کور / مرکه / مرکه : افغانستان او سپينه ماڼۍ

مرکه : افغانستان او سپينه ماڼۍ


د( یخا مسكوا) دوو ژورنالیستانو ( شورد نادزی سوفيكا ) او (اولګا بیچكوا ) د وتلي ژورنالیست ( میلور ستوریا ) سره د افغانستان په هكله مركه كړي ژباړه یی د لوستونكو مخی ته ايږدم .

سوال : د افغانستان نه به یی پیل كړو، د امريكا جمهور ريس بارك اوباما د كانګریس نه ۱۶۰مليارده ډالر د افغانستان د وسلوالو ځواكونود حاجت له پاره وغوښتل ،د دغه پیسو نه ۳۳ مليارده ډالره د روان كال لګښت دی : زه نه پوهیږم چی دا ښه كار دی او كه ښه نه دی ؟
جواب : ستونزه همدا ده چی څوك نه پوهیږی په افغانستان كی كوم كارښه دی او كوم بد .

اوس مهال په افغانستان كی جنګ دی راځی ویی څیړو دا جنګ كوم جنګ دى، استكباري ، ازادونكی ، اشغال لونكى ، عادلانه ، غیری عدلانه ؟ كوم جنګ دی ؟ امریكایان جنګ په دوه ډوله تعبیروي – حتمي جنګ یعنی (تپل شوی جنګ )او انتخابي جنګ ، یعنی چی ورته یی خوښه وي روښانه كوی : امريكا كولای شول په عراق ګذار ونه كړي ، پلټنه وكړي چی هیواد یی كیمياوي وسلی لري او كه نه ، دا یی كار یی ونه كړه وا نیغ په نیغه یی په عراق ورودنګلی او جنګ یی پیل كړه دی جنګ ته ( انتخابي جنګ ) وای او دا جنګ دوړوكی بوش خوښه وه، او په افغانستان كی چی امريكایانو جنګ پیل كړی ورته تپل شوی ( ضروري ) جنګ وای په دی خاطر ورته تپل شوی جنګ واي چی بله لاره نه وه او هلته په افغانستان كی د القاعدی او طالبانو پټ ځالی و، د نړیوال قانون په چوكاټ كی جنګ هم په دوه ډوله ( تپل شوی جنګ اود خوښی ( انتخابي )جنګ تعبيروي خو دا د ستونزو د حلولو لار نه ده یواځی ځان ته بازي وركول دي.(( ضروري جنګ )) څه ته واي ؟ كه زه ووایم چی د منځكی په سر په هره نقطه كی(( ضروري)) جنګ ته اړتیا ده ددی نه څه په لاس راځي ؟
د دی نه په غیر په افغانستان كی امريكایان جنګ په دوو مرحلو ویشي: لمړی مرحله: امريكایان واي په افغانستان كی جنګ عادلانه جنګ دی په دی خاطر چی ترهګر( القاعده او طالب ) له منځه وړي ،
هغه القاعده چی په امريكا كی د راكړی وركړی نړیوال تجارتي مركزونه ونړول اوپه پینتاګون یی ملكی الوتكی ور مارش كړی، تر اوسه د طالبانو او القایدی مشران په لاس نه دی ورغلي اوپه پاكستان كی د پښتنو په ساحه كی چی په غرونو كی اوسیږي پټ دي، دا چی نه یی ملا عمر ونيو او نه یی بن لادین اوبیا هم دی جنګ ته دوی عادلانه جنګ وای ، عادلانه نه بلكی ریښتینی جنګ دی ، امريكایان او نړیوال ځواكونه د دی له پاره نه دي راغلي چی بدل واخلي او یا القاعداو طلبان له بینه یوسي بل مقصد لري او د هغی مقصد لاس ته راوړو لو له پاره راغلي دي

هلته په افغانستان كی اوس څه تیریږي ؟ كه په واقیعت سترګی پټی نه كړود روسیي دولت هلته په احمقانه حالت كی دى، په روسیي كی عام خلك او مډيا په افغانستان كی د جنګ ضد د ي اوغندي ، او دولتي چارواكي بيا د امريكا او متحد هیوادونو سره چی په افغانستان كی په جنګ بوخت دي مرسته كوي: خپله خاوره یی ورته په خدمت كی وركړی اود روسیي د خاوری نه افغانستان ته وسلی وړي ،دا هم په زړه پوری ده چی هیڅوك نه پوهیږي چی ددی جنګ ماهیت په څه كی دی، د روسیي دولت ته دا جنګ په څو دلایلو په ګټه دی : اول – داچی امريكایان په افغانستان كی راګیر دي د روسیي واكمنان خوشحاله دي ، المانيان وای ( شاډ ین فراید) په زړه پوری : روسانو دا دوزخ لیدلی ،پریده چی اوس یی امريكایان او دهغی انډیوالان وویني.
