کور / کیسه / دجامعه حفصه ،پېغله

دجامعه حفصه ،پېغله

متن : داسلام آباد سړکونه او څلورلارې له مظاهره چيانو ډک وو.په سړکونو په تورو څادرېو کې پټې ميرمنې ولاړې وي چې په لاسونو کې ئې لرګي وو او په لرګو پسې سپينې چيرې ځړيدلي، په چيرو ليکل شوي و :”لا اله الا الله محمدرسول الله”
دځينو په لاسونو کې د “موږ داسلامي شريعت نفاذ غواړو!” شعارونه ليدل کيدل. دستيج په سر يوه مولانا اورنۍ وينا اوروله . دهغه په غږ کې رعب او شدت وو ، دا سې رعب چې زړونه يې لړزول ،ځکه هغه قرآنې اياتونه لوستل.
مظاهره تر ماښامه روانه وه ،له هر لوري شعارونه او چيغې وي، زنده باد او مرده باد فضا نيولي وه.
ماښام ستړي مظاهره چيان دسره جومات په لور روان شول .دجامعه حفصه پيغلې خپلې مدرسې ته راغلي . په مدرسه کې هم ګڼه ،ګوڼه وه ، که څه هم ټول ورځ په مظاهره کې ول ، خو اوس يې هم په څهرو دستړيا اثار نه ښکاره کيدل ، هغوى خوښې وي، دحق دپيغام په رسولو خوښي!
رقيه خپلې کوټې ته راغله ، توره چادري يې ايسته کړه او پر چپرکت کښېنسته.هغې فکر کاوه ،خپل تنکى ورور،مور او پلار ئې وريادشول.پوره يو کال مخکې دا له سوات څخه په همدي مدرسي کې دداخلې لپاره راغلي وه ، هغې په سوات کې هم په يوه مدرسه کې زده کړي کړي وي.
کله چې ئې په هغې مدرسه کې زده کړي پاى ته ورسولي ، پلار ئې دنورو ديني زده کړو لپاره دحافصې جامعې ته راوليږله، دخداى په آمانۍ په مهال يې پلار ورته ويلي و:
“بچۍ ! په زده کړو کې کوښښ کوه ، نه يواځې ددې لپاره چې په خپله دين ښه زده کړي بلکې ددي لپاره هم چې سبا بيا دسوات همدي معصومو پېغلو ته چې له دينې زده کړو بې برخې دي او مدرسې ته نشي تلاى ، يو څه ور زده کړي.
لوري! زموږ ګران رسول صلى الله عليه وسلم په هر مسلمان نر او ښځې دعلم زده کړه فرض کړيده ،ته هم هڅه وکړه چې دينې علم زده کړي ، په قرآن ځان پوه کړه، او له ځان سره تعهد وکړه چې زه به همدا قرآن داسلامي امت هرې لور او بچي ته رسوم.
لورکۍ !په دين ټينګه دريږه ، که څه هم شهيده شي.ما، ته دخداى دين ته وقف کړي يې او په هغه مې سپارلې يي ،ځه الله دى مل شه!”
دمور خبرې ئې په غوږو کې ګرځيدې :”رقيې!هلته چې لاړه شي خپل ستر او عزت ساته، هلته به ټولې پردۍ انجوني وي ، ګوره چى هغوى ته مو پزه پرې نه کړي. په سبقانو کې دي کوښښ کوه، له دې سره دمور په سترګو کې اوښکې راغلي ،دايې په باړخوګانو مچ کړه او ويې ويل :”ځه لوري! په الله مي سپارلي يې!”
دکوټې دروازه خلاصه شوه ، کلثوم کوټې ته راننوته ، ددروازي دخلاصيدو په غږ رقيه دچورتونو له نړۍ راووته .
کلثوم وويل : رقيه ! مولانا امر کړى تر څو دامين فاحشه خانې رنډۍ وتښتوو.
