کور / تازه خبرونه / کندهار: يوه امريکايي ميرمن وتښتول سوه

کندهار: يوه امريکايي ميرمن وتښتول سوه

په کندهارکي ديوې نړيوالي موسيسې امريکالاصله کارمنده له خپل درائيورسره يوځاى دنامعلومو وسلوالوله خوانن سهاروتښتول سوه .


کندهاروالي اسدالله (خالد)په خبري ناسته کي وويل :((داښځه چي سيډني ميزال نوميږي دکندهارولايت دشپږمي ناحيې څخه نن سهاردفترته دتلوپرمهال له خپل يوتن افغان موټرچلوونکي عبدالهادي سره يوځاى دناڅرګندووسلوالوله خواوتښتول سوه . ))


اسدالله خالدزياته کړه : نوموړي همدلته په کندهارکي د(  A R L D O) په غيري دولتي موسيسه کي له ډيروخت راهيسي دنده اجراکول . ويل کيږي چي ياده سوې مؤسيسه په کندهارکي دروغتيايي، ښوونيزواودکرهڼي په چاروکي همکاري کوي .


ديادوني وړده چي تښتول سوې امريکايي ميرمن دکندهارښاردشپږمي ناحيې په سيمه کي خپل شخصي کوردرلوداودنوروافغان ميرمنوپه څېرپه چادري کي خپلي وظيفې ته تلله .


تراوسه کومي ډلي ددغي امريکايي کارمندي دتښتولومسؤليت نه دى منلى خوکندهاروالي وايي چي په دې اړه زموږپلټني رواني دي .