د دتاريخ په رڼا کي اثر چاپ سو

حبيب تاثير - کوټه | فبروري 7th, 2010


 


 د تاريخ په رڼا کي د ډاکټر مبارک علي ليکنه او ځوان ليکوال او ژباړن نويد آرين په سليسه ژباړه سره د صحاف نشراتي مؤسسې له لوري په ښه صحافت همدا اوس د کوټي په ښار کي له چاپه راوتلی دی.


په دې کتاب کي پنځه څلوېښت مقالو ته ځای ورکړل شوی دی.


د کتاب ژباړن ښاغلي نويد ارين د کتاب په سر کي لاندي سريزه ليکلې ده :
تاريخ


د تاريخ سره د انسان لېوالتيا له لرغوني زمانې څخه ده کله چي انسان لا د تهذيب او تمدن سره آشنايي نه وه پيدا کړې او په نيمه وحشي دور کي يې ژوند کاوه او په قبيلوي وحدتونو کي وېشلی و، هغه وخت د مشرانو د کارنامو د خوندي کولو احساس ورته پيدا شو مشران او لويان هغه خلک وو چي د خپل فطري ذهانت او بدني قوې له کبله يې ځانګړی نوم ګټلی و، دا هغه بهادر او غښتلي خلک وو چي خپلي قبيلې ته يې پر نورو قبايلو برتري وربخښلې وه او د سياسي ټولنيزو او اقتصادي ګټو څخه برخمن وو عامو وګړو ته لازمه وه چي د داسي خاصو خلکو صلاحيتونه په ياد ولري په دې وخت کي د اسطورو او اتلانو د کيسو پيل وشو د وخت په تېرېدو سره په اتلانو د سپېڅلتيا جامه واغوستل شوه آخر د معبودانو درجې ته ورسېدل منظومو جنګنامو، اسطورو او سندرو راتلونکي نسلونو ته د اتلانو د برم او وياړ ستري کارنامې بيانولې او د هغوی حيرانوونکي وړتياوي يې په ګوته کولې منظومي جنګنامې په يادول آسانه و، خلکو په شوق او لېوالتيا سره په يادولې او سينه په سينه يې راتلونکي نسلونو ته نقلولې نن هم د پخوا په شان د نظم دغه صنف شتون لري.
د تاريخ پيل د نثر په ځای د شعر په ژبه وشو لومړنيو داستان ويونکو مورخينو شاعرانه وړتياوي هم درلودې که څه هم هغوی د دې خبري سره کومه مينه نه درلوده چي د هغوی داستان ګويي د تاريخ پر معيارونو پوره خيژي که نه، هغوی دې ته اهميت ورکاوه چي په خپله داستان ګويي سره اورېدونکی اغېزمن کړي د هغه زمانې داستان ګويي د اوسني تاريخ لومړنۍ بڼه ده او دا هغه صنف و، چي د هيچا ملکيت نه و، او د ټولو مشترک و، په جوړښت کي يې د ډيرو خلکو برخه وه ځکه هر چا کولای شوای چي پيښي په منظومه بڼه راغونډي کړي په ياد يې کړي په خلکو يې واوري او پخپله هم خوند ورڅخه واخلي د هغه زمانې د لومړني منظوم ادب نظريه روښانه او معلومه وه او هغه دا وه چي کوم خلک چي زبردستي وړتياوي لري هغوی د ستايلو او عبوديت وړ دي همدا وجه ده چي د هغه زمانې وګړو نومياليان او اتلان د معبوديت درجې ته ورسول بلکي د هغوی سره اړه لرونکي نورو توکو ته يې د معبوديت حق ور وباخښه.
تر دې وروسته چي په بابل او مصر کي ليکدود ايجاد شو زراعت د پرمختګ پړاوونه پی کړل ډله ييز وېش رامنځته شو په ټولنيز کالبوت کي بنسټيز بدلونونه راغلل د قبايلي او اساطيري اتلانو او نومياليانو په مقابله کي د حکومت او مذهب ادارې په وجود راغلې نوي راتلونکي ادارې زاړه نظام ته اخطار ورکړ په دې اداره کي د قوت سرچينه پاچا او د هغه اميران وو په زاړه قبايلي نظام کي قبيلوي مشرانو اهميت درلود مګر پاچا او اميرانو د خپلو صلاحيتونو او بهادرۍ په زور د قبيلوي مشرانو اهميت ور کم کړ هغوی د مذهب د ادارې له لاري قوانين پلي کړل لرغوني اسطورې جنګنامې او د پخوانيو اتلانو منظومي کارنامې او د هغوی سره اړونده عقيدې يې د مذهب برخه وګرځولې د مذهب ادارې د لوستي خلکو ډله پيدا کړه لوستي خلکو ولسي ادب وليکه په دې وخت کي لومړی ځل په نالوستې ډله کي د کمترۍ احساس پيدا شو چي ناهيلي ورڅخه وزېږېدله دلته د حاکم او د محکوم تصور پيدا شو او په کلاسيکي تاريخ کي تضادونه راوټوکېدل.
يوې خوا ته ولسونو زاړه سندريز ارزښتونه زمزمه کول بلي خوا ته د پاچاهانو په ستاينه کي نظمونه وليکل شول او دا د تشريحي تاريخ لومړنۍ نمونې وې په دې وخت کي په شمالي افريقا کي فونيقيانو د ليکدود په خپرولو سره بياني تاريخ پيل کړ چي خپرېدلو سره په شاوخوا هيوادونو بابل، سوريه او يونان کي دوديز شو.
