د سياسي شخصيت اجمل خټک جنازه خاورو ته وسپارله سوه

د لراوبر اداره | فبروري 8th, 2010


د پښتونخوا د مشهور سياستوال، ليکوال او شاعر اجمل خټک د جنازې مراسم د زرګونو کسانو په ګډون د هغه په پلرني ټاټوبي اکوړه خټک کي ترسره سول.

د افغانستان له جمهوري رياست څخه يوه خپره سوې اعلاميه وايي د اطلاعاتو او کلتور د پخواني وزير عبدالکريم خرم په مشرۍ يې دې جنازې ته افغان پلاوى هم لېږلئ، چي د ماليې وزارت فرهنګي مشاور استاد نجيب منلى، د ښارجوړوني وزير انجينرمحمديوسف پښتون او د خوست پخوانى والي ارسلا جمال هم له نورو کسانو سره پکښي شامل دي.

اجمل خټک په ١٩٢٥ کال په پښتونخوا کي زېږېدلئ وو، چي پرون د يکشنبې په ورځ د ٢٠١٠ کال د فبروري پر اوومه يې د پېښور په يوه روغتون کي تر يو کلني ناروغۍ وروسته د ٨٥ کالو په عمر ساه ورکړه.

نوموړي د پېښور له پوهنتون څخه په فارسي ادبياتو کي ماسټري اخيستې وه، او لا اوولس کلن زلمى وو چي د پاچاخان د خدايي خدمتګارانو په ګوند کي يې غړيتوب واخيست.

اجمل خټک په ژوند کي ډېري سړې او تودې تيري کړي وې، په کلونو کلونو زندان ته لوېدلئ وو او همدا راز په ١٩٨٠ يمو کلونو کي د جنرال ضياءالحق د واکمنۍ پر مهال يې په افغانستان کي د تبعيد ژوند تېراوه.

د اجمل خټک د شعرونو او نثرونو ١٣ آثار او په سلګونو مقالې په ورځپاڼو او مجلو کي چاپ سوي دي، چي د شعرونو ټولګه (د غيرت چيغه) او د نثرونو هغې (دا زه پاګل وم) يې ډېري مشهوري دي.

د نوموړي د ژوند او خدمتونو په اړه نور جزيات او د خواخوږۍ پيغامونو ته لاندي تړون کليک کړی .
http://larawbar.com/detail.php?id=16117

Copyright Larawbar 2007-2024