دوهم : روسیي دولت د اسلامي بنیادګرانو نه ویره لري ، او همداسی د نیشه يي توكو نه چی په ټوله روسيه كی پی ځوانان محطآط دي او ۹۰% هیروين د افغانستان نه روسیي ته راځي كه د امريكایانو په واسطه د اسلامي بنیادګرانو او مخدره توكو مخه و نيسي مجبور دي خپله اقدام وكړو
سوال: كولای شم داسی پوښتنه وكړم ؟ اوګوری تاسو وای چی په افغانستان كی جنګ د روسیي دولت په ګټه دی، بلی ؟ ځكه مونږ د هیروينو اواسلامي بنیادګرانو نه ویریږو، دا سمه او د فهم وړ هم ده چی افغانستان زموږ ګاونډي هیواد دي، تاسی وويل چی دا جنګ تپل شوی جنګ دی، سوال دادی چی امريكایان ولی او د څه نه په افغانستان كی بیریږي ؟

جواب : اوس امريكایان په هغه حالت كی قرار لري چی یو وخت د روسیي دولت لره ، لاره تری وركه وه چی په څه شان د افغانستان څخه پښی سپكی كړي، تاسی پوهیږی چی خبره په څه كی ده ؟ كله چی یو هیواد په كوم بل هیواد وسلوال تیری وكړي او وسلوال ځاكونه یی هغه هیواد ته ورننوځي بیرته وتل تری ناكامي ده او د ناكامی نوم هغه هیواد په ځان پوری تړلی شی چی زور نه لري ، كله چی امريكا د ویتنام څخه خپلی قواوی ویستلی دا د امريكا له پاره لویه ماتی او د غم ورځ وه، او كله چی د روسانو لښكری د افغانستا ن څخه وتلی سره له دی چی د ګروموف سور بیرغ په مخكی ځلانده روان و بیا هم د روسیي له پاره ملا ماتونكی تراژیدي وه ، او دا امريكایان نه غواړي ، روښانه خبره ده چی اوباما یی هم نه غواړي ، كه اوس له افغانستان څخه قواوی وباسي د ټولټاكونو په دوهم تور كی هیڅ كله بریالی كیدای نه شي ، مشهور سیاستي شنونكی (ګیري اویلس) واي كه چیری اوباما یو لوي شخصیت وي ، باید ددوهم ځل جمهوري ریاست قرباني وركړي او كلك هوډ وكړي او د افغانستان نه وسلوال ځواكونه وباسي
پوښتنه : چی داسی ده بایداوباما د اول نه افغانستان ته پاملرنه نه وی كړي ، ځكه هغه د جنګ په ضد د شعار تر نامه لاندی جمهور ريس شو هغه نه شو كولای چی افغانسان ته پاملرنه ونه كړي
پوښتنه : نه یی غوښتل خو وی ویل.
جواب : اصل خبره په دی كی ده چی اوباما انتخابي جنګ غنده د عراق جنګ چی بوش پیل كړی و د (بوش د جنګ )په نوم یادوه ، كه چیری اوباما ددی سره غبرګ ویلي وای (( چی راځی د افغانستان څخه قواوی وباسو)) په هغه وخت به یی د هیلری كلنټن چی وتلی او پیژندلشوی سیاست كونكۍ و ه په وړاندی یی ټولټاكنی بیللی ، كله چی وړوكي بوش په عراق د حملی تكل وكړه هیلری كلینټن ورسره هم نظره وه او اوباما نه وو.هغه نه شو كولای چی په یو وار داسی دوه غټ وړاندیزونه چی (( مونږ د عراق اوافغانستانه وځو )) عملي كړي ، ډیره ستونزمنه وه چی دا كار یی كړای وای ، اوباما پوهیده كه دا كار وكړي ټولټاكنی نه شي ګټلای ځكه په امريكایانو خپل هیواد ډیر ګران دی او نه غواړي چی وسلوال ځواكونه یی چی په كوم هیواد منګولی خښی كړي په اسانی پریدي، او كله چی د جمهوري خوا ماكین سره مقابله شو دلته یی بیا غوړه مالي كوله، اوګوری كله چی اوباما تصميم نيوه چی افغانستان ته نور ۳۰۰۰۰ وسلوال ځواكونه ورننه باسي د ډیر فكرنه وروسته داسی وویل (( چی زه دا قواوی افغانستان ته لیږم خودا وایم چی په ۲۰۱۱ كال كی به بیرته خپل هیواد ته راستنیږي )) .
