هالنډ : پټ سوي بم زرګونه مساپر ځنډولي دي

د لراوبر اداره | فبروري 9th, 2010


هالنډي پوليسو هغه کس نيولی دی چي نن سهار يې له روزندال څخه زووله ته په لاره کي مساپرو ته ويلي وه چي په اورګاډي کي يې بم ځای پر ځای کړی دی او دوی ټوله به داسي ووژل سي لکه د ۱۱ سپټمبر د پېښي .
پوليسو د دنبوس مرکزي ستېشن له مساپرو خالي کړی دی ، له دنبوس څخه او دنبوس ته داورګاډو تګ راتګ په ټپه درېدلی او دمرکزي اورګاډځای شاوخوا کورونه او دفترونه ټوله خالي سوي دي .
پوليس دڅرخکو او روزل سوو سپو په مرسته دچاوديدونکو توکو پلټنه کوي . له نيول سوي کس څخه پوښتني ګروېږني رواني دي .
بله خوا د هالنډ د اورګاډي چارواکو رسنيو ته وويل چي چاوديدونکي توکي ددوی کارکوونکو په هغه چټکه اورګاډي کي وموندل چي د روزندال څخه ددنبوس له لاري زوولي ته تلله . پوليسو دا خبره رد کړې ده .

Copyright Larawbar 2007-2024