دا هم  ووایم  چې ، هغه سپکاوې  چې د  مشیت  سبب  ګرځې او هغه زمکه  چې د  هغې  په سینه کې  د ویني  تخم  کرل   کیږی ، هغه  چې  د اور  دباران  او لګیدلې  اور په څیر  انسانیت  سوزوي، د ځنګل  توره  شپه ګرځي ،  نو کله  چې  زه دداسې خلکو  په  خلاف  قدم اخلم   نو یونیسیس!  دهغه  د ژوند په  بیکرانه  مسافتو کې  د  درد  او تکلیف  نه اخوا  نور  څه  نه پریږدم .


د علي پاشا ددې خبرو په واسطه  یونیسیس نور هم په غضب  شو اود علي پاشا  ددې خبرو  ځواب  یې  په همغه  لهجه  ورکړ  او ورته  یې وویل :


علي پاشا  !  هغه څه  چې تا وویل ، هغه ستا فریب  ، ستا غولنه  ده ،  شاید  تا په داسې چاپیریال کې  پالنه موندلي  وې ،   چیرې  چې  تل  ستا خبره  منل شوي وي ، خو دا  یاد  ساته ، چې  نن  زما په دې میلمستون  کې ته نه د  چا له پاره نفرت کیداې شي او  نه د چا  له پاره د افتونو  سمندر ګرځیداې شې . په دې  میلمستون کې  به دا  شپه ستا  له پاره   داسې  شپه  وګرځي چې  په قسمت کې  یي  سهار نه وې  لیکلې .د هغې    دغه  تیرې   شوې  څوګړۍ  به   اوس  ستا  د ژوند اخري  وختونه  وي.    ما تا ته   پخوا وویلې  چې  زما د  لاسونو په یو  پړک  سره به داسې  تیغ وهونکې  خوانان  دې  میلمستون  ته را ننوځي چې ستا د وجود  ټوټې  به  کارغانو او سپیو ته  د خوراک  له پاره ور واچوي .


علي پاشا  په خپل ځاې  باندې ډاډمن ناست و او یونیسیس ته  دکتلو پرته یې  د مخکې نه په زیات قوت  او  غضب ناکه اوازه  سره  وویل :


یونیسیس! ځنډ ولې کوې ؟  کله  چې ته زما  ژوند ختمول  غواړې او د مجدالدین په څیر  باندې ما  هم دخپلې  لارې څخه لرې کول  غواړې  نو  لاس دې  ژر  و پړګوه  او یا  چا ته ور  غږ کړه   تر څو  زه دا هم ووینم  چې  ستا په لاسو کې ، ستا په غږ  کې   او یا  ستا په حکم کې  څومره اغیز  پروت  دې .


دعلي پاشا په دې خبروو باندې  یونیسیس  نور هم په  غضب  شوو  نو په دې خاطر یې  په لوړ  اواز  یو څو  نومونه اخستل  او هغو ېې  ته  یې په  حکمي  لهجې  سره  ورغږ کړ.


ددې  غږوروسته  یونیسیس څو لمحې انتظار  وکړ  او دهغې وروسته د هغه په حالت  کې بدلون  را غې ، دهغه په سترګو کې  غضب ، په څیرې  کې   د  ویرې  او  اندیښنې  ګډی  علامې  را څرګندې شوې .هغه دخپله ځایه  را پورته شو او غوښتل یې د میلمستون  څخه بهر ولاړ  شي  خو  ودرید، ځکه  چې علي پاشا هغه  ته ورغږ  کړ او ورته  یې  وویل :


یونیسیس! په خپل ځاې  کینه ، زه به تا پرې  نږدم  چې دمیلمستون څخه بیرون  قدم کیږدې ،تا ماته   پخوا ویلي و چې ستا  یو اواز  ،  یوغږ  او یا د لاسونو په یوه  پړک  سره  به ستا  تیغ  وهونکی  ځوانان  را  رسیږي  او زما وجود  به ټوټي ټوټې  کوي  او  ما به مرغانو او سپیو ته ور  اچوي . زه  هم همدلته ناست  یم ، ته هم همدلته کینه ، او دهغو  تیغ وهونکو   اننظار  وکړه  چې  ستا په  حکم  به ما هغسې کوې  لکه  څنګه  چې تاوویل :


دعلي پاشا د  دې خبرو  په ځواب کې  یونیسیس  ډیر عصبي  شو او په خپل ځاې  ولاړ و او په ډیر نفرت اوکرکې سره یې  علي پاشا ته کتل او  ورته یې وویل:


علي پاشا !  که  چیرې ما  ستا  دوه  ستر  ورونه اوپلار  وژلي  شول نو تا هم په خپله وینه کې  لمبولې  شم . ته   څه  فکر کوې  چې  زه به ستا د وینا په اساس همدلته  ناست اوسم ، او دخپل میلمستون  څخه به بیرون  و نه وځم ؟


د یونیسیس  په  دغه  خبرې باندې علي پاشا د توپان په څیر دخپله ځایه پورته  شو  او یونیسیس ته  یې  په  سخت اواز  سره وویل :


که چیرې  ته په کوم هوډ ، عزم  ،  غلطي  انګیرنې ، دهوکې  یا فریب   کې   ککړ  شوې یې  نو لږ د خپلې  میلمستون  څخه  بیر ون  شه   او  وګوره !


دهغه  په دې  خبره باندې  یونیسیس  نور هم په غصه شو ، هغه  د میلمستون  ددروازې په لور ولاړ، په دې  وخت کې  علي پاشا ور مخته  شو  او داسې  یو  قوی  سوک یې  یونیسیس  په  خوله وواهه  چې د ډیر قوت  څخه یونیسیس  شاته  پرزمکه   و لګید او را پریوت  .