دادی ۲۰۱۰ كال ورپسی ۲۰۱۱كال ددی امكانات نه شته چی اوباما دی خپلی قواوی د افغانستان نه وباسي خو اټكل یی سم دی ځكه په ۲۰۱۱ كال كی د دوهم ځل له پاره د ولسمشری ټولټاكنی پیل كیږي او ددی شعار تر نامه لاندی كیدای شی ټاكنی وګتی اګر چی ورته ګرانه به وي ځكه همدا اوس د ستونزو سره لاس و ګریوان دی (( كه ده په اول كی ویلی وای چی د افغانستان څخه قواوی باسم ځكه لاس ته راوړنی نه لري )) اوګوری څو ورځی مخكی په لندن كی د افغانستان له پاره نړیوال كنفرانس رابلل شوی و څه نتيجه یی وركړه ؟ وی ویل راځی طآلبان په پیسو راونيسو او د ځان پلویان یی كړو
پوښتنه : د لندن په كنفرانس كی زمونږ پشنهاد د خندا وړ و زه ځان ته دا اجازه وركوم چی ددی خندا وړ سوال پوښتنه له تا وكړم …
جواب : د لندن په كنفرانس كی د روسیي دولت وړانديز عملي بڼه نه لرله یواځی پروپاګندي اړخ یی لاره زمونږ وړاندیزونه د لندن په كنفرانس كی د كنفرانس د ګډنوالو د خندا وړو اومونږ ته دلت د خندا ..
پوښتنه :د روسیي دولت وړاند يز دا و (( كه امريكا او ناټو هیوادونه پیسی وركړي مونږ په افغانستان كی خپلی ورانی ويجاړی پوروژی بیرته په پښو ودرو )) ډیر ښه .
جواب : بلی په افغانستان كی شوروي اتحاد د فرهنګ او كلتور( دوم كولتور ) ستره ودانی ودانه كړی وه مونږ تل په نورو هیوادونو كی یواځی كولتوري او سپورتی ودانی ابادوو .
.
پوښتنه :او كتابخانی ..
جواب : مونږپه كابل كی د( دوم كلتور) ودانۍ اباده كړه ، تاسو پوهیږی چی اوس دهغی ستری ودانۍ سرنوشت څه دى ، هغه ستره ودانۍ نن ورځ په نړی كی د نیشه یانو د راټولیدوسترمركز دی،په ریښتيا هلته نن ورځ نه څوك ټنګټكور كوی او نه نڅاګانی، یو وخت و چی هلته د روسیي مشهور هنرمند (كابزون ) به په افغانستان كی د میشتو وسلوالو ځاكونود سربازانو او افسرانو د مورال لوړلو په خاطر كنسرتونه وركول چی اوس هغه ښكلی ودانی زیر زميمي ده كله چی هلته ور ښكته شی یواځی د هیروينو او مور فوينو محتاط په كی رغړي چی په لیدو یی د سړي غونۍ رازیږي.
پوښتنه : دا مانا چی هلته اوس ډیران دی ؟

جواب : بلی دا په ریښتيا دوزخ دی ، ځما په فكر زمونږ وړاند یز د لندن په كنفرانس كی تبليغي اړخ لاره ، مخكی به مونږ د ملل متحد غونډو ته د سولی د پيشنهادونو سره ورتلولوچی نړی بی جنګه او بی وسلی وي، كه ريښتيا وویل شي هغه كار مونږ اوس نه كوو ځكه چی وسلی ونه لرومونږ ته څوك د سوپر( ستر) ځواك په سترګه نه ګوري
پوښتنه : بلی . اوس خو دامريكا د سیاست كونكو ډله راغلی چی شعار یی هم دادي چی وسلی باید نه وي
جواب : خبره په دی كی ده چی د امريكا جمهور ريس اوباما د بی وسلو كولو پلوي دی له ده نه مخكی ( یزین خاو) د امريكا لمړی جمهور ريس و چی د بی وسلو كولوپلوی و خو( یزن خاو) هغه وخت د بی وسلی كولو خبرخپوركړه چی د واكمنی دوره یی پای ته رسیدلی وه دوهم جمهور ريس( ريګن ) و چی د ا یس لیند په پلازمينه ریكاوكی كی د بی وسلو كولوخبر وركړه او( ګر بچوف ) ورسره ومنله هغه وخت د امريكا جمهور ريس سره په خوا كی د مشوری څوك نه ودواړومشرانو د وسلو بندول ومنل او وی ویل چی ټولی زروي وسلی به له منځه وړو خو كله چی ریګن دا خبره خپل خارجه وزير( شولڅ ) ته وكړه هغه حیران پاتی شو چی دا كار دی څنګه وكړه او د همغه ځای نه پیل شوه او اوس برعكس اوباما واي چی مونږ (( ته لازم دي چی د وسلو نه ځان خلاص كړو)) او زمونږ جمهورريس میدویدف وای (( نه))
.