د يهودو کتاب ”الايام“ د تاريخ ليکني لومړی مثال بلل کېدلای شي مګر سنه و کال نه لري په يونان کي زېږېدلي هيرودوتس ته د تاريخ بابا ويل کيږي د هغه په تاريخ کي ربط ليدل کيږي تر دې دمخه دغه شي وجود نه درلود يوازي پاشلي ټوټې وې چي هغه ته پرله پوري تاريخ نه شو ويلای هيرودوتس د خپلو پېشروانو په شان بېلي بېلي کيسې په خپل کتاب کي ليکلې د هغه په کتاب کي واقعاتي تسلسل وجود لري ځکه په مجموع کي د هغه کتاب د تاريخ کتاب بلل کېدلای شي که څه هم هغه د تاريخ اصطلاح نه کاروي مګر د تاريخ د لومړي نقش خطاب ورکول کيږي د هغه کتاب ته ډېر هيله مند کېدل په کار نه دی ځکه چي هيرودوتس د تاريخ د پروسې د قوانينو او اسبابو څخه مطلق ناخبره دی هيردوتس دا خبره هم مني چي امکان لري چي خارجي او خارق العاده قوتونه د انسانانو پر کړنو باندي اغېزمن شي د هغه تاريخ ليکني علمي نيمګړتياوي درلودې تر دې وروسته تهيوسي دايدس نومي مورخ جنګي تاريخ وليکه دا د اماتور تاريخ ليکني پيل و، هغه د هيرودوتس په پرتله روايتي داستان ګويي وغندله او دعوه يې وکړه چي کتاب يې له مبالغې څخه پاک دی هغه تشويش وښود چي څنګه چي د ده کتاب له دروغو او افسانو څخه پاک دی او پر حقايقو بنا دی ځکه امکان لري چي د خلکو لپاره د لېوالتيا سوب و نه ګرځي د تهيوسي دايدس په وينا د هغه کتاب د هغه خلکو لپاره ګټور ثابتېدلای شي چي غواړي له تېرمهاله په خبرېدو سره په راتلونکي مهال ځان پوه کړي تهيوسي دايدس فکر کاوه چي د انسان کړني په راتلونکي وخت د پوهېدلو لپاره وڅېړي او هغه د عمل او تفکر په خپلمنځي اړيکو هم پوهېده تهيوسي دايدس د تاريخ لپاره قوانين و نه ټاکل د هغه زمانې د اصولو پر خلاف يې د اتن او د سپارتا په جنګ کي د جګړه مارانو او معبودانو ستاينه د خلکو د خوښي پر بنسټ و نه کړه بلکي د تاريخي حقيقتونو پر بنسټ يې تاريخ وليکه.
پولي بيس د هغه دور د تاريخي فکر لارښود بلل کيږي د هغه نظريات تر تيهوسي دايدس لا زيات روښانه او جوت وو هغه د بياني تاريخ پر ځای نظري، اصولي او تجربوي (Pragmatic) تاريخ پيل کړ چي له تاريخي حقايقو او د هغوی له فطري اسبابو څخه عبارت دی پولي بيس مهمه وبلله چي تاريخي حقايق دي د اسبابو په راوړلو سره بيان شي پولي بيس د دې پخواني اصول مخالف و، چي په تاريخ ليکنه کي معبودان او د هغوی اولادونه د اهميت وړ دي د هغه په قول مورخ دي يوازي حقيقتونه روښانه کړي اسباب اغيزي او پايلي دي وڅېړي په اسنادو کي دي انتقاد وکړي کيسې او پيښي دي د عقل په تله کي وتلي.
تر دې وروسته چي د عربو تاريخ ليکنه پيل شوه په واقعاتو کي يې د اسنادو صحت ته پاملرنه وکړه سنې او کال ته په اهميت ورکولو سره يې په تاريخ کي واقعاتي ترتيب رامنځته کړ دې کار تاريخ ليکني ته نوی روح ور ننه ايست او تاريخ ته يې د علم درجه ورکړه د علومو په لاس ته راوړلو کي عرب د يونانيانو احسان منونکي دي چيري چي هغوی يوناني علوم فلسفه، منطق، طب، طبعيات او رياضي عربي ژبي ته نقل کړل هلته يې د ډرامې او هنر تر څنګ يوناني او رومي تاريخونه له يوه مخه له پامه وغورځول تر دې اندازې چي د اړونده هيوادونو د تاريخي حوالو لپاره يې شامي ماخذاتو ته رجوع کوله له ابن خلدون پرته نور ټول تاريخ بياني تاريخ دی او د بياني تاريخ په لړ کي يې د لرغوني عربي ټولني له ارزښتونو څخه کار اخيستی دی.
عرب مورخ عبدالرحمْن ابن خلدون د سنجيده تاريخ ليکني خښته کښېښوده هغه د تاريخ د علم بنسټ ايښودونکی دی هغه په تاريخ د پوهېدلو لپاره ځيني قوانين پلي کړل او هغه د تکاملي پړاوونو کيفيتونه بيان کړل په دې کي شک نه شته چي ابن خلدون يو لوی مورخ و، مګر د هغه فکر پر عربي تاريخ ليکني کومي ځانګړي اغيزي و نه شيندلې.
