کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د نړۍ د وتلو رسنيو اوورځپاڼو پېژندنه (۱۰) شينهوا

د نړۍ د وتلو رسنيو اوورځپاڼو پېژندنه (۱۰) شينهوا

د ۲۰۱۰ کال د فرورۍ اتمه
 


د شيـنـهـوا خـبـري آژانـس
 
Xinhua News Agency



چين د مرکزي او شرقي آسيا په لويه وچه کي  هم د نفوسو د لحاظه، هم د مساحت  دلحاظه  او هم د اقتصادي او صنعتي سرسام آوره رشد له پلوه د نړۍ ستر  هيواد دئ . دغه هيواد  نن سبا د خپل زحمت، د خپل صنعت او د خپلو مشرانو  دمتعادل او مسؤلانه سياست له برکته په   نړۍ کي ځان  د معظمو هيوادو په کتار کي را وستی دئ .
 
دغه  لوی او پر نفوسه  هيواد نن   د نړۍ په زياتو عرصو کي خپل د حرکت لوری  د يوه لوی او اثرناکه قدرت په حيث  تثبيت کړی دئ .  چينايانو په خپل  هيواد کي د رسنيو د قدرت او دهغه تأثير څخه د خپل فرهنګ د خپلي عقيدې او د خپلو  ارزشو و ساتني او  اشاعت ته  هم د يوې مؤثري ارتباطي و سيلې په  توګه اوهم د خپل هيواد د لا زيات پرمختګ او د نړۍ  دولسونو سره د سولي او امنيت د تحکيم  په خاطر  د هغه پياوړتيا ته  زياته پاملرنه کړېده .
 
په چين کي د وروستيو درېو لسيزو په دوران کي چي دې هيواد دسوسياليستي تګ لوري په ساتلو سره  و اقتصادي ودي ته د خلاصو دروازو خو کنټرول سوي سياست لاره  غوره  او  خپل اقتصادي پرمختيا ته يې نوی تحرک ورکړ،  همداسي مخ په وړاندي روان دئ، رسنيو هم  ورسره پراخه  وده کړېده . همدا اوس په چين کي  ۲۲۰۰ ورځپاڼي، څه ناڅه ۷۰۰۰ مجلې او ژورنالونه ،  ۷۰۰ ټلوېزوني  او ۱۰۰۰سيمه ائزه ملي راډيويي سټېشنونه  او  ۳۰۰۰  ټلوېزوني کېبلي چينلونه  خپروني لري    . که څه هم   په چين کي د مطبوعاتو رسمي قانون نسته ، خو صنفي اتحاديې چي د کمونيسټ ګوند تر اثرلاندي فعاليت کوي، د رسنيو د کارلوری ورتعينوي  او خبرنګاران په خپل ورځني فعاليت کي دهغه  ضوابطو  رعايت کوي چي  خپل ځان  د حرفه ای اخلاقو د منشور په اصولوباندي مکلف ګني او  د  هغه په چوکاټ کي خپل  ژورناليستيکي دندي  تر سره کوي .
 
خوددې سره  پخپله د چين په رسنيو کي هره خپرونه په ځانګړي توګه خپل  مستقلانه   سياسي تفسيرونه او تحليلي ليکني، داخلي او خارجي خبرونه نلري،  که څه لري نو هغه د يوه سره هغه څه دي چي د دولت د رسمي خبري آژانس  يعني د شينهوا لخواورته برابريږي .  چيني چارواکي د خپل سوسياليستي تګلاري پر مبنا  وايي  چي  د چين په پراخ هيواد کي د ټولنيز ګډ عادلانه ژوند په شرايطو کي، دغه شاني کنټرول  د اطلاعاتي هرج و مرجه څخه مخنيوی دئ او د چين د ملي عامه ګټو او غوښتنو سره يو منل سوی اصل ګڼل کيږي  . داسي هم  ويل کيږي چي د شینهوا خبري آژانس اړيکي د چين د کمونیسټ ګونده سره دونه مضبوطي دي چي هغه ته د ګوند او خلکو ترمينځ د يوه پله په حيث نسبت ورکوي .  
 