د علي پاشا  ددغې  قوې  ضربي وروسته  یونیسیس  یو  ځل  بیا را پورته شو او  تریوه وخته  پورې یې  علي پاشا ته د یوه لیوني سپې په څیر کتل  او بیا یې په پوره  غړمبار  سره  علي پاشا  ته مخ کړ  او ورته یې وویل :


علي پاشا ! تا  دلته په دې کمره کې پر ما  لاس  پورته کړ  نو پوه  شه  چې ستا د مرګ  په  پروانې باندې  زما مهر ولګید .  په  دې پښې شپه کې  ستا  دا فتنه  به تا ته ډیره  ګرانه  پریوځي . تا چې  کوم سوک   ماته  راکړ نو یاد  ساته  چې  دهغې  سوک  په  ځواب کې  به  ستا  مخ  ته داسې خلک را شي  چې  ستا  دغه لاس او ستا دغه  مدعا  به  له  یوه  سره تباه کړي ، کله چې  همداسې خلک پر تا باندې  را دننه شي نو بیا  به   په  دې  کمره کې ستا  حالات  په شګو د لیک په څیر  و ګرځی .


علي پاشا  سمدستې د یونیسیس  ددغه ګواښ  په ځواب کې  څه و نه ویل :  خو  په یوه نا څاپه توګه  یې خپله توره د تیکې  څخه  را وویستله ، شاته  تړلې  ډال  یې  په خپلو لاسو کې و نیو، د هغه  په دې  عمل  باندې یونیسیس  چې په دې وخت کې  یې  ټول  وجود  لړزې  اخیسې و نور  هم  په  لړزه شو . بیا علي پاشا  ورته  د میلمستون دروازه  پرانسته ،او دخپلې  تورې  په اشارې سره یې یونیسیس  ته  وویلي :


یونیسیس !  زه  د ډیره وخته  را هیسې  ستا  بک بک اورم ، ستا اوتې بوتې  اورم ، لږ څه د خپل میلمستون  څخه بیرون  را ووځه ، چاته  چې اواز کول  غواړې  اواز  ورته  وکړه ، زه به ووینم  چې څوک شته  چې ستا  د کومک  له پاره  را ودانګي .


دعلي پاشا ددې خبرې  سره  که  له یوې خوا  د یونیسیس  په مخ  باندې   مرګ نڅا پیل کړې  وه   خو دبله اړخه  هغه  لږ څه د ډاډ  ساه  هم واخسته ، هغه په ډیره بیړه د میلمستون څخه  راووت او دحویلۍ  انګړ کې   و درید. علي پاشا  یې  هم تر شا  را روان و .  هغه غوښتل  د اوسیدو  د ځایو په لورې ولاړ شي  خو علي پاشا و رته  په قهر شو او  ورته یې  وویل :


یونیسیس  ! د خپل کور  په انګړ  کې   و دریږه  او بیا  اواز  وکړه، څوک  چې  را بولې  را ویې  بوله ،زه تا  ته اجازه  درکوم  څوک  چې  را غواړ ې   را  ویی غواړه  زه   پرې  کوم  اعتراض  نه لرم .


د علي پاشا د وینا سره سم  یونیسیس  هملته د خپلې  حویلۍ  په منځ کې  ودرید او بیا یې په زوره  زوره  چغې  ووهلي ،


کله  چې هغه  خپل  زور  وواهه  نو علي پاشا  یې په  ورو  ورو  په څټ  لاس  را ښکود او ورته یې وویل:


یونیسیس  !  اوس نو چپ شه ،ما تا ته  د خپلو ملګرو او ملاتړو  د  رابللو  فرصت درکړ ، او تا هغوې ته  غږ وکړ، اوس  زه هم انتظار کوم او ته هم انتظار  وکړه ، نو بیا به وګورو  چې   ستا ملاتړي  څوک  دي  چې  ستا کومک ته راشي  او دکومي  لارې  هغوې  ستا حویلۍ ته را ننوځي .


د شپې  په تیاره کې یونیسیس  په خپل ځاې  ډاډمن و  هغه هیله من  و  چې هغه  خلک چې هغه د خپل  ملاتړ  له پاره  را غوښتې دې نو هغوې  به  تر لږ  څه  ځنډه  پورې  په وسله  سنبال  دلته  را ورسیږي  او دعلي پاشا کار  به  ور ختم کړي . دبله اړخه  علي پاشا  دهغه  څخه هم ډیر زیات  په سکون او اطمینان  ولاړ و ، تر لږه وخته  پورې  چپه  چپتیا وه ، دواړه  چپ چاپ  ولاړ و و نو کله  چې د یونیسیس د اواز  کومه پایله تر مخه  را نغله ، نو علي پاشا ورته وویل :


یونیسیس ! تا وکتل  چې ستا د  اواز  کوم  اغیز  مخ  ته را نغې ، هیڅ  دښمن  بل دښمن ته دومره مهلت   نه شي  ورکولې و، تر دومره وخته پورې  تا  څومره خلک  له منځه وړلاې  شول ، خو یونیسیس  ! که ما غوښتل  د شپې په تیاره کې تا   له منځه یوسم   نو تر دې وخت  پورې  نه یواځې  ته  بلکه  ستا  کورنۍ مې هم  ټوله  له منځه وړلاې  شوه.او په پوره  ډاډ  سره به خپل د اوسیدو  ځاې ته  ستون شوې  هم واې . ماتاته د اواز کولو  مهلت  هم درکړ .ما تاته د خپلو  ملګرو د رابللو  له پاره  پوره وخت درکړ . ته ویني  چې  هیڅوک هم ستا کومک  ته را نه غلل ، خو  اوس  زما د څو  پوښتنو سهي  ځواب  ما ته راکړه . خو که  چیرې تا د  درواغو ویلو  هڅه وکړه نو  بیا به دې دشپې  په همدې  تیاره کې په  ډیره ذلیله  مړینه ووژنم .


په  ځواب  کې  یونیسیس  په ډیره بې وسۍ سره  دعلي پاشا په لور وکتل  او ورته یې  وویل :  ګوره  زما بدترینه دښمنه !   داسهې نه ده  چې  څه  چې ته غواړې  له  ما و پوښتې  ، بلکه  دهغې تر مخه  زه له تا څخه  څو پوښتنې کوم.


