کور / تازه خبرونه / هلمند:بېځایه سوي کډوال د بېړنيو مرستو غوښتنه کوي

هلمند:بېځایه سوي کډوال د بېړنيو مرستو غوښتنه کوي

د هلمند د مارجې ولسوالۍ ۲۵۰ کورنۍ دهلمند مرکز لښکرګاته راغلي دي او وايي چي ددولت اوبهرنیانو لخوا تر اوسه هيڅ ډول مرسته نه ده ورسره سوې ، دوی وايي که بېړنۍ مرستي ورته ونه رسيږي ماشومان او زاړه به يې دمرګ له ګواښ سره مخامخ سي .
بله خوا د هلمندوالي ګلا ب منګل نن په کابل کي يوې خبري ناستي ته وويل چي په لښکرګا کي يې د ۲۰۰ بېځايه سوو کورنيو سره مرستي ترسره کړي دي چي دا خبره دمارجې ولسوالۍ بېځايه سوي کسان ردوي .
د هلمندوالي ګلاب منګل داهم وويل چي د طالبانو لخوا د سولي پيغامونه ورته رسيدلي دي خو ده په دې اړه جزيات ورنکړل .
افغان او پرنګي پوخ دطالبانو څخه د مارجې ولسوالۍ د نيولو په نيت د پراخو پوځي عملياتو پلان جوړ کړی دی چي ويل کيږي په نن سبا کي به عملي سي .

بله خوا ناتاييد سوی خبرونه وايي چي طالبانو هم په مارجه ولسوالي کي د عملياتو لپاره پوره تياری نيولی دی خو له مارجې څخه راستنو سوو کسانو لراوبر ته وويل چي طالبان هم له مارجې څخه وتلي او فکر کيږي چي نوي سنګرونه به يې اباد کړي وي .
د نړيوالو مطبوعاتو په حواله چي دمارجې د نيولو لپاره داعمليات په تېرو ۹ کالو کي تر ټولو لوی عملیات دي چي په راتلونکو ورځوکي به په هلمند کي ترسره سي .