له دی نه معلمومیږي چی جمهور ريس میدویدف غواړي چی مونږ سوپر ځواك اوسو ، دلته ویلای شو چی مونږ په ریښتیا د امريكا نه نه وروسته اول او یا دوهم د اتمي وسلو ستر قدرت يو
پوښتنه : سوال داسی مطرح كوم : د افغانستان مسله یوه داسی مسله ده چی په د ی مسله كی امريكا او روسیي دولتونه په زړه پاك نه دي یو بل ته دوكه وركوی ، امريكا افغانستان ته راغلی غواړي خپله ستراتیژي پلی كړي بلی؟ نو په دی خاطر دا د هغوی له پاره ریښتينی جنګ دی، د امريكا سره د ترهګرو، نیشه یی توكو او داسی نورو تشويش نه شته ، او زمونږ لمړی ستونزی د افغانستان سره مخدره توكي دي چی په ډیره پراخه پیمانه زمونږ هیواد ته قاچاق كیږي،ځكه مونږ دلته د افغانستان سره په جغرافیايي موقيعت كی نژدی يو، امريكا له پاره دا سوال دومره د تشويش وړ نه دی ، ولی چی د افغانستان نه ډیره لری پرته ده.
جواب : بلی د هغوی ستونزی د كلومبيا او لاتني امريكا سره دي
پوښتنه : بلی . د ستونزو د حل لاری شته ، كه هر یو ستونزو ته د خپلی زاویه نه ګوري نو د حل لاره یی هم بیله ده ، لكه چی تاسو یاداوري وكړه چی د لندن كنفرانس د افغانستان په هكله جوړ شوی و د یو بل نظرونه سره ورته نه و.

په روسیي كی متل دی واي ( زه په ایوان او ته په احمق ) ؟ (( په پټي كی اقطي او په كیف كی كاكا )) څه شی اوكوم یو په زړه پوری دي زمونږ نظر یو د بل سره سر نه خوري خو یو بل ته اړیو ، ځما مطلب د امريكا او روسي هیواد نه دی هر یو غواړي یو بل ته دوكه وركړي .
پوښتنه : د ا یواځی په افغانستان كی د دوی نظرداسی دی او كه په نورو هیوادو كی هم ؟
جواب : په صورت عموم سره ، خو دلته مونږ د افغانستان په باره كی خبری كوو دلته له ورایه بریښي : چی یو بل ته په زړه كی خیرن دي په دی هم پوهیږو چی یو بل ته اړ هم دي، د روسیي دولت غواړي د امريكا په لاس په افغانستان كی چټل او ناولي كارونه تر سره كړي ، امريكا وای چی د روسیي دولت دی هم زمونږ سره په دی ناولي او چټل سیاست كی راګډ شی او ځان دی په كی ناولی كړی.
پوښتنه : زمونږ اصول څه د ي ؟
جواب : واضح خبره ده چی مونږ د خپلو اصولو پلویان یوغواړو په خپلو لاسونو ځان ناولی كړو او هغوی غواړی چی مونږ خپل لاسونونه دهغوی په اصولو ناولي كړو
پوښتنه : تر څه وخته ؟
جواب : یوه تجربه او بس .