رسنۍ چي د خپلو مخاطبينو سره د خبري اطلاعاتو په وړاندي کولو کي خپله   دوامداره اړيکه  ټينګه ساتي په دولتو کي د قدرت د دوام د محوري اهرموڅخه ګڼل کيږي ،  په عين حال کي په  ټولنيزه بدلونو کي د  مقاومت بديل هم منل سوی دئ .  د ولسو پر افکارو باندي تسلط چي دهمدغه رسنيو لخوا د هغوی  سره د اړيکو زمينه برابريږي، و هغه ته  دائمي پاملرنه  يوه مرکزي مسئله ده . يوازي د ولسو سره اړيکي او د هغو   په افکارو کي  نفوذ   دئ چي دولتونه  په  خپلو ټولنو کي خپل حاکميت ساتي  او په دې وسيله د هغوی باور او اعتماد هم  لاسته راوړي ، د همدې مجراء څخه هم  ده  چي  ولسونه دپرمختګ  او بدلون  په خوا سازماندهي کيږي   او چي  بيا دغه سازماندهي د ټولنيز عدالت، انصاف، ترقي اوسولي پر مبانيو باندي ولاړ  وي نو بيا د ولسونو لوی لښکر په ځان پسې هم  روانوي .
 
د شينهوا خبري آژانس Xinhua News Agency ) ( يا NCNA چي د نوي چين د خبري آژانس په نامه هم ياديږي، د چين د ولسي جمهوريت رسمي خبري آژانس او په چين کي د خبرو او اطلاعاتو د راټولېدو او خپرېدو تر ټولو لوی مرکز دئ . دغه آژانس د رتبې له رويه د نړۍ د خبري آژانسو د الف په کتار کي راځي . دشينهوا خبري آژانس د چين د دووآژانسو څخه يو دئ . هغه بل  يې  د چين  د خبري سرويس په نامه ياديږ ي . د شينهوا خبري رسنۍ  نه يوازي په چين کي بلکه په ټوله نړۍ کي د خپل نقش او فعاليت د پراختيا په وجه يو ځانګړې رسنۍ ده . لس زره تنه کار کونکې لري  دغه رقم د نړۍ د نورو لويو خبري آژانسو په پرتله لکه رويټرز څو واري زيات دئ . په ټوله نړۍ کي ۱۰۷ دفترونه لري چي وظیفه يې د ټولو هيوادو څخه د اطلاعاتو را ټولول او په ټولو هيوادو کي د چين په باره  کي د اطلاعاتو خپرول دي . دغه آژانس پخپله چين کي هم ۳۱ ادارې لري چي په هر ولايت کي يوه اداره د خپلو تشکيلاتو سره فعاليت کوي .
 
د شينهوا خبري آژانس په چين کي د ۲۰ عمده  ورځپاڼو او  د ۱۲ مهمو مجلو د امتياز خاوند  دئ چي د هغوی څخه د شينهوا ډېلي ټلګراف، د شينهوا د آژانس  خبري بولټن چي په انګليسي، فرانسوي، هسپانوي، عربي او روسي ژبو خپريږي ، د مرجع اخبار چي هره ورځ خپريږي،  ورځني اقتصادي اطلاعات، د چين د امنيت ورځپاڼه، د شانګهای د امنيت ورځپاڼه، اسپرټ اکسپرس چي هره سه شنبه خپريږي . آوټ لوک  اوونيزه، دوې هفته ايزه چيني تفسير ، د نړۍ مهالنۍ، د چين د ګزارشو مهالنۍ، د عکسو د نړۍ مهالنۍ، د چين کالنۍ چي په چينايي او انګليسي ژبو  خپريږي  . د چين دولت دد ې رسنيو نيژدې په سلو کي څلوېښت بودجه تأمينوي . دغه رسنۍ اوس د خپلو عوايدو د ډېرېدو په لټه کي دي چي د اطلاعاتو د تجارت په عرصه کي ځان و خپل هدف ته  ور سوي  .
 
شينهوا د لومړي ځل د پاره په کال ۱۹۳۱ کي د سره چين د خبري آژانس ( Red China News Agency) په نامه په کار پيل وکړ او په ۱۹۳۹ کي يې نوم په دغه او سني نامه واوښت . د شينهوا مرکزي دفتر په پيکنګ يا بېجنګ کي  دئ او خپله لومړنۍ بهرنۍ شعبه يې په ۱۹۴۷ کي په لندن کي پرانيستله . د کمونيسټانو د واکمنۍ په ټينګېدو سره، په هغه هيوادو کي چي چين ډيپلوماټيک نماینده نه درلود نو شینهوا ددې هيواد د کمونیسټ ګوند د نماینده په توګه نقش لوباوه، په همدې توګه وو چي هغه ته  د کمونیسټ ګوند د ژبي او سترګي په  حيث کتل کېده . اوس اوس دغه رسنۍ د نړۍ په هر کونج  کي د نړۍ په اوو عمده ژبو  لکه انګليسي، فرانسوي، روسي، هسپانوي، عربي او پرتګالي ژبو، خبرونه  مخابره کوي . دغه رسنۍد نړۍ د اتو عمده خبري رسنيو سره د خبرواو تصويري    راکړي ورکړي پراخ مناسبات  لري .
 
