کور / تازه خبرونه / هلمند: تر جګړې مخکې ۱۸۰ کورونه اوبو يووړه

هلمند: تر جګړې مخکې ۱۸۰ کورونه اوبو يووړه

په هلمند ولايت کي د بهرنيو ځواکونو لخوا د پلان شوي جګړې څخه مخکي توپان او سيلابونو ۱۸۰ کورونه اوبو په مخه کړه ، په لومړنيو خبرونو کي وويل سوي چي په سلګونو څاروي اوبو وړي دي ، سيلاب چي د هلمند له روده راپيل سوی و د تيري شپې په نيمايي کي خلک د خوب په حالت کي په مخه کړه ، په دې پېښه کي د پراخ مالي زيان تر څنګ ځاني زيان هم اوښتی چي تر اوسه يې شمېرې نه د ي څرګندي سوي .
د هلمند رود په داسي حال کي خپل زور ښکاره کړ چي لا تر اوسه د افغان او پرنګي پوځ لخوا پلان سوې پراخه جګړه نه ده پيل سوې .
د يادوني وړ ده چي د تيري شپې زياتره قربانيان په سیمه کي اوسيدونکي کوچيان دي چي د تيري شپې راهيسي په سړه هوا کي تر شنه اسمان لاندي دمرستو په تمه دي ، ددوی له ډلي يو ماشوم د سړې هوا له امله وژل سوی هم دی .