تر دې وروسته چي په اروپا کي روښانفکرۍ غورځنګ راوټوکېد هلته په تاريخ ليکنه نوی روح ننوت د تاريخ پوهني په باب نوري څېړني وشوې او تاريخ پوهنه يې په يو لړ ښاخونو ووېشله دې کار تاريخ نور اغېزناک کړ تر دې وروسته يې اصول ورته وټاکل په دغه دور کي يې تاريخ يوه پياوړې وسيله او ذريعه وګرځوله واکمنو د تاريخ قوه حس کړه او د يوې وسلې په توګه يې په خپل حق کي وکاروله تر څو په خپلو مقصدونو کي سر ته ورسيږي د تاريخ پورتني کاروني ظالم او جابر واکمن خوندي کړل په وروسته پاته مسلمانو هيوادونو کي واکمني ډلي د ولسونو د ستونزو په هوارولو کي پاته راغلي وو هغوی د دغي ناکامۍ د پټولو لپاره له تاريخه کار واخيست او ثابته يې کړه چي د خلکو د ستونزو په نه هوارېدو کي د تقدير لاس دی هغوی قسمت او تقدير د خلکو د ستونزو مسوول وګرځول او پخپله بري الذمه شول خلک د ناهيلۍ ښکار شول د ټولنيز او ذهني وروسته پاته والي احساس نور ژور شو د وسلې په توګه د تاريخ کاروني په ثبوت ورسوله چي ډيري بېروونکي پايلي يې راوتلای شي او ټولني د تباهۍ کندي ته ور ټېل وهلای شي.
هر کله چي د تېرمهال له مخه څخه مول ايسته کيږي او د تاريخ رڼا پر لويږي جوتيږي چي د پخوانيو ظالمانو او ديکتاتورانو تورو کارنامو پر ولسونو کوم کړاوونه تېر کړي دي تاريخ د عبرت پاڼه ده دې عبرتناک سبق ته په کتلو سره موږ کولای شو چي په راتلونکي مهال کي د ښو لاسته راوړنو لپاره ګټوري ازمويني وکړو تر څو راتلونکی مهال وځلوو د راتلونکي مهال لپاره ښه فکر او ښه کړنه هغه خوځوونکي توکي دي چي په ولسونو کي تمدني پرمختګ راولي چيري چي د تېرمهال سره بې کچي مينه نه وي هغه ته د سپېڅلتيا جامه ور وا نه غوستل شي ټولنه کولای شي چي راتلونکي ته وياړمنو ارزښتونو په لرلو سره ور ننوزي په بله بڼه که ولسونه دې ته اړل کړل شي چي يوازي تېرمهال دي د خپلو سوچونو محور وګرځوي او له هغه څخه دي مطلق بغاوت او سرغړونه نه کوي هلته ټولنيز افکار سلب شي وروسته پاته والی يقيني شي او سپېڅلی تېرمهال د غاړي طوق وګرځي په داسي وخت کي دې بار پورته کولو ته تقدير او ازل ويل کيږي په کومو اقوامو کي ازلي نوشت ته اهميت ورکول کيږي هلته اوسمهال ته په تشويش سره او راتلونکي مهال ته په ترهېدلو سره کتل کيږي په داسي ټولنو کي ابا پرستۍ او مُرده پرستۍ د تېرمهال د ارزښتونو او افسانو په بڼه د وګړو پر عقلونو غېږ راګرځولې وي په داسي اوضاع کي مورخ ډېره لويه وجيبه په غاړه لري ولي چي هغه د ټولني يو روښانفکره او باسواده غړی وي د هغه ويښ دماغ د ټولنيزو حالاتو جاج اخيستلای شي او هغه د پاخه شعور په زور په ټولنه کي راتلونکي بدلونونه محسوسولای شي هغه نه يوازي پيښي ثبتوي بلکي د پيښو جاج اخلي او پر نتايجو کي يې غور او فکر کوي د ټولنيز زوال او وروسته پاته والي په وخت کي د مورخ ډېره لويه وجيبه وي چي هغه دي خپل مثبت رول ولوبوي د خلکو د ذهنونو په بدلولو کي دي مرسته ورسره وکړي هغه خلکو ته صحيح او راست سمت ور ښودلای شي راست سمت هغه ټولنيز يووالی رامنځته کوي چي د ټولنيز پرمختګ لومړنۍ زينه ده کله چي د ډلو ټپلو او هجومونو فکري سفر په يوه سمت کي پيل شي او د حقايقو پر بنسټ د مثبتونو بدلونونو منلو ته غاړه کښيږدي هغوی د يوې منظمي ټولني پر لور ګامونه اوچت کړي او د تکاملي ادوارو څخه په تدريجي توګه په تېرېدو سره د يوه ملت کېدو په قالب کي ولويږي د اقوامو د ټولنيزو لارو چارو په ټاکلو کي چي يو شی تل د اهميت وړ پاته شوی دی هغه د عمل اشتراک دی تل خلک د مشترکو عادتونو پر بنسټ سره يو ځای کيږي او د افکارو تبادله سره کوي له دې څخه فکري يووالی رامنځته کيږي چي د يوه او واحد ملت په جوړولو کي ډېر مهم رول لوبولای شي.
په تاريخ ليکنه کي پوښتني ډېر ارزښت لري کله چي يو مورخ پوښتنه کوي نو د ځواب ويلو يا لاس ته راوړلو لپاره اړ وي چي ژوره څېړنه وکړي څېړنه او پلټنه د ځواب ويلو لامل ګرځي د تاريخ ليکني په ډګر کي پوښتني او د هغوی ځوابونه د غور او فکر نوي لاري پرانيزي لاندينۍ پوښتني د تاريخ د څانګي ډيري ارزښتناکي پوښتني دي په دې کتاب کي د داسي پوښتنو د ځواب ويلو هڅه شوې ده.