د چين رسنۍ عمدتاً په خپل دننه کي د خپرونو ځانګړی سيسټم لري ،  د شينهوا درجه بندي سوي داخلي ګزارشونه چي انګريزي معنی يې  Readhead Reference   دئ  په انحصاري توګه يوازي د حزبي او دولتي هغه تر ټولو لوړو مقاماتو ته تهيه کيږي . دداشاني  خپرونومتني  اطلاعات او تحليلونه د عامو خلکو ولاس ته  نه رسيږي . دولت دغه شاني د دننه ګزارشو نه درجه بندي کوي . شينهوااو د چين زياتره خبري سازمانونه خپل ګزارشونه و داخلي خپرونو ته تهيه کوي .  چيني خبريالان زياتره  و کورني  ورځپاڼو او خپرونو ته مطالب ليکي  .
 
يوه چينايي تاريخ ليکونکي په دې باره کي ويلي دي چي دغه شاني په د ننه کي د مطالبو د ليکلو دود ددې باعث سول چي يو لږ شمېر خلک د هغه ناورين څخه خبر سي کوم چي  د کال ۱۹۶۰ په لسیزه کي  ۳۰ ميلیونه چينايان د لوږي څخه مړه سول . ويل کيږي چي هغه وخت د چين کمونسټ ګوند هيڅکله هم اجازه نه ورکوله  دغه شاني خبرونه  دي  و مطبوعاتو ته لاره پيدا کړي . د چين په دولت کي د رسنيو د خپرېدو سيسټم د يوې ډېر ي پېچلې د سلسله مراتبو د تېرېدو څخه جوړ دئ چي دهغه څخه هدف پر رسنيو باندي د سخت ګوندي کنټرول ساتل دي . د شينهوا د خبري آژانس لخوا د اطلاعاتو د مرجع په نامه  يوه خپرونه   چي د خارجي مطبوعاتو څخه ترجمه سوي  سرمقالې، خبرونه  او مقالې لري ، هغه د حکومتي مقاماتو د پاره  خپريږي . د درو څخه بيا تر لسو مخو پوري يوګزارشي متن  هم د داخلي مرجع په نامه د هغو مقاماتو لپاره  خپريږي چي رتبه يې  تر وزيرانو لوړه  وي   .
 
د شينهوا ترټولو پخوانۍ او مهمه شعبه په هانګ کانګ کي واقع ده . دغه شعبه مازي يوه مطبوعاتي اداره  نه ، بلکه تر دې د مخه چي ددې جزيرې واک  د انګرېزانو لخوا و چين ته ورکول سي، په ظاهره ديوه خبري آژانس په نامه يې  خپل فعالیت کاوه خو تر ۱۹۹۷ کال پوري دغه خبري آژانس  په هنګ کانګ کي د چين د نارسمي سفارت په حيث اجراآت کول .
 
د شينهوا په خبري آژانس کي د خبر د راټولولو سيسټم  د دريو لارو ،يعني  د مرکزي ادارې، د داخلي او خارجي شعبو لخوا تر سره کيږي  . دغه رسنۍ د داخلي او خارجي خبرو، اوعکسو د پاره ځانګړي د تحريريه   هيئت واحدوونه لري . په شينهوا کي  نړۍ وال خبرونه او په هغه کي  ګزارشونه او  تحليلونه د پنځو ادارو لخوا را ټوليږي  چي  د هري قارې دپاره يوه اداره جلا سوېده او هره اداره بيا په خپله دننه کي خپل تشکيلات لري او د خپلي مربوطه قارې څخه  خبرونه تهيه کوي . د آسيا او ارام اوقيانوس سيمه ائزه اداره په هنګ کانګ کي ده، د امريکا او لاتيني امريکې سیمه ايئزه اداره په مکسیکو سيټي کي، د افريقا دا په نايروبي کي، د مينځني ختيځ دا په قاهره  او د اروپا دا په پاريس کي خپل سيمه ايئزه خبرونه او ګزارشونه تهيه کوي . دغه آژانس  د ورځي هر دم ګړی  قريب نيم ميليونه کلمې خبرونه او سل عکسونه د نړۍ په ۷ ژبو و ټولي نړۍ ته مخابره کوي .. شینهوا تر ټولو لوی د عکسو آرشیف لري چي دوه ميليونه د تاريخي عکسو مجموعه هم  پکښې ده .
 
