کور / تازه خبرونه / د حکيم الله مسود ژوند او مرګ لا هم يوه معما ده

د حکيم الله مسود ژوند او مرګ لا هم يوه معما ده

د تېري اونۍ تر هغو ادعاوو وروسته چي د حکيم الله مسود د مړېني په هکله وسوې، لا اوس هم د هغه مړېنه سل فيصده يقيني سوې نه ده.
د قبايلي طالبانو د مشر حکيم الله مسود پلويان د هغه مړېنه دروغ بولي، خو په سيمه کي د حکيم الله مسود د مخالفو طالبانو يوې ډلي ويلي چي نوموړى د تېري يکشنبې په ورځ په داسي حال کي له دې نړۍ وکوچېد چي د تيري مياشتي په امريکايي حمله کي د سختو زخمونو له امله کراچي ته انتقالېدئ.
د طالبانو دغه ډله وايي د حکيم الله مسود مړى په پاړه چنار کي خاورو ته سپارل سوئ دئ، خو د مسود وياند اعظم طارق وايي مشر يې روغ جوړ دئ.
تېره اونۍ پاکستاني او امريکايي استخباراتو د حکيم الله مسود د مړيني ادعا وکړه چي ويل يې د جنوري پر ١٤ – مه په جنوبي وزيرستان کي ټپي سوئ وو او د جنوري پر ٢٦ – مه يې د هماغه زخمونو له کبله ساه ورکړه، چي وروسته د اورکزى ايجنسي د مومندو په سيمه کي ښخ کړاى سو.