پوښتنه : ولی ؟
څومره چی زه پوهیږم ،هغوی وائی چی مونږ داسی سره نه دي ویلي ؟

جواب : په دی خاطرهغوی چی څه وای او مونږ یی و نه منو بیا غوسه ورځي او هر څه له مونږ نه انګري ، دادی په راتلونكی نژدی كی اوباما او میدویدف سره لیده كاته كوي، او د ا سوال به ددوی د خبرو موهم ټكی وی ، هغوی به مونږه خطا باسي او مونږ به هغوی : اوباما به وای : (( اجازه راكړی چی درته په ګوته كړم چی نن په روسیه كی د مخدره توكو محطاط ځوانان مخ په زیاتیدو دي ، او د روسيی په شمالي ولایتونو كی حالت كړكیچن دي، حتی څو ورځی مخكی د اینګوشیت د كورنیو چاروپه وزير وسلواله حمله وشوه ، او تاسی مونږ ته په خپله خاوره كی د التولو اجازه نه راكوی، اګر چی په دی موافقه شوی او دواړوجمهور ريسانو ، د روسانو د قواوو لوي دریستیز او همداسی د متحدو قواواو د امريكا لوی قوماندان په خط لاس ليك كړی دی ، نه پوهیږم چی ستونزه په څه كی ده؟ او مونږ به بياهغوی ته وایو( چی تاسی په افغانستان كی د ترهګرو په وړاندی جنګ نه بلكی د عامو خلكو په وړاندی جنګ پیل كړی دی ، تاسو دلته غواړ خپلی نظامي اډی جوړی كړی او دا دی پاكستان ته مو پښه اوږده كړی )) او داسی نوری نيوكی.
په ریښتيا مونږ نه غواړوچی د امريكا نظامي هډی دی په افغانستان كی پرتی وي ؟ مونږ ته اسلامي بنیاد ګران دومره خطرنا ك نه دي لكه چی د امريكا نظامي اډی ، مونږ هلته په چكسلواكیه او پولینډ كی د دفاعی سیستم سره موافق نه یو او دوی دلته په بغل كی راته پخی نظامي اډی جوړوي.
پوښتنه : او دا هم ورته وایو چی په افغنستان كی د شوروي اتحاد جوړی شوی پروژی چی ړنګ شوي په خپلو پیسو ابادی كړی.
جواب : بلی .
پوښتنه : كه چیری د شوروي اتحاد وختونو ته لاړ شو او د روسانو د سرو لښكرو ورننوتل او بیرته وتل د امريكا د وسلوالو ځواكونو سره پرتله كړو ډیر اړخونه یی یو بل سره لګیږي ، تاسو ددی په هكله كومه پيش بیني كولای شی ؟
جواب : كه تاسی د افغانستان د جنګ په هكله د عامو خلكو نظر راټول كړی ډیر ورته والی لري، په تعصب سره باید ووایم چی دلته په روسيه كی دافغانستان د جګړی سره یواځی دوه قوتونو مخالفت لاره : اول قوت د هغه سربازانو میندی وی چی په افغانسان كی جنګیدلیي و او دوهم قوت( ساخر) او د هغه ملګري و، كه ستاسو په ياد وي ساخر یی په دی تورن كړه چی وطن پلورونكی دی ، د وكيلانو په كنګره كی یو سرباز چی د افغانستان په جنګ كی دواړه پښی له لاسه وركړی وی په ساخر تور ولګاوه چی وطن پلورونكی دی ، واكمنو د اسی معیوب چی دواړه پښی غوڅی شوی وی له كومه را پیدا او د ساخر په مقابل كی ودراوه ،ساخر هغه ته هیڅ نه شو ویلای ځكه هغه د لوړ شخصیت او كركترخاوند و هغه دی بی پښو انسان ته نه شو ویلای (( چی په ما ګرانه تا خپلی پښی ځما په خاطر له لاسه نه دي وركړي تا خپلی پښی د هغه چا په خاطر له لاسه وركړي چی ته یی افغانستان ته استولی وی ، زه وطن پلورونكی نه یم ، وطن پلورونكی هغوی دي چی ته یی د افغانستان دوزخ ته چی وسپنی په كی ویلی كیږي استولای وی ))
پوښتنه : زمونږ سربازان او د امريكا سر بازان چی په افغانستان كی جنګیدلي د هغوی او دوی سره څه ډول برخورد كيږي ؟
جواب : تاسی پوهیږی چی هلته په افغانستان كی څه خبره ده ؟ هلته اوس عام خلك واي چی روسان د امريكایانو په پرتله ښه خلك و
پوښتنه : افغا نان اوس په یاد راوړي چی روسان د امريكایانو په پرتله څوځله ښه و ؟.
