کور / تازه خبرونه / په دايکنډي کي دوه متره واوره سوې ده

په دايکنډي کي دوه متره واوره سوې ده

له دايکنډي څخه په ترلاسه سوو خبرونو کي ويل سوي چي په دې ولايت کي د تيري ورځي راهيسي واوره اوري چي د دې ولايت د چارواکو په وينا اوس يې کچه دوه متره ته رسېدلې ده ، په دې ولايت کي په سلګونو کورونه او دکانونه تر واوري لاندي سوي دي ، نژدې سل کورونه او دکانونه د واوري له امله نړيدلي دي ، چارواکي وايي چي تر اوسه د مرګ ژوبلي په اړه دقيق راپورونه نلري .
دا په داسي حال کي ده چي دتيرو څلورو ورځو راهيسي د افغانستان په شمال او جنوب لويديځ کي زياتره ښارونه او ولسوالۍ د سړې هوا ، باران او سيلابونو له امله زيانمني سوي دي .