علي پاشا د غاښ  چیچنې په څیر  ورته  ځواب  ورکړ او ورته  یې وویل:


نه !…هغه څه  چې  زه درڅخه پوښتم  لمړۍ دهغې  ځوابونه  راکړه . دهغې وروسته  به بیا  ستا د وژلو  تر مخه  ستا  پوښتنې واورم اودهغې  ځواب  به درکړم . تر ټولو دمخه  را ته  ووایه چې مجدالدین  ، دهغه پلار او  ورور  چا چا  وژلي دي ؟ خو دا خبره یادساته  چې  درستاک دواړه  وریرونه  ما  لا  د پخوا څخه  وژلي دي . او هماغه دواړو ستا  نښه راکړې وه ، هغه  ستا په هکله څه نورې خبرې هم  ماته  کړي دي ، د همغه  اطلاعاتو په اساس  به زه  ستا ځواب تلم ، که  چیرې درواغ  دې وویلې نو یاد ساته  چې ته  به د ذلت او خوارۍ په مرګ  مرې ، اوس نو ماته   زما د لمړي  پوښتنې ځواب  راکړه .


د علي پاشا په دې خبره  د یونیسیس وجود  نور  هم لکه د باد  په  څیر  په رپیدو شو . تر لږه ځنډه  چپ خوله و . په دې وخت کې  علي پاشا د شپې په تیاره کې   خپله ځلکیدونکي توره   و خوځوله ، نو یونیسیس  متیقین شو  چې  که درواغ  یې وویل  نوعلی پاشا   به  یې  څټ  ور پرې کړې ، نو په دې خاطر يي د پوره   وحشت او ویره په  حال کې  په ډوب  اواز وویل  چې  :


زما نا څاپې دښمنه واوره ! که  چیرې  رښتیا هم مجدالدین ستا ورور وی نو هغه ، دهغه پلار او ورور درې واړه پنځه کسانو وژلي دي ، دهغو له ډلي څخه دوه کسان تا  لا د پخوا څخه  وژلي دي چې هغوې  د رستاک وریرونه و . دریم یې زه  په  خپله   او څلورم او پنځم ددې  کلي  دوه  کسه  ځوانان دي .       


دیونیسیس د ځواب  په اورید سره  د علی پاشا  په مخ کې  د خوشحالۍ نښې   را څرګندېې  شوې ، ددې  وروسته یې ترې  دویمه  پوښتنه  وکړه  او ورته یې وویل :


تاسو  دا خلک د چا په اشاره او امر  وژلي دي ؟


یونیسیس  په لړزیدلې  اواز  او  نښتې ژبه  باندې  وویل   چې :


په  یونان کې  دپادریانوو او راهبانو  یوه ډله ده  ، دا ډیره  وینه خوړونکې ا و څیرونکې  ډله ده . هغوې د مسلمانانو پر خلاف  یو  محاذ جوړ کړې  دې ، تر هر څه دمخه دهغوې  هڅې  او هاند  دادې  چې  کومې سیمي  چې  دمسلمانانو په لاسو  سوبه کیږي   په  هغې کې کوم مسلمان  مبلغ  خپل کار   و نه شي کولې ،او که  کله هم  کوم  مبلغ  هغې  زمکو ته  راشي نو  د همدې پادیانو د ویناو په  اساس د هغوې  څومره ډلې  چې  خپرې دې  دهغوې  کار  و رتماموي ،  د همدې پادریانو په حکم  چې بل کوم  کار  کول  کیږي  هغه دادې  چې د همدې مسلمانانو  مشرانو  وګړې  وژل کیږي  تر څو  په دې سیمو کې مسلمانان  خپل توان او  نظام ته  ټینګښت ور نه کړاې شي .مونږ  پنځه کسانو هم دهمدې پادریانو په حکم  باندې ستا پلار او دوه  ورونه  به قتل  رسولي دې ، دا په دې  خاطر  چې ستا پلار  دې سیمو  ته د مبلغ په  څیر را غلي و او د پادریانو حکم داو چې  نوموړې باید ووژل شي .


دپادریانو ددې  ډلې  او ددې  انجمن   د لارښوونې  له پاره دوه کسه  ستر پادریان  دی ،  هغوې ته  لاټ  پادریان  هم وایي. دهغوې  دواړو  څخه    تر ټولو     مشر    «کرسپاس »  نومیږې  او دکشر نوم یې «اردیس » دې .  په  یونان کې  دوې  دوه  ستر  مرکزونه  لري . د ګرمۍ په موسم کې دوې د « ایکروپولس  »  په  سیمه کې  تمځاې  لري  ، هلته  یوه  ډیره   پخوانۍ  ګرجه ده چې  په همغې کې دوې خپلې   غونډې تر سره کوي . اودیخنۍ به موسم کې دوې د  «پلوپ»  په   جزیره  کې   تمځاې نیسې  او  دهماغه ځایه  خپله  احکام  صادروی.ددې پادریانو نمایندګان  او  چیلې ، داسې و ګڼه  چې د یونان  په  ځاې  ځاې  کې خواره  واره  شوې دې .د بلغاریه دوه  شهزادګان  «سائرکن  او ایکسلا»  د پادریانو ددې انجمن  او غونډو  عملي ، مالي  او اخلاقي  مرسته کوي


تر دې ځایه  د یونیسیس   خبرې  خلاصې  شوې ، علي پاشا هم د  فکرونو  په امواجو کې ډوب  و ، او دلږ څه  ځنډ وروسته  علي پاشا  بیا د شپې  په  دې  زړه  کې  یونیسیس ته   وویل :


یونیسیس ! تا وویل  چې د دې پادریانو  اجنټان د یونان  په هره  څنډه  کې  خواره  واره  پراته دې ،   نو ددوې  دا نمانیدګان په کومو کومو سیمو  کې  ډیر  فعاله دي ؟  ګوره  چې  درواغ  و نه وایې ، ځکه  ما تا  ته   پخوا هم ویلي دي  چې ما ته د ډیره  خبرو په هکله  له   پخوا څخه معلومات  شته .ستا  څخه یواځې ددې معلوماتو تصدیقول  غواړم . که په  دې  توثیق  کې تا لږ  څه  غلطي  هم وکړه  نو بیا  به ستا په مقدر کې د ذلت او رسوایي  څخه  نور  څه نه وي .


