کور / نثر / د مینې ډولونه

د مینې ډولونه

د مينې ډولونه:
ښايي نژدې هرچا اورېدلي وي چې مينه ړنده او مين ړوند ده. دا خبره تر ډېره بريده سيي ده، هغه داسې چې يو مين يواځې د هغه څه په اړه سوچ او فکر کوي چې ورسره مينه لري، لدې امله په هرڅه کې خپله مينه لټوي، له نورو ټولو چارو څخه بې پروا وي او يواځې خپله مينه ګوري.
چې دوه مين سره يو ځای وي په نورو خلکو د ړندو ګومان کوي نه.
ولې د يادونې وړ ده چې مينه او مين هم په څو ډوله دي.
د بېلګې په ډول:
1. د خدای پاک مينه
2. د ښکلا مينه
3. د پيسو مينه
4. د واک او قدرت مينه
5. او داسې نور.
هېره دې نه وي چې هر څوک تر څه کچې لدې ټولو څيزونو سره مينه لري، ولې د اسلام سپېڅلی دين د مينې د ټولو ډولونو تر منځ د يوه انډول(توازن) زده کړه ورکوي. او کله چې دا انډول خراب شي ځنې ناوړه پايلې ترې لاس ته راځي. د موضوع د ښه روښانه کولو په موخه غواړم دهر ډول مينې په اړه په لاندې ډول يو څو ټکي وليکم.

1. د خدای پاک مينه:
د مينې دا ډول تر ټولو غوره مينه ده. دا چې يو مين خپل ځان د خپل محبوب د خوښ ساتلو او رضاء لپاره يوه وسيله ګرځوي نو دلته هم مين د خپل ټول ژوند موخه د لوی څښتن رضاء ګڼي او له ټولو لارو څخه کوښښ کوي چې د لوی څښتن(ج) رضاء لاس ته راوړي.
د هر ډول چارې سره چې مخامخ کېږي نو هغه د اسلام د سپېڅلي دين په تله کې تلي، که د اسلام د دين سره په ټکر کې وي او د لوی څښتن رضاء پکې نه وي نو له هغې څخه ځان ساتي او که د هغه د رضاء لامل کېږي نو په ډېره مينه ېې کوي.
قران کريم فرمايي (المسلم اشد حبا للله – د مسلمان تر ټولو ډېره مينه د الله پاک سره وي)
پيغمبر(ص) فرمايي چې ( تاسو تر هغې پورې يو بشپړ مومن نشۍ کېدای ترڅو د خپلو والدينو، اولادونو او ټولو خلکو څخه له ما سره ډېره مينه ونه کړئ).
د يادونې وړ ده چې دا رښتينې مينه ده او دې ډول مينانو ته د ړانده خطاب کول هم غلط برېښي، ځکه د دوی سترګې په حقيقت رڼې شوي.
ښايي دا مينه کله کله د لېونتوب کچې ته ورسېږي، دا نو هغه وخت وي چې زمونږ غوندې عاجز خلک ښايي دا حق ونلري چې د دې ډول لېونو په اړه څه ووايي. بس يواځې په همدې به بسنه وکړو چې لوی څښتن پخپله ښه پوهېږي چې د خپلو دا ډول دوستانو سره څه ډول چلند وکړي.

2. د ښکلا مينه:
د ښکلا سره مينه هم نژدې د هرچا په فطرت کې نغښتې ده ولې که چېرې دې کچې ته و رسېږي چې د خدای پاک او د اسلام د سپېڅلي دين مينه ترې هېره کړي نو خورا ناوړه پايلې لري. د بېلګې په ډول ښايي انسان ناوړه جنسي اړيکو او ټولنيز فساد ته وهڅوي. پدې اړه واېې چې کله يو مسلمان يو ښکلی حسن وګوري نو بايد سمدستي دا فکر وکړي چې هغه ذات به څومره ښکلی وي چې دا ښکلی حسن ېې پيدا کړی.

3. د پيسو مينه:
د پيسو مينه هم نژدې هر څوک لري ولې پدې کې هم انډول(توازن) ته پاملرنه ډېره اړينه ده. که د پيسو سره په مينه کې انډول ونه ساتل شي او دا مينه دې کچې ته ورسېږي چې د اسلام د سپېڅلي دين لارښودنې پکې له پامه وغورځول شي نو ښاېې لاندې ناوړه پايلې ولري.
– ښايي دا ډول مينان په غلاوو لاس پورې کړي.
– ښايي چې د پيسو په بدل کې وژنې وکړي.
– ښایی چې بډو او رشوت ته لاس واچوي.
– ځنې وخت ښايي د پيسو مينان ټول انساني ارزښتونه تر پښو لاندې کړي، د اخلاقي فساد مرکزونه پرانيزي او پدې توګه د پيسو د لاس ته راوړلو لپاره ټولنه فاسده کړي…………………..

4. د واک او قدرت سره مينه:
په واک او قدرت مين وګړي ترټولو بد مينان دي. له بده مرغه چې د لږ شمېر سياستوالو پرته ښايي ټول سياستوال پدې ډول مينانو کې شامل وي.
په قدرت مين خلک له هرې روا او ناروا وسيلې څخه کار اخلي خو سياسي واک لاس ته راوړي.
په خوله کې جادو لري، ولسي وګړي تېرباسي او هغوی د خپل سياسي واکمنۍ د لاس ته راوړلو د وسيلې په ډول کاروي.
درواغ وایی او خلکو ته دوکه ورکوي.
مالي سرچينې ېې ولکه کوي او لدې لارې هغوی د خپلې واکمنۍ منلو ته اړ باسي.
ډېرځل دا مينان د اسلام په سپېڅلي دين هم سوداګري کوي، د دين يواځې هغه احکام پلي کوي چې ددوی په ګټه وي او هغه احکام چې د دوی واکمنۍ ته زيان رسوي له پامه غورځوي.
د وګړو د پاکو احساساتو څخه ناوړه ګټه اخلي، هغوی ته وسله په لاس ورکوي او ديوبل وژلو ته ېې تياروي.
ځنې د قدرت مينان د اسلامي ورورولۍ په ځای ژبنيو او توکميزو توپيرونو ته لمن وهي، په ټولنه کې مېشت ورونه قومونه يو بل ته دښمن جوړوي او لدې لارې خپله واکمني لاس ته راوړي.
په بېلابېلو پلمو د سولې د راتلو مخه نيسي او يواځې پدې شرط سوله غواړی چې د دوي واکمني پکې تضمين وي.
له هر ډول چل ول څخه کار اخلي او خپله ډله که ډېره لږ هم وي د ولسواکۍ تر چتر لاندې واک ته رسوي.
خپل مخالفين په بېلابېلو لارو ځپي، د پرمختګ مخه ېې نيسي او په سيمو کې ېې د جګړې اور بلوي.
يواځې يو يا دوه وګړي نه بلکه نژدې ټولې ټولنې ته دوکه ورکوي.
(پيغمبر (ص) فرمايي: څوک چې چاته دوکه ورکوي هغه زما د امت څخه نده).
کله کله دا مينان د هېواد او ټولنې په خپلواکۍ هم سوداګري کوي، د بېګانه و لمن ته ځان اچوي، خپلواکي پرې پلوري او د هغې په بدل کې ځانونه واک ته رسوي.
دا چې مينه ړنده ده نو دا مينان هم يواځې خپله واکمني ويني او وينې توېېدو، د خلکو بې کوره کېدو، غريبۍ او …………………………………… نورو ستونزو ته ړانده دي.