پوښتني دا دي:
کله چي اروپايانو د مسلمانانو د تاريخ جاج واخيست د کومو تعصباتو ښکار شول او تر شا يې کوم لاملونه وو…؟
په اسلام کي د پاچاهۍ اداره ولي او څنګه پر پښو ودرېدله…؟
ولي مسلمانان تر اوږدې مودې پوري د پخوانيو افکارو سره مښتي وو او د زمانې د نوښتګرو افکارو سره يې ملګري و نه کړای شوای…؟
د اوس دور د دهشتاکو بحرانونو د مقابلې لپاره په مسلمانو هيوادونو کي د کومو کومو تدابيرو د خپلولو وړتياوي ليدل کيږي…؟
آيا په اسلام کي د روښانفکرۍ ګنجايش شته…؟
آيا په مسلمانانو کي د ساينسي او فکري پرمختګ لپاره کوم منظم غورځنګ پيلېدلای شي…؟
آيا د نامسلمانو هيوادونو لږکي مسلمانان کولای شي چي په هغه هيوادونو کي له وياړه ډک ژوند وکړي…؟
په لوېديز کي چي د مسلمانانو په هکله کوم رايه ليدل کيږي آيا هغه پر ځای او د ډاډګيرني وړ ده…؟
آيا صليبي جګړې رښتيا هم د مذهبي لېونتوب زېږنده وې…؟
ولي د شرق او غرب په افکارو او نظرياتو کي ټکرونه شته ولي له دواړو خواوو د تهذيبي ټکر او نښتي خبري کيږي…؟
آيا رښتيا هم تاريخ ثابتوي چي غرب پر شرق برتري لري…؟
آيا دا رښتيا دي چي د ذهني او اقتصادي وروسته پاته والي سره سره خپلسري او ديکتاتوري حکومتونه د تل لپاره د شرق په برخه دي…؟
آيا عيسويت اوج ته تر رسېدو وروسته د اروپا په ټولنيز پرمختګ کي مرسته وکړه…؟
آيا د اروپا په ريناسانس کي د عيسويت لاس و…؟
د کاتوليکو چارواکو مذهبي تنګ نظرۍ د اروپا په تاريخ کي کومي اغېزي وشيندلې…؟
ياغيانو د تاريخ له لاري تر موږه پوري کوم پيغامونه رارسولي دي…؟
آيا دا فکر پر ځای دی چي ريناسانس له يونان او روم څخه راوزېږېد…؟
آيا د اصلاح غورځنګ په اروپا کي اصلاحي کارونه ترسره کړل…؟
آيا د روښانفکرۍ غورځنګ له مذهب څخه د بېزارۍ په پايله کي بريالی شو…؟
آيا د فرانسې د انقلاب تر شا د ولس شعور پر کار لوېدلی و…؟
د انګلستان صنعتي انقلاب په کومو شرايطو کي راغی…؟
آيا کولمبوس اتل او ستر انسان و…؟
آيا د امريکا تاريخ د سپين پوستو تر ورتلو وروسته پيليږي…؟
آيا ناپليون نن هم مقبول و معروف او د تقليد وړ واکمن دی…؟
هټلر کوم مقاصد درلودل آيا هغه د المانيانو خواخوږی و…؟
آيا په تېرمهال کي له تاريخ څخه په خپله ګټه کار اخستلی شوی دی…؟
مورخ بايد تاريخ د کومو قوانينو او اصولو په رڼا کي وليکي…؟
رښتونی تاريخ څه ته وايي…؟
د ولسونو او وګړو تراژيدي څه ده….؟
له ځيني انسانانو څخه د کومو مرامونو د ترلاسه کولو لپاره ستر انسانان جوړ کړل…؟
آيا رښتيا هم جنګونه بريالۍ ټولني ژوندۍ ساتي او په تاريخ کي د سونګ د موادو لپاره د اور کار کوي…؟
 ځانونو ته د مهذب خطاب کوونکو د تاريخ په اوږدو کي کوم کوم جرمونه کړي دي…؟
ولي زورورو خپل کمزوري دښمنان وحشيان او ترورستان اعلان کړل…؟
توکميزو توپيرونو کومي پايلې راوړې…؟
ملتپالني قومونو ته کومي ګټي ورسولې…؟
سياسي فکر څنګه رشد وکړ…؟
ښځو په تېرمهال کي کوم رنځونه او ويرونه وګالل او څنګه د خوني توپانو څخه په راتېرېدو سره تر نن مهال پوري راورسېدلې…؟
په راپرزېدو او بيرته ژوند کي کوم ربط دی…؟
د تاريخ په درجه بندۍ کي د څيزونو د تاريخ څه اهميت دی…؟
آيا سخت قوانين د جرمونو په بېخ کښلو کي مرسته کولای شي…؟
آيا د پورتنيو پوښتنو او د هغوی له ځوابونو څخه کوم عبرت اخيستل کېدلای شي؟
د تاريخ په رڼا کي موږ وليدل چي د متقابلو نظرياتو او مذاهبو منونکو څنګه په خپلو مقصدونو کي د برياليتوب لپاره له مکر او فرېب کار واخيست او څنګه يې ولسونه په خپل ناوړه رول سره وغولول او کله چي يوه ډله پر بلي ډلي بريالۍ شوه څنګه يې د ايل شوي ډلي سره ناوړه چلند وکړ سپين ږيري او ضعيفان يې ووژل ځوانان يې مريان کړل د ښځو پت يې واخيست او د کوچنيانو سره يې جنسي تېری وکړ د هغوی مالکيتونه او جايدادونه يې وسوځول کورونه يې ور ونړول وني يې ور ورېبلې کتابونه يې ور لمبه لمبه کړل او له قبرو څخه يې مړي راوکښل اور يې ور واچاوه لکه څنګه چي عباسيانو د چوکۍ تر نيولو وروسته د اموي واکمنو هډوکي له قبرو څخه راوکښل او وې سوځل تاتاريانو پر عباسي خلافت باندي تر بريا موندلو وروسته د بغداد ښار لوټي لوټي کړ په لکو ارزښت من کتابونه يې وسوځول چي پاته شول هغه يې په رود کي وبهېول تر دې انده چي د رود اوبه توري واوښتلې دغه راز کله چي انګرېزان په هند کي بريالي شول هغوی د پارسي ژبي حکومتي حيثيت ته يې بېخي د پای ټکی کښېښود او انګرېزي يې د هند حکومتي ژبه اعلان کړه تر دې وروسته انګرېزانو په هند کي د مسلمانانو سياسي ناکامۍ ته په خپله نظريه سره وکتل او ”اسلام“ يې د مسلمانانو د زوال مسوول وباله او دعوه يې وکړه چي د مسلمانانو د پرمختګ په لاره کي تر ټولو لوی خنډ د مسلمانانو مذهب او د هغوی د ژوند کولو تر وخت تېره او پخوانۍ طريقه ده.