د علي پاشا په دې خبره باندې یونیسیس  تر  لږ څه وخته  پورې  چپ  پاته  شو ځکه  چې  علي پاشا د خپلې تورې  تیره سر د شا  له اړخه دهغه  په  څټ  کې  ور زور کړې و . نو یونیسیس  ورته  وویل :


علي پاشا !  په کوم کلي کې  چې ته همدا  اوس  ولاړ  یې ، نو داسې یې  وګڼه  چې دا دپادریانو تر ټولو ستر  مرکز  دې ، ددې کلي  نژدې ټول  خلک  د پادریانو  ایجنټان او  غړی دي ، دوې   دهمدې  ځایه  دهغوې  داحکاماتو د عملي  کولو  له پاره  بیرون   وځي ، دهمدې  کلي  څخه  د هغوې  څه  نمایندګان  ان  تر  پلوپ او ایکروپولس  پورې  ځي او هلته د  ستر  پادرې  کرسپاس او  کوچني پادري  اردیس  څخه احکامات  تر لاسه  کوي . او بیا   زه  دهمدې  احکاماتو په  رڼاکې  د هغوی د کارونو د  اجرا  له پاره  خلک  ګمارم . داسې  و ګڼه  چې  دا کلي د همدې  انجمن  دې  او زه ددې کلي  سردار  یم .


د یونیسیس  د ځواب  په میندولو سره  علي پاشا نور  هم  ډیر  زیات خوشحاله  شو ، داسې  بریښیده  چې هغه ددې  ځواب  څخه پوره  ډاډمن  شوې  وي. هغه  یو ځل  بیا یونیسیس ته مخ کړ او ورته  یې وویلې :


ایا  ستا دکور  د غړو  څخه  بل  کوم  کس  هم په  دې  ډله کې  شامل دې ؟   


دهغې  دپوښتنې په ځواب کې یونیسیس  وویل : هو …….. زما کشر ان دوه  ورونه  دې  چې دهغوې  څخه یې  یو دلته دې .


علي پاشا دخپلې  تورې  سر  لږ  نور  هم دهغه په څټ کې ور زور کړ او  په تحکمانه شکل  یې ورته  وویل :


په کومه خونه کې  چې همدا اوس  ستا  ورور  شتون  لري  د همغې  لورې  ته ولاړ  شه .


د علي  پاشا  په دې  حکم باندې یویسیس  لږ څه وویرید، لمړۍ  خوشحاله وه  چې  په دې ترتیب  هغه ته دخپل ورور  دژوند د خوندې ساتلو موقع په لاس  ورغلي  ده ، او په دې  تر تیب  هغه  هیله من  شوې  چې  هغوې  به دعلي پاشا پر خلاف کوم  عمل وکړي شي . نو په دې خاطر هغه د انګړ  د اوسیدو  سیمې  په لور  وخوځید، علي پاشا  یې هم  تر شاشا  روان و .


د لږڅه وخت   ورورسته یونیسیس  یوې  خونې ته  ور ننوت ، خو د خونې  دروازې  ته د  رارسیدو سره  سم  هغه  هک پک  شو ، ځکه  په خونه کې ډیر  خلک په  زمکه  پراته و ، د ټولو لاسونه  تر شا تړلې و  او شاوخوا ته یې  څو  مسلمانان  ځوانان،  چې دعلي پاشا ملګري و ،  ولاړ و. یونیسیس  ته د ا  حالات  د هغه دهیلو  پر خلاف  و ، دهغه دمخ  رنګ  تک ژیړ  شوې و، یو  ځل  یې مخ  را واړاوه او دعلي پاشا  په لور یي  په  حیرانونکي ډول وکتل،  هغه غوښتل  څه ووایي ، خو علي پاشا پرې  را دمخه  شو  او ورته  یې وویل :


یونیسیس !  اعتراض  به نه کوي ، زه پوهیږم  چې  څومره کسان  چې په دې کمره  کې پراته دې  ټول ستا د کورنۍ  غړي دي ، او   کومو  خلکو  چې دهغوې  لاسونه  ورتړلي دي  او ورته ولاړ دی دا ټول  زما د لښکر  ځوانان دي . یونیسیس !  اوس نو دخپل  زړه  په کتاب کې  ولیکه  چې  زما وسله  والو ځوانانو ستا  حویلۍ اوټول کلي  په محاصره کې اخستي ، اوس  نو د شپې په دې تیاره کې نه څوک  ددې کلي  څخه  بیرون  تللې شی او نه د بهر څخه ورسره  څوک  څه کومک او مرسته کولي شي . اوس نو ته داسې وکړه  چې خپل  ورور  دې دهغو دوو  ځوانانو په لور واستوه  چې  زما د پلار او ورونو په وژلو کې  لاس  لري ،تر څو هغوې دلته راشي او زه دهغوې څخه ستا تر مخه  پوښتنه وکړ م . خو خپل  ورور  ته دې ووایه  چې که هغه  په  لاره کې د څه کولو  شرارت وکړ  او یا یې کومه غلطه  لوبه  کول  زړه  وغوښتل نو زما څو کسه  وسله وال  ځوانان  به دهغوې  سره وي  او هغوې به یې د څټونو په وهلو کې  لږ څه ځنډ هم  و نه  کړی . ما تا ته پخوا  هم ویلي دې چې   ټول کلي  زما  د عسکر و په محاصره کې پروت دې ، اوهیچا ته  به ترې د خوندې وتلو  اجازه  ور نکړم . دا هم  باید  تا ته څرګنده کړم  چې  زما عسکر  نه یواځې  کلي  په محاصره کې اخستي دې  بلکه د کلي  دننه  کوڅې هم د هغوې په واک  کې دي . او که  هر چا دلته  یا په کلي  کې د غلط  حرکت کولو  هڅه وکړه  نو کلي  او کوڅي  به یې  په  وینو  ولړم . اوس  نو ته خپل  ورور په ټوله معامله  و پوهوه ، او هملته یې  ور  واستوه ،  زما وسله وال  ځوانان  به دهغوې سره یو ځاې وې .