جواب : بلی . افغانانو چی د امريكا او متحدو ځواكونو بد كارونه ولیدل اوس د روسانو ارمان ورځي، دا روښانه ده ، چی مونږ نه پوهیږو اونه شوكولای چی حالات درست او علمی وسنجو او عمل پی وكړو ، لكه چی امريكایان یی كوي ، مونږ غوښتل په افغانستا كی په یو وار سوسیاليزم جوړ كړو خو هغه وسله چی د سوسیاليزم له پاره په كار وه استفاده مو تری ونه كړه یواځی مو وزپوو ، مونږ باید بل یو څه كړي وای ، ځكه هلته د كمونستانو څو رهبران و چی په نوبت سره به بریژنف تری چپی اخسلی او زمونږ خاص ګارد به بیا په نوبت سره تری ژوند اخيسته ، په اخر كی چی كله د افغانستان څخه ووتلو بيا موهلته نجیب الله د یو وخت له پاره پریښود ، نجيب الله یی ونیو، وی واژه او بيای سر ښكته كونه پورته وزړاوه ،كه چیری د امريكا وسلوال ځواكونه له افغانستانه ووځي طالبان كابل ته راځي او كله چی طالبان كابل ته راننوتل او كرزي په وخت سره غرب ته پښی سپكی نه كړی د نجيب الله په سر نشت به اخته وي.
پوښتنه : د امريكا له پاره په افغانستان كی تاسی كوم روښانه وريانټ وينی؟
جواب : روښانه وريانټ هغه دی چی د اوباما لیبرال دیموكراتان یی وای (( كه چیری اوباما په ریښتیا لوي جمهور ريس وي حتما باید غټ ګام پورته كړی او د دوهم ځل د جمهوري ریاست په فكر كی نه شی او لاړی ورتوكړي او وسلوال ځواكونه له افغانستانه وباسي )) دا یی علمي اړخ نه دی .
پوښته : كه هغوی خپلی قواوی وباسي هلته څه پیښیږي ؟ جواب : طآلبان بیرته كابل ته راځي
پوښتنه : سل به سلو كی ؟
جواب : بلی . د شریعت قانون به پلی وي او بيا به همغه دیګ او همغه ټیپر وي لكه چي د امريكایانو نه دمخه و.

پوښتنه : او د اوباما له پاره؟ داسی ګینی كیږي ؟ كه تاسی د امريكا د هرجمهور ريس سیاسي دريز له نظره تیر كړی هر یو د جنګ پلوي دى په دی خاطر چی خپله امبار كړی وسلی په مصرف ورسوي هغوی مجبور دي چی دا كار وكړي ، د هغوی له پاره دا یو تاريخ دی، اوباما باید چیرته وی، دلته یا هلته ؟
جواب : نه زه دا فكر نه كوم چی اوباما دی د وسلو جوړونكوته دا پرست وركړي چی د وسلو له لاری یی په پيسیو خیټی وپړسیږي ددی كلمی د ویلو نه عفه غواړم ، دا سمه ده چی د امريګا ټول جمهور ريسان د جنګ پلویان وه ، د (ویلسون ) په واكمنی كی اول نړیوال جنګ پیل شو ، د (روزویلت ) په واكمنی كی دوهم نړیوال جنګ د (ترومینا) په واكنی كی په كوريا كی او بيا جونسن او نیكسن په ویتنام كی ، غټ بوش په عراق باندی اوله حمله وكړه او وړوكی بوش د دوهم ځل له پاره په عراق او افغانستان ور ودانګل ، او اوس په حقيقت كی د افغانستان جنګ د اوباما جنګ شو،اوس اوباما نه شي كولای چی د چا په حواله چی زه ملامت نه یم په افغانستان كی چی جنګ پیل كیده زه جمهور ريس نه وم .
يولسم د سپتمبر نه وروسته كله چی امریكایانو په افغنستان راودانګل او په زرګونو افغانان یی له تیغه تیر كړل بهانه یی دا وه چی دا زمونږ دشمنان دي له بینه وړو خو كله چی په توره بوره كی د القاعدی او طالبانو رهبران پریښودل اوپاكستان د سیاست میدان ته راووت دا بل سوال دی.
داهم له یاده ونه باسو چی په پاكستان كی واك لړزانه دی باور پی نه شته ددی امكانات ډیر دی چی هره لحظه سیاسي واك دیو او بل ګوتو ته ورشي او دا هم له یاده ونه باسو چی پاكستان اتمي ځواك دی او دلته په منطقه كی كه حالات له كنترول نه ووځي خطرناك عوا قب د ځان سره لري .

