سياسي مبارز، ليکوال او شاعر اجمل خټک په حق ورسېد (پيغامونه)

حبيب تاثير - کوټه | فبروري 9th, 2010


اجمل خټکد عوامي نيشنل ګوند پخوانى مشر او د باچاخان د كاروان ملګرى اجمل خټك تر اوږدې ناروغۍ وروسته نن ماخوستن په پېښور کي په حق ورسېد.
ښاغلى اجمل خټک د يو شمېر كتابونو ليكوال دى او واړه عمر يې د پښتو او پښتنو په خدمت كي تېر كړى دى.
نوموړى د تېر يوه کال راهيسي سخت ناروغه او پر ځاى پروت وو چي نن د يکشنبې په ماخستن يې د ٨٥ کالو په عمر سترګي پټي کړې.
ټاکل سوې ده چي د ښاغلي خټک د جنازې لمونځ سبا د دوشنبې په ورځ ماپښين د خوشحال بابا په مېنه اکوړه خټک کي ترسره او جنازه يې په داسي حال کي خاورو ته وسپارله سوه چي د لراوبري پښتونخوا په زرګونو افغانانو برخه اخستې وه .





موږ د لراوبر ويبپاڼي اداره او ټول کارکوونکي د پښتون ملتپال ليکوال ، شاعر او لراوبر پښتون قام د يووالي د کاروان د مخکښ د مړيني له امله د زړه له کومي خواشيني څرګندوو ، پاک روح ته يې د لوی خدای له درباره د مغفرت دعا کوو اود قام پر ځوانانو ږغ کوو چي دژوند تر وروستيو شېبو پوري په پرله پسې ډول د لراوبر پښتون قام د يووالي او پرمختګ لپاره هلي ځلي وکړي .


پر کلتوري ټولنو او خپرندويو موسسو ږغ کوو چي د ارواښاد اجمل خان خټک د ناچاپو اثارو په چاپ او خپرواوي لاس پوري کړي او ولس ته يې وړاندي کړي . د لراوبر ويبپاڼي اداره د نوموړي د اثارو په انلاين خپراوي کي خپل تيارئ اعلانوي .


د ارواښاد اجمل خان خټک ټولو خواخوږو او کورنۍ ته په دې غمجنو شېبو کي له لوی خدایه د صبر غوښتونکي يو .