علي پاشا  یونیسیس  پریښود  چې  ورشي او خپل  ورور  وپوهوی ، یونیسیس  هم تر ډیره  ځنډه  خپل ورور ته پټی  خبرې وکړی ، هغه  ددې دواړو  ورونو دخبرو  د اوریدو  هڅه  و نکړه ، کله  چې  یونیسیس  بیرته په شا شو  نو بیا  یو څو کسه  وسله والو ځوانانو ته  علي پاشا  اشاره وکړه  او هغوې د یونیسیس  ورور  له ځانه  سره کړ او دحویلۍ نه بیرون  را ووتل .


د هغوې د تللو وروسته  علي پاشا یو ځل  بیا  یونیسیس ته مخ کړ او ورته یې وویل : یونیسیس  زه پوهیږم  چې دوې ټول  ستا دکورنۍ  کسان دي  زه نه  غواړم  چې  ستا حالت هم  دهغوې په څیر  شي ، هلته مخامخ  په هغه خالي ځاې کې  چپ  چاپ  کینه ، که  چیرې دکوم  غلط  حرکت کولو  هڅه دې  وکړه  نو زما دا وسله  وال  ځوانان   چې دلته ولاړ دي ،  دوې  به نه  یواځې  تا بلکه  ستا ټوله کورنۍ  به  په  وینو کې  لت پت کړي .


یونیسیس  چپ چاپ  مخته ولاړ  او په هغه خالي  ځاې کې کیناست  چې علي پاشا ورته  په ګوته کړې و.  علي پاشا د خپلو وسله ال ځوانانو  تر څنګ  ولاړ و او د یونیسیس  د ورور د بیرته را ستنیدو  انتظار یې کاوه . لږ ځنډ ورورسته دعلي پاشا وسله والو ځوانانو د یونیسیس ورور  بیرته  را وست  ، له دوې سره دوه کسه نور ځوانان هم  وول ، دهغوې  لاسونه  د شا  له  خوا  تړل  شوې و . هغوې  یې  را وستل او  دعلي پاشا تر مخه یې   ودرول .  او  ورته یې  وویل  چې  :


علي پاشا ! دغه  هغه دوه کسه  ځوانان دي  چې تا  را بللي و.


علي پاشا  لمړۍ د خپلو وسله والو ځوانانو شکریه وکړه  او بیایې یونیسیس ته  وکتل او ورته یې وویل :


یونیسیس  !  ایا  دا هماغه  دواړه ځوانان  دی  چې  تا  ددوې  سره یو ځاې  مجدالدین او دهغې  ورور اوپلار  درې  واړه  وژلي  و .


یونیسیس  خو په خوله  څه و نه ویل  خو بیا یې  دغم  او درد نه په ډکه توګه  خپل  سر و خوځاوه ، ددوې ددې    خبرو  څخه دهغو دواړو  ځوانانو  څیرې  اورنګ  تبدیل  شوې و


اوس نو  د یونیسیس  نه اخوا د علي پاشا  سترګې په دغو دواړو  ځوانانو و لږیدې ، تر لږه  وخته پورې  یې  ددوې  دواړو  دسر نه  تر پښو پورې  کتنه وکړه  او بیا یې ورته  وویل :


ایا تاسو  دواړو  د یونیسیس او د تولک  نومې  کلي رستاک  ددواړو  وریرونو  سره یو ځاې   مجدالدین او دهغې مشر  ورور او پلار  وژلي دي  چې  دلته ستاسو سیمې ته د  تبلیغ  له پاره  راغلي و؟


دعلي پاشا ددې پوښتنې سره سم دواړو  ځوانانو خپل سرونه  ښکته وغورځول ، هغوې  خو په خوله څه نه    ویلې  خو دهغوې په دې  حال  باندې علي پاشا  نور هم په  غضب  شو او د  پخوا  څخه زیات  په ترخه  ژبه  یي  وویل :


ماتاسو ته د چپ کیدو  له پاره نه دې ویلي ،ما ستاسو څخه پوښتنه کړې ، دپوښتنې ځواب  راکړئ ،که  چیرې زما  د پوښتنې  ځواب  را نه کړئ  نو یاد  ساتئ چې  زه به تاسې دهمدې خوني په فرش  باندې  را وپرزوم  او خپلو عسکرو  ته  به حکم وکړم  چې ستاسې  یو  یوغړې   پرې  کړي  ،  هغوې  به  په ډیره   ویرونکي توګه  ستاسې  د وجود اندامونه پرې کړي ، ستاسې  ښه   په دې کې دي  چې  هر  هغه څه  چې  زه یې پوښتنه کوم دهغې سهي  سهي  ځواب  راکړئ،


علي پاشا ددې  خبرو  وروسته  لږ څه  ځنډن شو ، څه  فکر  یې وکړ ،  یو نظر یې   په خپل  مخکې  ولاړو  ځوانانو باندې  وکړ  اوبیا یې  په  زور   وویل :


واورئ  اې  قاتلانو ! زه  تر ډیره  وخته  پورې  ستاسې  چپتیا  نه شم زغملاې ، ما چې  در څخه  څه پوښتلي  دهغې  ځواب  سمدستي  راکړئ ، ددې خبرې  سره سم  یې خپله  ځلیدونکې توره  دهغوې تر مخ  و خوځوله ، د تورې  ددې  ډول   خوځولو  خاص  اغیز  وکړ . هغوې دواړو  بیا یوبل ته   په  سوالیه توګه وکتل  اوبیا یې  یوه  وویل :


که چیرې  یونیسیس  ددې خبرې اقرار کړې وي  چې هغه زمونږ  سره یو ځاې  مجدالدین ، دهغه مشر ورور  اوپلار  ټول وژلي  دي نو بیا خو  زمونږ  سره  ددې  نه پرته   بله  لار نه شته  چې مونږ  هم  ددې  وژلو  اقرار وکړ و.


