کور / تازه خبرونه / یو بل برتانوﺉ پوځي هم ووژل سو

یو بل برتانوﺉ پوځي هم ووژل سو

فرانس پریس آژانس په خپل تازه خبر کی وایی چی په دوشنبه ناوخته درېیم برتانوﺉ پوځی هم د هلمند په نادعلی کی هغه مهال ماین والوزاوه چی د هغه په خنثی کولو اخته و . څو ساعته مخکی دوه برتانوي پوځیان د هلمند په سنګین کی چاودني وژلي وو . خبر زیاتوی چی اوس د برتانوي پوځیانو تلفات د ارجنټاین سره په ۱۹۸۲ کی د فالکلینډ د ټاپو د جنګ تر تلفاتو یو اضافه سو یعنی ۲۵۶ ته ورسېد .