د تاريخ له مطالعې څخه په ګوته کيږي چي بريالي قومونه تل د اېل شويو او کمزورو دښمنانو په هکله دسپکاوي روحيات لري کله چي انګرېزانو پر افغانستان پوځي تېر وکړ افغانانو د خپل فطرت له مخي سخت مزاحمت وکړ انګرېزانو د افغانانو جرأت نه خوښېده هغوی ته يې د داسي غرنيو وحشيانو خطاب وکړ چي هيڅ د تهذيب او تمدن سره آشنايي نه لري له دې څخه جوتيږي چي دښمن هيڅکله خپل دښمن په ښه نامه سره نه يادوي او تل هڅه شوې ده چي اېل شوی دښمن کمتر ثابت کړي تر څو تېری جواز ومومي کله چي د منځنۍ آسيا مسلمانانو د هند پر نيمه وچه تېری وکړ نو د خپل تېري او تجاوز د جواز لپاره يې دليل وړاندي کړ چي د هند خاوره کفري سلطنتونو لاندي کړې وه هغوی دعوه وکړه چي د هند پر خاوره يرغل کوي تر څو هلته اسلام خپور کړي او د کفر تيارې وځپي.
اوسنيو تاريخي څېړنو ثابته کړې ده چي د هغوی دغه دعوه ناسمه او بې ځايه وه د هغوی اصل مقصدونه نور وو هغوی غوښتل چي د هند د خاوري له ښيرازۍ او ثورتمندۍ څخه اقتصادي ګټي پورته کړي داسي هم شوي دي چي يو قوم پر بل قوم بريالی شي هغه د سيمي د وګړو د جنګولو لپاره ډول ډول مکرونه او فرېبونه پر کار اچوي تر څو خلک سره اخته شي او قبضه ګر واکمن په ډاډ سره خپله طرحه او پروګرام پر مخ بوزي انګرېزانو چي د هند نيمه وچه ونيوله و يې وليدل چي په هند کي دوه لوی قومونه لکه هندو او مسلمان ژوند کوي انګرېزانو له مسلمانانو څخه حکومت نيولی و، او مسلمانانو په لرغوني تېرمهال کي له هندوانو څخه حکومت نيولی و، د مسلمانانو څخه د غچ اخيستي دا يو طلايي نوبت و، ځکه انګرېزانو هندوان د مسلمانانو پر ضد وپارول چي ليږکيو مسلمانانو ستاسي په هيواد پر تاسي زر کاله حکومت کړی دی په لکو هندوان په زوره د مذهب اليشولو ته اړ کړي دي او  ډول ډول فشارونه يې راوړي دي…
بل پلو ته انګرېزانو مسلمانان ووېرول چي هندوان ډېر دي زړونه يې درته ډک دي که په هند کي واکمن شول پر تاسي به بده ورځ شي انګرېزانو د جنګولو پاليسۍ هند د فساد او بې امنيتۍ ښکار کړ په لکو انسانان ووژل شول د ډلبنډۍ په سېلاب کي په هندوانو او مسلمانانو کي پر يو بل د اعتماد او باور مهيني اړيکي لاهو شوې خلک له يوه او بل څخه ډېر بد ګومانه شول انګرېزانو له دې موقعې څخه ګټه پورته کړه او هند يې په جغرافيايي توګه په درو برخو ووېشه دغه راز د متحد هندوستان قوه کمزورې شوه چي ګټه يې نړيوال استعمار ته ورسېدله او تر ټولو زيات مسلمانان زيانمن شول انګرېزانو هغوی په درو برخو او په بېلو بېلو جغرافيايي وحدتونو کي ووېشل او د هغوی قوت يې ور ټوټې ټوټې کړ.