د شينهوا ځانګړې چاپخانه د کاله ۴۰۰ عنوانه کتابونه چاپوي چي د هغوی زياتره موضوعګاني په روانو چارو او سياست پوري تړلي مسايل  دي  .
 
په نړۍ کي د علم او تکنالوجۍ د پرمختګ سره سم شینهوا هم خپله د اړيکو تکنالوجي موډرنه کړېده . دغه رسنۍ اوس اوس د اړيکو د لېږلو يوه ماهواره ای  شبکه او لس د اطلاعاتو د ډاټا پروسس سيسټم لري . دغه رسنۍ د لېږلو يوه شبکه هم لري چي د ارتباطي ماهوارو او انټرنيټ څخه جوړ دي  شينهوا د اړيکو  يو سيسټم جوړ کړی دئ چي په هغه کي پيکنګ د اصلي مرکز په حيث او هانګ کانګ، نيويارک،پاريس او لندن د انتقال د فرعي مراکزو په توګه عمل کوي . دغه سیسټم  د ټول چين ساحه او سل  هيوادونه تر خپل پوښښ لاندي را وستلي دي .
 
په څو تيرو کلو کي،د  شينهوا خبري آژانس د تجارت  او سوداګرۍ په برخه کي هم خورا ګټور پرمختګونه کړی  او په سړه سينه  يې په دې حوزه کي ځان غزولی دئ . د چين د اقتصادي اطلاعاتو سرويس، د چين د خبرو پرمختيايي شرکت، د متحده ملي چين تبليغاتي شرکت، د چين د عکسو د سرويس شرکت، د نړۍ د عمومي اړيکو او د هانګزو (۱) د نړۍ واله اړيکو شرکت؛ په  شينهوا پوري د تړلو  شرکتو د جملې څخه دي چي د چين د سيالو شرکتو په مينځ کي يې ښه ځای پيدا کړی دئ  .  همدا رنګه د شينهوا خبري آژانس د خبرو د تحقيقاتو د مؤسسې، د نړۍ والو پوښتنو تحقيقاتي مرکز او د خبريالۍ د مدرسې خاوند هم دئ ، چي دا ټوله د خبريالۍاو د مخصيصانو د تعليم او تربيې په عرصه کي فعاليت کوي .
 
په چين کي د انټرنټ څخه د سالمي کارېدني ساحه هم د ۲۰۰۰ کال را په دې خوا عامه سوېده، همدا اوس په چين کي ۲۵۰ ميليونه چينايان و انټرنټ ته لاس رسي لري . د شينهوا د خبري آژانس  انټرنيټي پاڼه په کال ۱۹۹۶ کي په خپرونو پيل وکړه  چي د چين او ټولي نړۍ په هکله څلرويشت ساعته په شپږو ژبو خپروني کوي  .
 
د د ډله ائزه رسنيو سره  چلند او د چينايي تولني د اړتيا او ګټو  سره ، چيني چارواکو و مطبوعاتي آزاديو ته خپل حدود تعين کړي دي ،  چينايي مقاماتو  د غير دولتي مشورتي نهادو په جوړولو سره د چيني صاحب نظرانو سره په دې اړه تحقيقاتي او څېړنيزي  مطالعې کوي، د نورو هيوادو د سياسي او اداري تجربو څخه کار اخلي  تر څو د يوه  جمعي تعقل  او تفکر دلاري په رسنۍ کي د هري پديدې سره د چين د ټولني د اړتياو او شرايطو سره سم د مشکلاتو او ستونزو په حل کي کارنده   ګټه واخلي او  نه يوازي دداسي بحرانو مخه و نيسي لکه  په  شوروي اتحاد  او شرقي بلاک کي چي د هغوی د سقوط باعث و ګرځېده، بلکه  تلاښ کيږي اقتصادي ودې، ټولنيز رفاهيت، عامه نظم او د خپل فرهنګي ساختار په ساتلو سره و هغه  ته لا نوره  پرمختيا لاري خلاصه کړي . خو په رسمي توګه دغه سلطه يوازي د شینهوا د خبري اجنسۍ په لاس کي ده ،حتی د چين باوري او معتبري ورځپاڼي لکه د خلکو ورځپاڼه، چاينا ډېلي، د پکن عصر، ځوانان او . . . چي د هغوی چلوونکي  حزبي او دولتي  مقامات دي، ددې اجازه لا  نه لري چي د شین هوا د شبکې د باندي خبرونه خپاره  کړي .
 