دهغوې دواړو  په دې اقرار  باندې د علي پاشا  قهر او  غضب  نور   هم  زیات  شو. او  تر خپلې  مخې  ولاړ  ځوانانو ته یې  وویل :


اې دتیارو  شيطانانو واورئ !  اې  زما د پلار  او  دوو  ورونو  قاتلانو !  ما ستاسو پر خلاف  د انتقامي  عملیاتو لار خپله  کړې ده . که  چیرې  تاسې ددې  عملیاتو  تر مخه   د چا څخه  کومک او بسپنه  تر لاسه  کول  غواړئ او یا  څوک  زما پر خلاف را غواړئ  نو  را ویي  غواړئ  ، زه  به همدلته لږ  څه  ځنډ وکړم  او دهغې وروسته به ستاسې پر خلاف  حرکت وکړم.


هغوې دعلي پاشا ددې خبرو  ځواب  ور نه شو کړاې ، تر لږ  وخته  پورې  علي پاشا  هغوې ته  کتل  بیا یې  په خپل  څنګ  کې ولاړو    وسله والو ته  خاصه  اشاره وکړه ، هغوې  را غلل او دغه دواړه  ځوانان  یې  یوې لورې  ته یوړل . او  د دواړو  سرونه  یې ور پرې کړل.


دسرونو د پریکولو په وخت کې هغوې  ډیرې  زیاتې  چغې او نارې ووهلي  دهغوې ددغه  حالت به کتلو  سره  دیونیسیس  او دهغه دکورنۍ د غړو  حالت  هم  بدل  شو .


د هغوې دواړو د وژلو  وروسته  علي پاشا  د یونیسیس  تر څنګ  راغې  دهغه  سره خپله   لوڅه  توره  په لاس کې وه. یونیسیس  ډاډ من  شوې  و  چې  علي پاشا  به دهغه  سره  هم  ورپرې کړې ، خو هغه ته د رارسیدو  سره  سم علي پاشا  خپله توره  په  تیکې کې  کیښوده  او یونیسیس ته یې وویل :


یونیسیس !  زه نه غواړم  تا د شپې په تیاره کې  ووژنم ، زه  په دې خونه کې  له تاسره  نژدې کینم او شپه  به  سبا کړم  ، سهار  به زه ددې  کلي  ټول  خلک  له کلي  را باسم ، زاړه ،  معذور  ، واړه  او ښځې  به  معاف کړم ، اود ټولو هغو ځوانانو سرونه  به پرې کړم     چې ددې کلي اوسیدونکې  دې   . ځکه ستا د  وینا په اساس ددې کلي ټول  ځوانان  وحشي  او د  ړندې جذبي  خاوندان  دي   اود پادریانو او  راهبانو  د انجمن  ایجنټان  او سرتیرې دي. اوس  ته هم همدلته کینه  شپه  تیره کړه و اوبیا به  سهار ته  د خپل  ټول کلي  د خلکو سره د خپلې  بې  وسۍ  انجام  ووینې.


ددې خبرو  څخه وروسته  علي پاشا  بیرته  شا ته  شو او تر  را تلونکې  سهاره  پورې  یې دخپلو  ملګرو  سره  یو ځاې ددې  شپې  د تیریدو  انتظار وکړ .


*****۲۳


په دغه ورځ  کله  چې د ماښام  د تیارې  د  خپریدوسره  سم ښایسته او ښکلې ریونا  په منډو منډو د نریوس  په کور  ور ننووته.  نو  نریوس  په  یوه  خونه کې ناسته  وه  او خپلو دواړو  کوچنیانو  کندام  ، خیسار او خپلې  زړې مور ته   یي  غذا  ورکوله  ،  په خپله  یې هم دهغوې سره یو ځاې  ډوډۍ خوړله ، څرنګه چې ریونا په منډه باندې د نریوس  خونې ته  ور ننوتې  وه  نور نریوس  سمدستي  خپل لاس  د ډوډۍ  څخه واخیست ، د نریوس  دا  حال  د ریونا  له پاره  د زغم وړ  نه و . هغې خپل ځان  سنبال کړ  . خو څرنګه  چې نریوس  او دهغې مور او دواړو کوچنیانو  ډوډۍ خوړله ، نو په دې خاطر یې سمدستي خپله وضعه  بدله  کړه  او په خندا یې  نریوس  ته وویل :


نریوس  خورې ! اول ته  ژر ژر  ډوډۍ  وخوره ،  د هغې وروسته به زه تاته  یو ډیر ښه  خبر واوروم .


د ریونا ددې  خبرې  سره  نریوس   ډاډمنه  شوه ، هغې  ژر ژر  خپله ډوډۍ  وخوړه ، د دې  تر څنګ  دهغې کوچنیانو او مور  هم  خپله  ډوډۍ  خوړلې  وه ، بیا نریوس  د خپلې  ډوډۍ  لوښې  سره را ټول کړل او  هغه  یې  هلته  پخلنځي  ته  ورسول ، کله  چې هغه  د  پخلنځي  څخه  را  ووته،  نو په همدې  وخت کې د ریونا پلار  رستاک او مور  کیتهنا   هم  را ننوتل ، دهغوې په دې  بې وخته  راتګ  باندې  نریوس  لږ څه حیرانه غوندې شوه . هغه داسې  و ګڼله  چې  کومه  ستره  غمیزه  شوې ده ، نو د پخلنځي   څخه  د  را وتلو  سمدستي وروسته  هغه  دریونا  لورې ته ورغله  او  ورته  یې وویل :


ریونا ! کله  چې ته  زمونږ حویلۍ ته  را ننوتې  نو په هغه وخت کې  ستا  د څیرې  حالات  څه نور  و  خو کله چې  تا وکتل  چې   زه  ډوډۍ خورم  نو تا  هغه تاثرات  په  خوشحالۍ  باندې بدل  کړل ، زه په  هغه وخت کې  په تا پوه شوم  خو څه مې  ونه  ویل  ، خواوس  مې چې ډوډۍ وخوړه  نوو مې کتل  چې  ستا  مور اوپلار  هم  را غلل نو داسې  بریښې  چې  دا کومه  معمولي پیښه  نه ده .