په دې نژدې تېرمهال کي کله چي په افغانستان کي د ډاکټر نجيب الله د حکومت تر نسکورېدو وروسته کورنۍ جګړه پيل شوه هم دښمنانو د افغانانو په منځ کي د کرکي او بد ګومانۍ تخمونه وکرل يو پلو ته يې د افغانانو په منځو کي د ژبي پر بنسټ د بې باورۍ ولوولې راوپارولې بل پلو ته يې د ګروهي عقيدې پر بنسټ سره وجنګول چي په پايله کي يې افغانستان د تاريخ د بدترين کړکېچ ښکار شو او هيواد د بدبختۍ ژوري کندي ته ور ټېل شو.
بريالي قومونه هيڅکله مات شوي قومونو ته نژدې نه ورځي کله چي مسلمانانو هند ونيو هغوی له هندوانو څخه ليري اوسېدل که څه هم هغوی په هند کي تلپاته استوګنه کوله مګر د هندي رسمونو او رواجو له خپلولو څخه يې په سختۍ سره پرهېز کاوه کله چي انګرېزان په هند کي بريالي شول هغوی هم د سيمه ييزو هنديانو سره اختلاط نه خوښاوه او له ځايي وګړو څخه يې ليري خپلي ابادۍ جوړي کړې او هلته اوسېدل دغه راز کله چي يو بريالی قوم پر بل قوم غلبه پيدا کړي او دعوه وکړي چي ځکه بريالی شو چي په نژادي لحاظ سره اصيل دی په داسي شرايطو کي اېل شوی قوم هم ځان پاته نه راولي هغه هم خپله دفاع کوي تر ماته خوړلو وروسته چي يې اسلام د مسلمانانو د ناکامۍ ذمه واره وباله نو د مسلمانانو موقف دا و، چي اروپايي اقوامو د بريا تر شا د اسلام لاس دی هغوی استدلال کاوه چي نصرانيانو له اسلام څخه ډېر څه زده کړل ځکه کامياب شول.
انسان د تعصب او دښمنۍ روحيات او احساسات له ځانګړي چاپېريال او روزني او ښووني څخه زده کوي که نه وي دا خبره تر لمر سپينه او روښانه ده چي انسان چي زيږي د سپيني پاڼي په شان وي وروسته تر دې ځيني انسانان د حالاتو او واقعاتو له کبله د ستر قوت څښتان شي او پاچاهۍ ته ورسيږي چي په هغوی کي ځيني د خدايي دعوه وکړي د مصر د فرعونانو مثالونه زموږ په وړاندي دي چي خدايي دعوې يې وکړې او خلک يې اړ ايستلي وو چي د هغوی مجسمې جوړي کړي او عبادت يې وکړي په تاريخ کي داسي ډېر پېښ شوي دي چي يوه انسان د بل انسان په پښو کي سر ايښی دی سجده يې ورته کړې ده او خپل اولادونه يې د خپل معبود د بت په پښو کي په خپلو لاسو حلال کړي دي او خپله ماينه يې په خپله رضا او خوښه خپل شهوت پرست او جنسي وږي معبود ته ور سپارلې ده تر څو هغه خوند ورڅخه واخلي په تاريخ کي ډېر داسي خلک تېر شوي دي چي يک تنها د ميليونو انسانانو د مالونو او د قسمتونو څښتنان وو په زرو ښځي يې د جنسي لوږي د له منځه وړلو لپاره په خپل حرم کي ساتلي وې مګر بيا يې هم جنسي تنده نه خړوبېدله تر دې انده چي د خپلو محرماتو سره يې هم جنسي اړيکي نښلولي دي لکه څنګه چي د مصر فرعونانو د خپلو ميندو، خويندو او لوڼو سره هم د واده کولو په نامه جنسي اړيکي ټينګولې د هغوی په نزد د پاچا د کورنۍ ښځي سپېڅلي وې عامو وګړو ته بېخي اجازه نه وه چي ودونه ورسره وکړي له همدې کبله هغوی د شاهي کورنۍ د ښځو سره پخپله ودونه کول.
يوې خوا ته که ظالمو واکمنو خلک اړ کړي دي چي په خدايي يې ومني بلي خوا ته يې  د جنګي جنون او زرپرستۍ له کبله پر کمزوري خلکو جنګونه وتپل په لکو انسانان يې ووژل د ککريو څلي يې و اوډل دا هر څه يې لا زياتي پياوړتيا د تر لاسه کولو لپاره وکړل تر څو خپل پوځي برم په دښمنانو وپېژني او د غنيمت مالونه لاس ته راوړي د تاريخ په رڼا کي موږ ليدلي دي چي د لويو او نړيوالو جنګونو  تر شا هم دغه روحيه پر کار لوېدلې وه هټلر ځکه نړيواله جګړه پيل کړه چي هغه غوښتل د مقابلو اروپايي هيوادونو په شان المان هم خپل پوځي قوت وښيي او د نورو سپين پوستو اقوامو سره المان هم په سيالۍ کي کم را نه شي په دې لړ کي يې د آرين نژاد د برترۍ لپاره دلايل راوړل او د خپل دغه نظر لپاره يې په لکو انسانان د جنګ په لمبو کي وسوځول نژدې نيمه نړۍ يې د جنګ ډګر ته ور ښکېل کړه په دغه پروسه کي يوازي هټلر لوبغاړی نه و، بلکي  نورو اروپايي هيوادونو هم په خوښي سره دغه خوني لوبه ترسره کړه د امريکا متحد ايالات چي د جنګ له ډګره ډېر ليري پروت هيواد و، هغه هم د خپلي جنګي پياوړتيا د ښودلو لپاره جګړې ته ور ودانګل او پر جاپان باندي يې د دوو اټم بمونو په غورځولو سره جګړه پای ته ورسوله جګړه مارو دې ته نه کتل چي جنګونه د تباهۍ لامل ګرځي مور او پلار پکښي مري اولادونه پکښي يتيمان کيږي کورنۍ پکښي پايماله کيږي په ټولنه کي درزونه رامنځته کيږي وګړي په وير اخته کيږي هيلي يې لاهو کيږي او د تاريخ څخه کرکه رامنځته کيږي بلي خوا ته د اوسنيو مسلمانو هيوادونو هم دا بدبختي ده چي هلته بې کفايته او عياش واکمن په قدرت کي دي چي په مغزو کي فهم او تدبر نه لري د ولسونو د ستونزو هواری يې تر وس تېره خبره ده.
