کور / تازه خبرونه / افغان دولت کمونسټ پلوه افسرانو ته دکار بلنه ورکړه

افغان دولت کمونسټ پلوه افسرانو ته دکار بلنه ورکړه

دافغانستان د کورنيو چارووزارت او په افغانستان کي مېشتو بهرنيو ځواکونو خبر ورکړی دی چي تر دې وروسته به د پوليسو او اردو په ليکو کي او ددوی د روزني لپاره د پخواني کمونيسټ پلوه دولت افسران په دنده ګماري . که څه هم چي د حامدکرزي په دولت يو شمېر د پخوانيو رژيمونو کسان پر لوړو او منځنيو پوستونو کي په کار بوخت دي خو دا لومړی ځل دی چي دولت عمومي توګه کمونسټ پلوه افسرانو ته په دولت کي د چانس ورکولو اعلان کوي .

امريکا پر افغانستان د بريد پر مهال شمالي ټلواله چي ددوستم په ګډون د رباني ، سياف او ځينو نورو ډلو څخه جوړه وه دافغانستان د اسلامي امارت دواکمنۍ ليري کولو په جګړه کي وکاروله او بيا يې د بن د کنفرانس څخه پيل په پرله پسې توګه ددوی ملاتړ وکړ ، شمالي ټلوالي چي ځانونه د مقاومت او جهاد مخکښان بولي په دولت کي د پخوانيو کمونسټي ډلو د نفوذ مخنيوی کاوه .
دکارپوهانو په وينا ۹ کاله وروسته د افغان دولت او امريکا لخوا کمونسټ پلوه افسرانو ته شين څراغ ورکول يو شمېر پوښتني پيدا کړي دي .
د کورنيو چارو وزارت يوه لوړ رتبه مامور لراوبر ته د نوم پټ ساتلو په شرط وويل چي پورتنۍ طرحه د کورنيو چارو وزير حنيف اتمر لخوا جوړه سوې او ولسمشر او بهرنيانو سره تر يو شمېر بحثونو وروسته اوس عملي کيږي .

د کمونسټ پلوه حکومتونو زیات شمېر افسران اوس هم په افغانستان او پښتونخوا کي په دکانداري يانورو مزدوريو بوخت دي خو هغوی چي په زياتي اړيکي يې لرلې په اوسني دولت کي دندي لري يا په لويديځ کي مېشت سوي دي .