رقيې حيران ورته وکتل :څه ، تيښتونه ؟
هغې وويل :هو! هغه غواړې ديوې فاحشې په تيښته سره سيکولرانو ته وروښيې چې موږ د امربالمعروف او نهي عن المنکر ددندې په اجراء کولو کې له هيڅ رنګه قربانۍ څخه دريغ نه کوو.
********
دامين په نوم رنډۍ خانه چې داسلام آباد ښار په منځ کې موقعيت لري ، ډير مينه وال درلودل . په دې رنډۍ خانه کې لوږي ځپلې چينائې ،پنجابې او سيندې ميرمنې کار کوي.
درنډۍ خانې مسؤله يوه توره پنډه ښځه ده ، چې ټول ورته دانټۍ په نوم غږ کوي.دانټۍ تريو تندى او قهرجنو کتو درنډۍ خانې په ټولو کارکوونکو يو شان رعب خپور کړى دى.
رقيه او کلثوم په رکشه کې ددې رنډۍ خانې په لور روانې وي ،هغوى غوښتل داسلام آباد په نااسلامه فضا کې دګناهونو دسيلاب په کمولو کې ونډه واخلي. هغوى ميرمنې وي خو احساس يې تر نرانو ډير قوي وو ، هغوى دالهې کلام عاشقانې وي،هغوى محبوب درلود او دمحبوب دامر په ترسره کولو کې ئې دسر له قربانۍ څخه هم درېغ نه کاوو.
درقيې او کلثوم خيرن او چيرې لباس دهغوى دبدحالۍ شاهدي ويله ،هغوى انټۍ ته ورغلې او دلوږې او بدبختۍ له امله ئې فاحشه ګرۍ ته زړه ښه کړ.
انټۍ دوى ته له سره تر پښو دخريدارې په سترګه وکتل، له خوښۍ ئې تريو تندى ورين شو، لاسونه ئې وموښل، ويې ويل :زه باور لرم چې ډير ژر به ګراکان پيدا کړئ او … مخکې تر دې چې جمله يې بشپړه شي درقيې په لاس کې نيولي توپانچې ته يې پام شو، رنګ يې والوت ، په ناباوره سترګو يې دوى ته کتل، کلثوم په امرانه لهجه ورته وويل :
“ژر کوه ، دچينايې فاحشو کوټه را وښيه !”
انټۍ زړه نازړه وه ، غوښتل يې څه ووايې ، خو رقيې دتوپانچې خوله ورته مخامخ کړه:چې څه وايو هغه وکړه!
انټۍ له ويرې لړزيده او دچينائې فاحشو دکوټې په لور روانه شوه ، دکوټې دروازه يې وټکوله ، دروازه خلاصه شوه او يوه دپتې پزي خاونده ددروازه په خوله کې ولاړه وه. د انټۍ په لېدلو يې دزاريو په لهجه وويل :انټۍ ! ډيره بې حاله يم نشم کولاى …
رقيې دخبرې بشپړولو ته پرېنښوده ،توپانچه يې سرته ونيوله او زينو په لور يې ورته اشاره وکړه ، هغې په نيولې غږ وويل : زه …زه ..
کلثوم ورته ويل : بيړه کوه! چې ورسېدو، بيا چې څومره غواړي، وغږيږه.
چينايې ميرمن او انټۍ دزينو په لورې روانې شوي، کلثوم يې له څنګه او رقيه له شا وه، کلثوم ورته وويل :
که مو شورماشور ګډ کړ، يا مو رکشې ته په ختلو کې ځنډ وکړ، مجبوره به شم توپانچه په سر درخالي کړم.
انټۍ او چينايې ميرمنې څه ونه ويل ،ددروازې په خوله کې ولاړې رکشې ته وختي. رکشه دجامعه حفصه په لورې روانه شوه.
******
داسلام آباد په کوڅو کې ډير ژر اوازه خپره شوه، چې دسره جومات پېغلو يوه بله اتلولې وکړه . خبر لاړ، داخبارونو په سرخې کې راغى او راډيوګانو پرې تبصري وکړي.