په زياتره مسلمانو هيوادونو کي ديکتاتوري او خپلسري حکومتونه دي د هغو تر ټولو لويه هڅه دا ده چي څنګه خپلي چوکۍ خوندي کړي تر څو تر اوږدې مودې پوري حکومت وکړای شي په مسلمانو هيوادونو کي حکومتونه په داسي شرايطو کي جوړيږي چي هلته يوازي جګړه مار، د قدرت وږي، نااهله او بې کفايته شخص واک ته رسيږي لکه څنګه چي نامتو شاعر عبدالباري جهاني په شعر کي وايي:
جهاني تمه د مردۍ د لېونتوب کيسه ده
په هر ولات کي چي ښاغلي وي ناولي خلک


څوک چي په ناقانونه توګه د قدرت واګي په لاس کي واخلي تر اوږدې مودې پوري پر هيواد مسلط شي د هغه تل دا کوښښ وي چي يوازي خپلي چوکۍ ته وفادار و اوسيږي نه ولس ته،  په نامشروع توګه واک ته رسېدونکي هيڅکله د ولس خواخوږي نه شي کېدلای بلکي هغه د ولس څخه ترهېدلي وي او د همدې ويري پر بنسټ هغه  د نړيوالو ځواکونو ګوډاګی کيږي تر څو د هغوی په سرپرستي کي ځان خوندي کړي او د هغو په ملاتړ سره تر اوږدې مودې پوري د هيواد پر وسايلو غېږ راګرځوي نن زموږ په وړاندي د دې ژوندي مثالونه شته موږ وينو چي ډېر مسلمان واکمن د پوځي کودتاګانو له لاري واک ته رسېدلي دي او ډيرو ته د بابا په ميراث کي ولسونه او هيوادونه رسېدلي دي نژدې ټول په زور او جبر سره مسلط دي هر راز جمهوري او اخلاقي ارزښتونه يې تر پښو لاندي کړي دي مثبت بدلون هغه وخت پيلېدلای شي چي د ښې ښووني او روزني په برکت په ولسونو کي د خپلو حقوقو د پېژندلو پوخ شعور پيدا شي تر دې وروسته د جابرو او مستبدو واکمنو څخه خلاصون شونی دی.
د تاريخي ظلمونو په ترڅ کي بايد وويل شي جابرو او مستبدو واکمنو د خپلو شومو پلانو د پلي کولو لپاره د سپېڅلي صليبي جنګ په نامه د نابالغو کوچنيانو لښکر جوړ کړ تر څو يې د دښمنانو سره وجنګوي د صليبي جنګونو مشرتابه د عيسويت د بيرغ د اوچتولو دعوه درلوده هسي خو هغوی د بيت المقدس د خپلواکه کولو لپاره سپېڅلی جنګ نښلولی و،  مګر د پردې تر شا يې نور مالي او اقتصادي مقصدونه درلودل تاريخ موږ ته راښيي چي څنګه يې د مذهب د خپراوي په نامه د بل مذهب پر خلکو تېری وکړ او هغوی يې د مذهب بدلولو ته اړ کړل يوې خوا ته دې لېونتوب او ترورستي کړنو خلک له مذهبه څخه بېګانه او بېزاره کړل بلي خوا ته د مذهبي چارواکو بې لاريو او درغليو خلک نور بد ګومانه کړل چارواکو له خلکو څخه د پيسو په اخيستلو سره د خلکو ګناهونه ور بخښل د پيسو د راټولولو سره يې دومره مينه پيدا شوه چي د خوردو او تبرکاتو په نامه يې د مړو تر هډوکو پوري وپلورل.
د تاريخ يو اهميت دا هم دی چي کوم قومونو تاريخ نه درلود هغو هم د تاريخ اهميت حس کړ او د تېر مهال سره يې خپلي اړيکي کشف کړې د افريقايي او امريکايي هيوادونو مثالونه زموږ په وړاندي دي په دې لړ کي د تاريخي شتمنۍ د نېستۍ له کبله د امريکا متحدو ايالاتو د راتلونکي مهال سره خپلي اړيکي ټينګي کړې پرمختللي امريکا ته په کتلو سره جوتيږي چي کوم قومونه پر خپلو اوږو باندي د تېرمهال بار نه لري د هغوی اوږې سپکي وي او هغه قومونو په نسبت د پرمختګ ډېر چانسونه لري چي د تېرمهال تر بار لاندي وي امريکايانو خو تر دې انده وويل چي موږ د تېرمهال څخه بېزاره يو او موږ به مړو ته هيڅکله اجازه ور نه کړو چي هغوی پر موږ حکومت وکړي موږ به خپل اوسمهال تېرمهال ته قرباني نه کړو تېرمهال د خارق العاده افسانوي اتلانو دی او اوسمهال د باشعورو ولسونو دی.