تر دې وخته  پورې  رستاک  او کیتهنا  هم په خونه کې  کیناستل ، نو بیا په کمرې  کې  ریونا  نریوس  ته  وویل :


نریوس خورې ! څرنګه  چې تاسو  څلور واړو   ډوډۍ  خوړله ، نو په دې خاطر د ډوډۍ  په وخت کې ما نه غوښتل  تاسو  په کوم  فکر  کې واچوم ، په حقیقت کې  زه  ، زما  پلار او مور  درې واړو د علي پاشا په هکله  اندیښنه درلوده .


ریونا  تردې ځایه  خبره وکړه  چې  نریوس د  غم ، اندیښنې  او فکر  تر منځ د هغې  خبره  غوڅه کړه  او  ورته یی  وویل :


ریونا ! ته  ما ته  زما د ورور علي پاشا  په هکله څه  ویل  غواړ ې؟ خداې دې  نه کړ ې ایا هغه په کوم  مصیبت کې  نښتې دې؟ یا کومه  بله  پیښه  خو نه  ده    شوې ؟ 


دهغې په دې خبره  باندې ریونا  یو ځل بیا  خبره  بیل کړه .


نریوس !  ته  مه اندیښمنه  کیږه ، که څه هم   زما  مور او پلار د علي پاشا په هکله  اندیښمند  دي  خو زه  هیله منده یم  چې  د کوم کار داجرا  له پاره  چې  علي پاشا  تللې  د هغې  څخه  به کامیاب اوبریمند را ستون  شي . خوګوره  زه  تاته  په تفصیل  سره وایم  چې :


نریوس  خورې !  زه خبره  شوې یم  چې  علي پاشا  د رومیل  په ولایت کې  د خپل  لښکر سره یو ځاې  زمونږ د کلي تر څنګ  خیمه  وهلي ده . په دې خاطر   چې سلطان بایزید یلدرم او علي پاشا د سرویه پادشاه اسټیفن  لښکر ته ماتې ورکړې ،اسټیفن  خپله خور  ډسپنا  سلطان  ته  واده کړې ، بایزید  له دې وروسته د خپل  لښکر سره یو ځاې بروصې ته ولاړ ، او علي پاشا  تیره شپه  یو ځل بیا  زمونږ دکلي تر څنګ  پړاو کړې دې . کله چې ما ته او زما مور  اوپلار  ته  په دې هکله خبر  راورسید  نو مونږ درې واړه د علي پاشا سره دکتلو له پاره دهغه خیمې ته ورغلو  د ورتللو نه وروسته   چې  مونږ ته دهغه  په اړه  څه  څرګندنې  وشوې  نو هغو څرګندونو نه یواځې  زه بلکه زما مور اوپلار  هم حیران او اندیښمن کړل.


نریوس  خورې ! د علي پاشا په هکله  زما اندیښنه  یوه  قدرتي خبره  ده . زه  تر  اوسه   په دې  نه پوهیږم  چې د علي پاشا  سره  زما دومره اندیښنه  ولي  شته ؟ خو ما خپل  ځان په مکمله  توګه  علي پاشا ته منسوب کړې دې . زما مور  اوپلار هم په ذهني توګه  دا منلې ده  چې  زه دهغوې سره  د علي پاشا  امانت  یم . په  دې  لړ کې ما علي پاشا ته یو لیک  هم استولې و خو ماته  د علي پاشا  لخوا دهغه  خط په  هکله کوم ځواب  را نغې . زه  په دې هکله  کومه  شکوده او ګله  هم  نه کوم . ځکه  چې  هغه په دې وختو کې  په  جنګونو کې   مشغول  و . هغه ته به دهغې   خط د لوستلو وخت  هم  په سختۍ  سره  پیدا شوې وي.


بلې ! ماغوښتل تاته ووایم ، چې  کله  چې مونږ درې واړه دعلي پاشا خیمي ته ورغلو  نوهلته د علي پاشا نیمایې  لښکر  و او دهمدې  نیمایي لښکر  سالارانو او قومندانانو  زمونږ  ډیر ښه  استقبال  وکړ ، هغوې هملته د علي پاشا  په خیمه کې  زمونږ  میلمستیا وکړه  او دخبرو اترو په وخت کې مونږ ته وویل  چې علي پاشا په خیمه کې نشته . هغوې  غوښتل  مونږ درې  واړه  هملته  تم کړي  خومونږ  موافقه و نه کړه نو بیا هغوې مونږ ته  په تفصیل  سره  خبره وکړه.


نریوس !  ددې نه مخته  ماته هم  معلومه  نه وه  او تا ته  به هم په  دې  اړه  کوم  معلومات  نه و  خو زما پلار د علي پاشا  د دواړو  ورونو او د هغه دپلار  د قاتلانو د نښې نښانې د پیدا  کیدو  له پاره  څه کسان ټاکلي و، هغوې  زما پلار  ته  اطلاع ورکړې  وه  چې  زما د کاکا کلي  دهمدې  مجرمینود ناستې  ځاې  دې  ، زما پلار ته د ا  خبر  هم را  رسیدلې و چې  په  یونان  کې  د راهبانو اوپادریانو یو  انجمن کار کوي ، دا  انجمن  چې   دې سیمو ته هر مسلمان مبلغ  د  راتلو  څخه خبر شي نو هغه سمدلاسه  له منځه وړي ، اوزما دکاکا  کلي د همدې انجمن  د ایجنټانو او سرتیرو  څخه  ډک  دې  ، زما دواړه د کاکا  زامن  چې  غوښتل  یې ما  له ځانه  په  زور  یوسي ، خو دعلی پاشا په لاسو  ووژل  شول  او زه یې ترې  را ازاده کړم ، هم د همدې  راهبانو او پادریانو  د انجمن سرتیرې و.