پوښتنه : كولای شو ووایو له دی وجی به اوباما ته به په بهرني او كورني سیاست او په داخل د ګوند كی ستوزی را وزیږیږي ؟
جواب : تاسو پوهیږی ؟ كله چی اوباما سپينی ماڼی ته راغی په هغه وخت كی د امريكا په وړاندی ډیری ستونزی پرتی وی، اقتصادي بحران و بیا جنګ و او د خلكو په منځ كی اختلافات اوج ته رسیدلی و كه اوباما په ځای (روزویلت ) هم وی ددی توان یی نه لاره چی هر څه كنترول او اداره كړي ، اوبآما چی څه امكانات په وس كی لرل په كارواچول او د اقتصادي بهران نه د وتلو لاره یی پیدا كړه اګر چی تر اوسه د مالي سپما په ساحه كی ډیری ستونزی لري چی له ځينو غوښتونونه هم تیر شو خوسره له ستونزو په دی وتوانیده په كانګریس د صحیی بیمی عام قانون منظور كړي ، اوباما اوس هم دا وائی چه په عراق كی باید جنګ نه وي، په داسی حال كی چی په عراق كی امريكایی وسلوال ځواكونه پراته دي، خو نوری دندی تر سره كوي : هغوی اوس مخامخ د دښمن سره نه جنګیږي، یواځی خپل ځان ساتي او نور تربيه كوي ، افغانستان د اوباما له پاره په سیاسي ژوند كی د مرګ او ژوند خبره ده سره له دی د بوش په پرتله ځان ته تسلي وركوي او وای چی په ۲۰۱۱ كال كی د افغانستان څخه قواوی وباسو)) څه فرق كوي ۲۰۱۰ كال او كه ۲۰۱۱ كال ؟ اوباما داسی فكر كوي چی د ۲۰۱۱ كال پوری به القاعدی او طالبان له منځه وویسي ؟ طالبان هغه نه شي له بینه وړلای – اوباما یواځی دا كولای شي چی په افغانستان كی ډیر زیات عام خلك له بینه وویسی او ټول پوښتنستان په ګولیو هوار كړي ، زه نه پوهیږم ټول باید ووژني، او كه نه بله لار نه شته .
اوباما كوم خاص وړانديز نه وړاندی كوي چی دحل لاره ولري هغه ((كله وای چی افغان دولت ددی توان پیدا كړي چی هرڅه كنتول كړای شي ، او وسلوال ځواكونه یی د دطالبانو سره مقابله وكړاي شي)) او داسی نوری … تاسو پوهیږی چی هلته څه تیریږي؟ هلته په افغانستان كی پوليس په وظیفه ټاكل كیږي یو څو وخته وظيفه اجرا كوي ، پیسی د جبه كړي بیا په خپل سر دنده پریږدي څو وخته وروسته بیا راځي او ((واي چی زه بیا غواړم په پوليسو كی وظيفه اجرا كړم )) هغه ته بیا معا ش وركوي آو یا وای چی زه په اوردو كی وظيفه اجرا كوم ، كله چی وسله وركړه بیا د وسلی سره تښتي او طالبانو ته ورځي دا لړی روانه ده پرمختګ نه ليدل كیږي، او د كرزي په ارتباط ،هغه مطلق بی صلاحته ولسمشر دى ، خو د هغه ورور د افغانستان د مخدره توكو پاچا دی .
پوښته : چی داسی ده ولی امريكایان ملاتړ كوی ؟

جواب : په دی خاطریی ملاتړ كوی څرنګه چی وای بديل نه لري ، كه چیری هغوی ددوی په سیاسي پروسه كی ښكاره لاس ووهي سیاسي كړكیچونه راتود وي او لاس ته راوړنی نه لري ، او نن د امريكا حالات زمونږ د وخت حالاتو ته ورته دي، اول نورمحمد تركی د هغه نه وروسته بل كوم یو، بيا ببرك كارمل او په اخر كی نجيب الله ټول ووژل شو او په دار وتړل شول .
پوښتنه : هر څه چی و ټول تیر شو …
جواب : بلی ټول تیر شول د ګروموف د بیرغ لاندی .