دپاکستان مذهبې خلکو دا داوښتون پيل باله ، ديوه اسلامي اوښتون!
مولانا په خپله مرکه کې وويل : موږ داسلامي شريعت نفاذ غواړو او دهمدې لپاره مو سرونه په لاس کې نيولي ، دادفاحشو تښتول ددې کار يوه پيليزه وګڼئ.
خو سيکولر او جمهوريت خوښي خلک لارو او کوڅو ته را ووتل دجامعه حفصه دقهرمانو پېغلو او اتلو زلمو په ضد ئې نارې وهلي، شعارونه يې ورکول :دجامعه حفصه پيغلې دديموکراسۍ لپاره ګواښ دي، موږ په پاکستان کې دويلو او کولو ازادې غواړو.
******
رقيې قرآن کريم بند کړ ، راغله او دکوټې کړکۍ ته ودريده ، کړکېنه دمدرسې انګړ ته خلاصه وه ، دمدرسې په حويلۍ کې دونو په سر مرغان ناست وو، دمرغانو چېغار او دسهار ملايمه هوا له کړکۍ څخه کوټې ته ننوته ، لمر دختيځ له لوري سر څرګند کړي و او تر اوسه يې لا نيمائې څوکه ښکاريده.
رقيې دالرحمن دسورت اياتونه لوستل ،دمرج البحرين يلتقيان په آيت ودريده، دهارون يحيى دکتاب کرښې يې مخته ودريدې :دسرې بحيري او عمان دسيند داوبو ديوځاى کېدلو په نقطه کې خوږې او ترخې اوبه څنګ په څنګ رواني دي، خو نه ګډيږي. ځکه ويلې يې دي، بينهما برزخ لايبغيان.
دمدرسې ددروازې په خوله کې شورماشور شو.مريم کوټې ته ننوته او په ستړي ساه يې وويل:پوځيان را روان دي!
رقيې هېښنده ورته وکتل ،ويې ويل :څه ،پوځيان!
مريم : هو پوځيان دي،بيړه کوه!
مريم منډه کړه ،په المارۍ کې ايښې لاسي بمونه او توپانچه يې واخستله او دنورو انجونو سره يوځاى دمولانا دکوټې په لور په منډه شوه.
مولانا په ډير وقار او متانت سره له کوټې را ووت،ويې ويل:دروازې بندې کړئ او دحملې ځواب ته ځان چمتو کړئ.
لمر لوړيده ، ګرمې شعاوې دځمکې په مخ لګېدې او تاو يې پورته کيده. دمدرسې دروازې بندي شوي . زلميان او پېغلې يو بل لور ته په منډه وو، ځېنو مورچې جوړولي ، چا بيا لاسې بمونه او توپکونه ويشل ، بعضي دذخيره کړاى شوو خوراکې ذيرمو په خوندي کولو لګياوو.
پوځيان دمدرسې مخته ودريدل ، څلورو لورو ته خپاره شول او دسره جومات په څنډو کې يې مورچې ونيوې ،دلوډ سپېکر غږ اوچت شو:
په لسو دقيقو کې دمدرسې دروازې خلاصې کړئ او تسليم شئ ، کنه مسؤليت به ستاسو په غاړه وي!
دمدرسې له لوري کوم ځواب نه ورغى ، پرمدرسه او دمدرسې ورآخوا مرګونې سکوت وزر خپور کړ.
دلوډ سپېکر غږ بيا راغى :تسليم شئ ! له وينې بهولو څخه ډډه وکړئ!
دمولانا ملګرو ځواب ورکړ :موږ يواځې په هغه صورت کې تسليميږو چې داسلامي نظام دنفاذ وعده راکړل شي.
دپوځيانو له لورې کوم ځواب رانغى ، چوپتيا خپره شوه ، ثانيې تيريدلې ،په دقيقو بدلي شوې، يوه ، دوه ، درى ….لس .