ما ته ددې  ټولو خبرو  په هکله  هغه وخت  معلوما ت  پیدا شو  چې  علي پاشا  زما د خلاصون  له پاره زما دکاکا  د زامنو  لاره و نیوله ، هغوې د علي پاشا په لاسو د وژل کیدو  تر مخه  د ا ډاګیزه کړې وه  خو زما پلار ددې  خبرو  څخه د مخه  خبر  شوې و، هغه  ماته دا ډول  تفصیل  نه  و راکړې . هغه په حقیقت  کې د علي پاشا  د پلار او  ورونو د قاتلانو په لټون  پسې  و . خو قدرت  په خپله داسې  فرصت  برابر کړ  چې  زما  دکاکا د زامنو په لاسو زما دتښتولو په وخت  کې  ،د قاتلانو د لارې  دنیولو  په وخت کې  علي پاشا ته  دا  ډاګیزه  شوه.  یواځې  زما دکاکا  زامن  قاتلین نه و بلکه  په دې  قتل کې  دهغوې  دکلي  مشر هم  ورسره  شریک  و . دهغه  نوم  یونیسیس  دې او ددې  ټولو  قاتلانو  مشري په  غاړه  لري ، یعنې ددې کلي  ټول  وګړي   د یوې مجرمي  مافیا په څیر  د همدې  انجمن د راهبانو او پادریانو  سره  اړیکي لري .


نریوس  خورې ! مونږ ته  د اندیښنې خبره  داده  چې  علي پاشا   په  خپله  د خپل نیمایي  لښکر سره  دهمدې کلي په لور ورغلي دی ، زه  فکر کوم  چې هغه به ددې کلي د سردار  یونیسیس او ددې کلي د پاته خلکو  څخه انتقام  اخلي .مونږ په دې خاطر اندیښمند یو  چې ددې کلي د محاصرې  په وخت  کې هسې نه   چې علي پاشا ته  زیان  و نه رسیږي ،  خورجانې !  دا  هغه  خبره وه  چې  ما غوښتل  له تاسره  یې  شریکه  کړم  اوهمدې خبرې زه اندیښمنه کړې یم .


د ریونا په  دې خبرو  باندې نریوس  هم  د غم په  فکر کی  ډوبه  شوه. مور یې  هم د اندیښنو  به  بحر کې  و غورځیده  او کوچنیانو باندې  یې  هم ډیر  بد اغیز  وکړ .خو بیا نریوس  خپل ځان  سنبال کړ او  ریونا ته یې  مخ کړ او ورنه  یې و پوښتل ،


ریونا ! که تاسې درې واړه هلته د علي پاشا خیمي پورې تللې وۍ،نوهلته خو مو داپوښتنه کولي شوه  چې علي پاشا  به کله بیرته د خپل  مشن  څخه  راستنیږي ؟


ریونا سمدستي  ځواب  ورکړ .


مونږ د علي پاشا  د سالارانو څخه دا وپوښتل ، خو هغوې ته دعلي پاشا د بیرته را ستنیدو په اړه هیڅ  معلومات نه و. زما پلار ،مور او ما  درې واړو مشوره وکړه  چې مونږ دهمغه  کلي په لور ولاړ  شو ، خو بیا مو فکر  وکړ  چې معلومه نه ده  چې هلته به حالات  څه ډول وي  او دا چې  علي پاشا به  هلته  زمونږ په  ورتګ  خوشحاله  شي  او که نه . نو په دې خاطر مونږ درې واړه  ستا  لورې ته راغلو .


نریوس  د ځواب  په  اړه  لږ څه  فکر وکړ . او بیا یې وویل :


زه به  ډوډۍ  تیار کړم ، لمړۍ  ډوډۍ  وخورئ  بیا به کومه  پریکړه وکړو . خو زه  فکر کوم  چې هغه  به د شپې دشپې  خپله موخه  تر لاسه کړي او خپل  پلان  به  تکمیل کړي ، مونږ باید  سبا سهار  د علي پاشا خیمي ته ولاړ شو ، زه  فکر کوم  چې علي پاشا به د خپل  مشن د پوره کولو  وروته سبا سهار خپلې  خیمي ته بیرته  راستون شي . هملته  به دهغه سره په تفصیل سره خبره  وکړو. اوس  تاسو درې واړه کینئ   چې زه درته  غذا تیاره کړم .


دهغې ددې خبرې په ځواب  کې  کیتهنا سمدستي  وویلي:


نریوس  لورې ! تا ته دڅه کولو  اړتیا نه شته  لکه  څنګه  چې ریونا وویل  ،کله چې موږ دعلي پاشا خیمي ته ولاړو نو د علي پاشا  سالارانو  نه یواځې مونږ  ته ډیر ښه  راغلاست ووایه  بلکه مونږ ته یې ډیرښه میلمستیا هم  راکړه . مونږ  درې واړو  هملته  په مړه  ګیډه  ډوډۍ  وخوړله، او دهغې  وروسته  ستا لورې  ته  راستانه  شو.


د کیتهنا ددې خبرو په  واسطه نریوس  تر یوه ځایه  ډاډه  شوه او بیا یې  وویل:


که چیرې تاسې  رښتیا هم ډوډۍ خوړلې وې او بیا راغلي یاست نو زما  غوښتنه  داده چې نن  شپه  به تاسې درې واړه  دلته  زما سره  تم کیږئ. سبا سهار وختي به  دعلي پاشا  سره د کتلو  له پاره د هغه خیمي  ته  ورشو .


کیتهنا ،ریونا او رستاک د  نریوس  په دې وړاندیز  باندې  په خپلو کې مشوره وکړه اوبیا  ریونا  نریوس ته وویل:


نریوس  ! مونږ درې واړه  ستا دا وړاندیز منو ، نن شپه  همدلته  له تاسره پاته کیږو، بیا به سهار وختي  د علي پاشا  د خیمي  په  لور  ورشو .


نریوس  سمدستې  له خپله ځایه  پورته  شوه  او دهغو بسترو  تر څنګ  چې دخپلې مور او کوچنیانو له پاره یې  خپرې کړې وې  په  بله خونه کې د ریونا او دهغې د مور اوپلار  له پاره هم بسترې  اوارې کړې ، ریونا  هم ورسره  په  دې  کار کې  ډیر کومک وکړ.


پرلپسې لري…..