ولسونو ته د خپل اهميت احساس شوی دی هغوی د هيچا د برترۍ منلو ته غاړه نه ږدي هغوی ته روښانه شوې ده چي د نړۍ ټول انسانان يو شان دي هيڅوک پر بل چا افضل نه دی.
که څه هم د پوستکي د رنګ پر بنسټ تعصبونه شوي دي په تېرمهال کي سپين پوستو ځانونه تر نورو لوړ احساسول ان تر دې چي د سپين پوستو په هکله ويل چي د غلامۍ لپاره پيدا شوي دي که څه هم د هغوی مذهب دوی د دې اجازه نه ورکوله چي توکميز لوړوالی ثابت کړي سپين پوستو د ضرورت له کبله د توکميز لوړوالي فکرونه درلودل هغوی د مستعمرو تر جوړولو وروسته هلته د شاړو مځکو د ابادولو لپاره غلامانو ته ضرورت درلود له همدې کبله هغوی له افريقا څخه په لوی شمېر سره تورپوستي د غلامانو په توګه مستعمرو ته وارد کړل د غلامۍ د ادارې د پايښت لپاره او پر خپلو تېريو د پردې د اچولو لپاره هغوی توکميزه لوړتيا روا وبلله په دې لړ کي داسي اکاډميک پوهان هم رامنځته شول چي د توکميزي لوړتيا لپاره يې دلايل راوړل هغوی دا خبره هېره کړه چي د پرمختګ او متمدن کېدو لپاره مناسب چاپېريال مهم دی چي هغه رامنځته شي بيا هيڅ ناشونې نه ده چي قومونه دي د د ټولنيز، سياسي او اقتصادي پرمختګ پړاوونه پی نه کړي پرمختګ د مناسب چاپېريال سره تړلی دی څوک چي په مناسب چاپېريال کي موجود نه وي هغه به وروسته پاته وي.
د توکميز تعصب افکارو د ملت پالني ولولې راوپارولې د نړۍ ډيرو ملتونو د ملتپالني په احساساتو کي تر ډوبېدو وروسته خونړۍ جګړې سره کړي دي او په لکو وګړي يې تر تېغ ايستلي دي د ملتپالني پر احساساتو يوازي سياسي پوهه بريالۍ کېدلای شي که حقايق په سوچه زړه سره ومنل شي هيڅ وجه نه ده چي ملتپالنه دي د کرکي لامل وګرځي.
که څه هم په نړۍ کي يې ډېر جنګونه د ملتپالني د احساساتو له کبله کړي دي مګر هلته هم د پردې تر شا نور لاملونه او مقصدونه وو په داسي جنګونو کي د نرانو تر څنګ ښځي او کوچنيان هم اغېزمن شول د ښځو څخه يې پت واخيست پر کوچنيانو يې جنسي تېر وکړ بلي خوا ته د تاريخ څخه دا څرک هم لګيږي چي په تېرمهال کي يې ښځو ته په کوم نظر سره کتل په هندۍ ټولنه کي يې ښځه د مېړه تر مرګ وروسته ژوندۍ ورسره سوځله د مېړه په پاتمړي کي يې برخه نه درلوده که به د مېړه تر مرګ وروسته ژوندۍ پاته شوه د بل واده حق يې نه درلود او پاته عمر يې په کونډتون کي تېراوه ښځه يې په کوچنيوالي کي د پلار، په ځواني کي د مېړه او په سپين سرتوب کي د زوی ملکيت بلله د هغې په هکله فکر کېده چي په ژوند کي کور نه لري يوازي قبر د هغې حقيقي کور و، له ډېر پخوا څخه داسي فکر کېده چي ښځه په ژوند کي  درې ځله وژل کيږي لومړی ځل چي وديږي د پلار کور پرېږدي اود  مېړه کور ته تلپاته هجرت کوي دويم ځل چي اولاد زېږوي او دريم ځل چي کونډه کيږي ښځه يې تش د کوچنيانو د زېږولو وسيله بلله د ښځو پلورل او پيرودل عام و، لکه څنګه چي نن هم ځيني خلک د ولور په نامه د لور او خور خرڅول عيب نه ګڼي په ډېرو ټولنو کي د ښځو په هکله رايي تغير موندلی دی اوس هلته ډېر ناوړه دودونه له منځه تللي دي يا مرګي حاله دي مګر داسي وروسته پاته ټولني هم شته چي هلته پورته راغلي نژدې ټول ناوړه دودونه پر خپل ځای پاته دي بلکي وياړ هم ورباندي کيږي.
د ټولنو د پرمختګ د کولو له لاملونو څخه يو لامل د ښځو بې قدري هم وه د کومي ټولني نيم وګړي چي فلج او له فعاليته لوېدلي وي هلته ښځه په ټولنه کي د عزت وړ مقام نه لري هغه ټولنه به څنګه پرمختګ وکړي.
تاريخي بې انصافيو ته په کتلو سره نن د ښځو د حقوقو خبره کيږي په ښځو کي د خپلو حقوقو شعور راټوکېدلی دی په دې هکله يې خپل ږغ پورته کړی دی راتلونکی تاريخ به شاهد وي چي د دې په ايسته به د ټولني په پرمختګ کي د ښځو هم پوره ونډه وي او هغوی به هم د نرانو په شان په ټولنه کي د قدر وړ ځای ته ورسيږي. پای

Copyright Larawbar 2007-2024