 په بهر کي ځيني  اينټرنټي  خپلواکه خبري ويبپاڼو  دغه خبري او تحليلي انحصار او ضوابط  نقض کړي دي ،  او د غربي رسنيو غوندي  په چين پسې د امريکا  د ناخوښه دولتو په کتار کي و زياتو داسي ستونزو ته لمن وهي او يا هغه د عامه تحريک د پاره  پړسوي تر څو د چين و اوسني ساختار ته  ضربه ورسوي . دچين  دولت د دقيقو پلانو په طرحه کولو سره تلاښ کړی دئ چي د انټرنټ څخه د کار اخيستني  ساحه پراخه او تر ممکن حده  هغه د ناوړه اثراتو څخه   په امن کي کي  ، او سالم اومفيد مواد تر خلکو  پوري ورسوي .  چيني مقامات تل داخبره کړې ده  چي په چين کي د انټرنټ څخه د کار اخيستني شيوه داسي ده  چي چين هغه د خپلو قوانينو پر اساس اداره کوي او د هغه مطالبو د محتوی په اړه چي خپريږي  روښانه مقررات لري  .
 
په معاصره نړۍ کي سياست سمدلاسه رسانه ای بعد پيداکوي . هغه د پاملرني وړ موضوعات   چي  د  يوه سياسي سیسټم    د پريکړو څخه راوزي، د رسنيو د پاره  داسي مواد جوړوي  چي هدف يې د ځانه سره د خپلو خلکو يوځای کول او يا د ځانه څخه دهغوی ددښمنيوکمول دي .
 
چين  په خپلو رسمي بيانيو کي پر دې خبره تأکيد کوي چي د نړۍ  متعهده او انساني رسنۍ وظيفه لري چي  بايد و هيوادوته د متقابل احترام  اود سیاسی برابريو د اصولو پر بنياد و يوه اوبل ته ګټوري مشورې ورکړي او د اقتصادي امتيازاتو د ګټو زمينه  و ټولو ته برابره اود ګډو همکاريو دروازې  البته د خپلو فرهنګي ځانګړتياو او تفاوتو په ساتلو سره  و ټولو ته د هغوی د ملي ګټو په پام کي لرلو سره خلاصي پرېږدي . د متقابل اعتماد ، همکارۍ ، امنيت او د سولي د ټيګېدو په لاره کي دي مضاعف تلاښونه وکړي او د بشر د ښېګڼو او ښې راتلونکي دپاره دي  هغه عوامل ليري کړي چي د تشنج   او کشمکش  فضا ايجادوي   .
 
 ياداښتونه :
(۱)هانګزو په چين کي  د Zhejiang د ولايت مرکز او د  چين د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي مرکز هم  دئ چي شپږنيم ميليونه نفوس لري او د اقتصادي پلوه  د چين دوهم مطرح ځای دئ .      
 دليکوال يادونه : د رسنيود پېژندني  ددې لړۍ د ټولو برخو حقوق د ليکوال د نامه  سره محفوظه دي .  د ليکوال د کتبي اجازې نه پرته  ددې لړۍ چاپ او يا په يوه مجموعه کي د هغه بيا چاپ جواز نلري  .



مأخذونه  :
http://www.xinhuanet.com/english2010
http://en.wikipedia.org/wiki/Xinhua_News_Agency
http://en.wikipedia.org/wiki/Media_of_the_People%27s_Republic_of_China
LeMond Diplomatic


۱ سريزه ،۲ هندو ،۳  فرانس پريس ، ۴ الاهرام ، ۵ رويټر ،۶ APاسوشيېټډ پريس ، ۷  ايتارتاس ، ۸ يونايټډ پريس انټرنېشنل ، ۹ بي بي سي ، ۱۰ شينهوا ،