په درناوي
د لراوبر ټول کارکوونکي





اجمل خټك د پښتني ټولنې ابدي شتمني


ليکوال : ارواښاد ډاكتر كبير ستورى
نيټه : دسمبر ۱۹۹۷


د نړۍ په سر د انسان ژوند محدود دى، خو ځينو انسانانو دومره غټه مانوي شتمني جوړه كړې وي او ټول ژوند يې مانا ګرځېدلې وي، چې د مرګ له قيد څخه ازاد وي او تل ژوندي وي. په دې ډله انسانانو كې د پښتو د ادب پلار اجمل خټك راځي، چې په 1926ع كال په اكوړه خټك كې د حكمت خان په كور كې پيدا شوى دى.
دى اوس يو اويا (71) كلن دى، خو د پښتون ولس په خدمت كې نه ستړې كېدونكې منډې ترړې وهي. اجمل خټك يو ډېر اړخېزه سړيتوب (شخصيت) دى او د پوهنې، فلسفې، سياست او ادب په ډګر كې بې سارى جګ مقام لري. د اجمل خټك د سړيتوب ټول اړخونه په يوه مقاله كې راټولولو ګران كار دى، له دې كبله يو څو مهمو ټكو ته ځغلنده نظر اچول كېږي. اجمل خټك د باچا خان (فخر افغان) د لارې ملګرى او د خداى خدمتګارو د تحريك كره ستنه ده.
باچا خان كه څه هم د ستر خان زوى و، خو ناسته ولاړه يې د مزدور د طبقې او غريبانانو سره وه. باچا خان د ښكېلاك (استعمار) په مقابل كې د پښتنو په يوه مركز د راغونډولو لپاره دا سياسي ناره پورته كړې وه، چې (كه سپوره وي كه پوره وي، نو په شريكه به وي) ترڅو د مزدور د طبقې هغه اندېښنه له منځه يوسي، چې كه موږ د ښكېلاك او زبېښاك (استحصال، استثمار)څخه ځان خلاص كړو، نو بيا به مو خپل خانان ملكان زبېښي. د باچا خان دا ناره له پښتني ټولنې څخه اوبه اخلي، شريك ملكيت د پښتني ټولنې دود وو. لا تراوسه ډاګ، غر او جبه د پښتنو په ځينو سيمو كې شريك ملكيت دى. اجمل خټك د باچا خان دا سياسي ناره خپله سياسي فلسفه وګرځوله او د ادب په رنګينه جامه كې يې راونغاړله او په دې توګه يې له خپلو ملګريو شاعرانو او ليكوالو سره يوځاى قامي طبقاتي ادبي خوځښت (تحريك) روان كړ.
قامي طبقاتي خوځښت يا مبارزه د كمونستي يا سوسيالېستي طبقاتي خوځښت يا مبارزې سره توپير لري. د قامي طبقاتي مبارزې هدف د يوې خوا د ښكېلاك له زبېښنې څخه د ټول قام خلاصون او له بلې خوا د قام په منځ كې د تضادونو د منځه وړلو لپاره د ټولنې د ټول عاېدات عادلانه وېش دى، چې ټولنيزې ولسولۍ (سوشل ډيموكراسۍ) سره ورته والى لري. په نورو تورو سره د قامي طبقاتي مبارزې هدف د ټول قام ګټه او سوكالي ده، چې د يوې خوا بهرنى تضاد، چې د ښكېلاك سره يې قام لري، د منځه وړي او له بلې خوا د قام په منځ كې دننني تضادونه مزدور طبقې ته د پيداوارو (توليد) په وسايلو كې د عادلانه برخې د وركولو په واسطه د منځه وړي. د كمونستي طبقاتي مبارزې هدف د ټول قام ګټې نه دي، بلكې صرف د مزدور د طبقې ګټې دي، چې په هېواد (سټيټ) باندې د مزدور د طبقې د قبضې او حاكميت د لارې د پيداوارو وساېل په لاس كې اخلي، چې د قام په منځ كې تضادونه د منځه نه ځي، بلكې شكل او بڼه يې بدلېږي.
نن ورځ قامي طبقاتي ادبي خوځښت په پښتني ټولنه كې ډېر پراخوالى موندلى دى او زيات شمېر شاعران او ليكوالان په دې ادبي خوځښت كې د قام د هوساينې او ابادۍ په لور اوچت ګامونه اخلي.
قامي طبقاتي ادبي خوځښت د ادبي بهير پرمختللې (مترقي) بڼه ده، چې خپلو قامي ارزوګانو ته په نړۍ وال ډګر كې ژوند وربښي. له دې كبله ددې خوځښت چلونكيو شاعران او ليكوالانو ته قام پرسته مترقي شاعران او ليكوالان هم ويل كېږي.
اجمل خټك د قامي طبقاتي ادبي خوځښت د بنسټ ايښدونكي په توګه د پښتني ټولنې ابدي شتمني ګرځېدلې ده. د اجمل خټك د شعرونو او ليكنو ټولنيز ارزښت په دې كې پروت دى، چې د قام د ويښولو او پوهولو وسيله ده. قامي سياسي نظري او پېغامونه پكې په داسې انداز كې خوندي شوي دي، چې د شعر او ادب ښكلا او هنر پكې بشپړ او د ودې جګ پړاو ته رسېدلى دى. دلته يې د شعر يو بيت د بېلګې په توګه وړاندې كوو:
اجمل خټك د اديب فاضل او منشي فاضل د ازموينو وروسته د پېښور په پوهنتون كې د ادبياتو په څانګه كې د ماسټرۍ درجه ترلاسه كړې ده. په پښتو ژبه يې ډېر كتابونه ليكلي دي، چې ځينې يې دا دي: د پښتو د ادب تاريخ، د غېرت چغه، باتور ته عقيدت، دا زه پاګل وم، ژوند او فن، كچكول، موږ او منزل، فكر او عمل، عوامي جمهوري تحريك، د وخت چغه، ګلونه تكلونه، ګل پرهر، سرې غونچې او نور…
اجمل خټك پښتون قام ته د خدمت په لاره كې ډېرې سختې تنګې ليدلي دي. د پېښور، مچ، ډېرو او جهلم جېلونه يې بېلګې دي. دى 15 كاله (1973_1988ع) په كابل كې ژوند كولو ته مجبور شوى و، خو هلته يې هم د پښتو او پښتونولۍ وږمې هرې خوا وشيندلې او ذهني اوښتون (انقلاب) يې په تېره بيا د قام په ځوان كول (نسل) كې راووست.
د اجمل خټك د صدارت په وخت كې د عوامي نيشنل پارټۍ او قام پرستو پښتنو په هلو ځلو سره د پښتونخوا د قرارداد منظورېدل ستر سياسي برى او تاريخي وياړ دى، چې د باچا خان او خان بابا ولي خان د نظريو ډيوه بله ساتي .

Copyright Larawbar 2007-2024