کور / تازه خبرونه / اېران د يورانيمو په غني کولو لاس پوري کړ

اېران د يورانيمو په غني کولو لاس پوري کړ

د اېران دولتي ټلوېزون وايي سر له نن څخه د دغه هيواد د اټومي انرژۍ ادارې د يورانيمو په پخولو کي د شل فيصده زياتوب راوستلو کار پيل کړئ دئ.
پرون د اېران ولسمشر احمدي نژاد د يورانيمو په غني کولو کي د شل فيصده زياتوالي اعلان کړئ وو چي ډېر ژر به شروع په وکړي.
اېران له څو کلونو راهيسي د يورانيمو په زياتوالي کي له نړۍ والي ټولني سره لاس او ګرېوان دئ، نړۍ واله ټولنه وايي اېران د اټوم جوړولو هڅه کوي، خو اېراني حکومت وايي دوى يې د سوله ايزو هدفونو او برېښنا د زياتوالي دپاره خپل يورانيم ډېروي.
بلي خوا ته د فرانسې او امريکا حکومتونه هم پر اېران د نويو بنديزونو پر لګولو باندي سلا سوي دي، چي د اټومي پروګرام سره د اړوندو کسانو شمتنۍ به کنګل او بهر ته بر سفرونو به يې بنديزونه ولګول سي.