د سالنګ برف کوچ ۲۸ کسان مړه کړل
اسوشیټیډ پریس خبر ورکوی چی د سالنګ په غاښي کی لوی برف کوچ او توپان ۲۸ کسان مړه کړل او نور څه باندی ۷۰ کسه یې زخمیان کړل . خبر وایی چی ۱۵۰۰ کسان په ساړه او واوره کی د لاری خلاصېدو ته منتظر دي حال دا چی د سختی واوری اورېدل او یخني دوام لری . خبر زیاتوی چی څه باندی ۱۰۰ پوځیان او پولیس لګیا دي چی خلک د واوری څخه راوباسی او نورو ته نجات ورکړی . ویل کیږی چی ۳۰۰ موټرونه بند پاته دي .