دپوځ له لورې دوړو وسلو ډزې پيل شوي ، ګواکې خبر ئې ورکاوه چې مسخرې نه دي ، جګړه به کوو. دمدرسې له لوري هم په ځواب کې ډزي وشوي او ډزو زور ونيو.
رقيې او څو نورو پېغلو دمدرسې په ديوال کې مورچې ونيوې، درې توپکونه ، دوې توپانچې او څو لاسمې بمونه يې درلودل، دپوځ له لورې ډزې زياتيدې او دغټو وسلو ډزې هم پيل شوي.
لمر پر تندې ولاړ و، هوا دپ وه او له ګرمۍ ټول په خولو کې ډوب وو.څو انجونې ګرزيدي او دکولر اوبه يې ويشلي .
ډزو زور نيو ، دوه دمدرسې زلميان زخميان شوي وو ، سره له دې چې دمدرسې زلمي او پېغلې دخپلو ناکاره وسلو او کمو مرميو په درلودلو دجګړې په پايله پوهيدل ، خو بيا هم ديوه په څيره کې دستړيا ، ماتې يا مايوسۍ نښې نه ښکاريدي. هغوى ډاډه وو يا به ئې دشهادت مرګ په برخه شي او ياهم داسلامي نظام په سيوري کې ژوند!
رقيې په داسې حال کې چې جاغور يې ډکاوو، سهيليو ته وويل :ماخستن مې خوب لېده ، فاطمة الزهرارضى الله عنها په يوه بڼ کې ولاړه وي ، زه دبڼ له دروازې ورګوم او هغه ماته په لاس اشاره کوي چې ورشم ، چې زه ور روانه شم ، له خوبه راوېښه شوم.
له دې سره يې په شونډو موسکا خپره شوه ، ديوه خواږه آرمان درانژدې کېدو په وياړ موسکا !
مرمۍ له غوږونو سره تيريدي ، دمرميو په تيريدو به يې شڼهار پاته کيده ، دانجونو پر مخونو خولې را روانې وي.دکولر اوبه په خلاصيدو وي او دتوپکونو جاغورونه هم په تشېدو ول. خو چا دستړيا احساس نه کاوه.
له مخامخ مورچې څخه مرمۍ راغله، تر ديوال را واوښته او درقيې په نس کې ولګېده، انجونو توپکونه غورځار کړل او په منډه ورته راغلې، درقيې له تورې چادرې سرې وينې بهيدې. رقيې سر له ديوال سره ولګاوو، په وچو شونډو يې ژبه تيره کړه ،په ټيټ غږ يې وويل :اوبه!
له څنګه ناستې انجلۍ ورته ګيلاس په شونډو کښېښود.
رقيې انجونو ته مخ ورواړاوو ، شونډې يې وښورېدي :
خويندو! دټولو پاى مرګ دى ، نيکمرغه هغه څوک دى چې دخداى په لاره کې ورته مرګ راشي.
خويندو!د څو وروڼو او خويندو په شهادت سره مه بې همته کيږئ ، وجنګيږئ تر هغو چې موخي ته ورسيږئ! دشهيد وينې بچي زيږوي ، کومي وينې چې دحق په لاره کې تويې شي ، هغه لاره ګلونه راوړي.زه باور لرم له همدي وينو څخه به دوزيرستان اوسوات درې خړوبيږي. زه ډاډمنه يم چې زموږ مسلمان وروڼه او خويندې به آرام نه کښيني او زموږ روان کړى کاروان به تر منزله ورسوي.
له خولې څخه يې وړۍ سلګۍ ووتې ، خوله ئې وښوريده، يوې انجلۍ يې خولې ته غوږ ورنژدې کړ ، دهغې غږ اورېدل کيده :”اشهدان لا اله الا الله واشهدو ان محمداً عبده ورسوله ”
له دې سره يې سر يوې خواته کوږ شو او روح يې دجنتې حورو په کتار کې ځاى ونيو.