پوښتنه : ماته ډیره په زړه پوری د ه چی د بارك اوباما په باره كی ستا نظر واورم ، هغه د یو ښه قسمت خاوند دی چی ناڅاپه واكمن شو ، بلی .؟ بارك اوباما تور پوټكی ، ښكلی او ښه ځوانی لري ، آو د امريكا خلك تری څومره غوښتنی لري، تاسو مخامخ د هغه او د امریكا د ټولو واكمنانو د سیاسي او شخصي ژوند څارنه كړی اوباما یو غښتلی جمهور ريس دی ؟
جواب : بلی ، هغه عجیب و غریب مقناطسي خصوصیات لري ، كله چی هغه د مایكروفون څنګ ته راښكاره كیږي د ټولو اوریدونكي یی خبری د زړه په مينه اوري او اومیدونه یی را ژوندي كیږي …
سوال : زورور جمهور ريس نه دی …؟
جواب : هغه یو اوښیار او د پوهی خاوند دى تعليم یافته او عقل مند دی ، سره له دی بیا هم دده لپاره لیكنی دوه ځوانان چی یو یی په عمر ۲۹ كلن او بل یی ۲۳ كلن ځوانان دی لیكني كوي او دا بیا هغه لیكنی په داسی هنر لولي چی ټول اوریدونكی د تا ثير لاندی راولي ، د خلكو سره یی برخورد د مينی ډك دی یو ورځ یی ځما د میرمنی لاس چپ كړی و چی تر اوسه یی په زړه كی ځای لري.
پوښتنه : تاسو هم د هغه سره لیده كاته كړي ؟
جواب : بلی ما خپله د اوباما سره لیده كاته كړي دي نو ځكه یی ځما د میرمنی لاسونه چب كړي، هغه یو داسی لیډر دی چی خلك ځانته راجلبوي، د هغه د جزب قوه ډیره زوروره ده، او د ی او س باید داسی كار وكړي چی دخلكوزړونه خپل كړي داچی امريكایان دهغه څخه څومره تمعه او توقوع لري ، واضح خبره ده چی هغه تمه چی تری كیږی پوهیږی ، هغومره امكان نه شته لكه چی یو شاعر واي ( كه څوك ډ یر كار وكړي بیا هم داسی معلومیږي چی هیڅ یی نه دي كړي) او دلته هم داسی.
پوښتنه : هغه تا مايوسه كوي ؟
جواب : نه هغه ما نه نهيل( مایوسه) كوي ، ځكه ما ډیر سیاست پوه لیدلي چی د خلكو په زړه كی ځای لاره چی ځينی په سیاسي ډګر كی ناكام او ځينی بریالي راوتلی دي او ځينی بیا یو دولتی عادی كاركونكی ، د مسال په توګه ګرباچوف او یلسن مقایسه كوو یلسن خارقلعاده خوصوصیات لرل ، اوګوری نتيجه یی څه وه ، د او باما او د یلسن حالات یودي ، كه اوباما د یلسن سره پرتله كړو ، یلسن چی هر څه غوښتل هغه یی كولای شول – او اوباما بیا هغسی نه شي كولای : هلته په امريكا كی كانګرس دی ، هلته قانون او محكمه ده ، هلته مطبوعات چی د قانون څلورم ركن دی ، هر څومره چی وغواړي او د دیكتاتوری میتود نه كار واخلي ،د دیموكراتی سستم ورته اجازه نه وركوي ، د تعجب خبره دا ده چی دلته دا ډموكراسي منفي رول لوبوي .
پوښتنه : ستاسو په نظر هغه تراژیدي فيګور دی ؟
جواب : بلی د هغه نه تراژیدي فیګور جوړیږي، تاسی پوهیږی د تورو پوټكو خلك هم دا سی نظر لري او ورته وای چی (( تا څه شی مونږ ته راكړل ؟ كله چی ته د امريكا جمهور ريس شوی زمونږ په ژوند كی بدلون نه دی راغلی ژوند مو بدبخته دی))
پوښتنه : ولی يواځی د هغوی ؟
هغوی داسی فكر كوي چی اوباما ددوی تورپوستی دی هغه باید حتما یو څه وكړي ، د مسال په توګه په شوروي اتحاد كی ستالین د ګورجیستانیانو له پاره څه وكړل، تاسی پوهیږی چی ګورجستان د ستالین د دیكتاتوری په وخت كی د ټولو نه زیات زیان لیدلی دی ؟ لكه چی ناپیلیون كورسيكو ته په بده كتل ، دلته تورپوستان نه پوهیږي چی د هغه په لاس كی هیڅ نه شته او نه څه كولای شي .هغه غواړی چی یو څه وكړي خو نه یی شي كولای ځكه بیا خلك ورت وای چی.(( ته د ټولی امريكا جمهور ريس نه یی ته د تورپوستانو جمهور ريس )) نو په دی خاطر هغه د تورپوستانو سره نثبت سپين پوستانو ته سخت چلند كوي ، ټول په دی نه پوهیږي خو غټ سیاست كونكی په دی ښه پوهیږي ،پاویل چی تورپوست و پوهیده چی ولی داسی كیږي ځكه هغه هم يو وخت غوښتل چی جمهور ريس شي خو عادي تورپوستان بیا دا درك نه لري.