کور / تازه خبرونه / پښتونخوا: ملي شاعر او سياستوال اجمل خټك له نړۍ وکوچېد

پښتونخوا: ملي شاعر او سياستوال اجمل خټك له نړۍ وکوچېد

د غيرت د چيغې ملي شاعر او ملتپال سپين ږيرى سياسي مشر اجمل خټك په ۸۵ كلنۍ كې له دۍ فاني نړۍ د تل لپاره سترګې پټې كړې، سبا به يې په اكوړه خټك كې جنازه وي او هملته به خاورو ته سپارل كېږي.


اجمل خټك د پښتنو د ازادۍ لپاره د ادب او سياست له لارې د ژوند تر پايه پورې مبارزه وكړه او تل يې په خپلو ويناوو، شعرونو او ليكنو كې د پښتنو د حق خبره كوله.


د اجمل خټك د (غيرت چيغه) د دۀ هغه شعري مجموعه ده چي د پښتونخوا وطن ګڼ شمېر ځوانان يې د خپلې خاورې د ازادۍ مبارزې ته وپاڅول.


د اجمل خټك ګڼ شمېر آثار خپاره شوي او ځينې يې لا ناچاپ پراته دي.

تبصره نسته

  1. Khodai Bakhalai aw siasi Mashar Ajmal Khatak po Mrrina deer preshana shwam, ma iftechar darlod, chee de dasee lwarr shachsiat sara la negdee po Jalalabad kee ogd majlas walaram, khodai pak de Iftekhar dak siasi mashar Ajmal Khatak wobachshee aw de da mohtaram tabar aw dostano ta de khodai pak zacha sabar arzoo kawam.