کور / تازه خبرونه / طالبانو د ناټو د مردکيو ضد گاډي تښتولي دي

طالبانو د ناټو د مردکيو ضد گاډي تښتولي دي

رپوټونه وایې چې پاکستانیو قبایلي طالبانو تیره ورځ ناوخته د ناټو تړون هغه په کانټینرو کې بار پرزې  او د گوليو ضد ګاډي تښتولي چې له پاکستان څخه افغانستان ته لیږدول کیدل .د پاکستان د استخباراتو یو عالي رتبه مامور نن سهار وویل چې دا کتار د” تانک” په سیمه کې د مسودو وسله والو له خوا چور او تالا کړای شوی دی.



دې چارواکي دا هم وویل چې وسله والو  6  شخصي تریلۍ ( کانټینر وړونکي لارۍ)  هم تښتولي دي .ویل کیږي په دی لاریو کې د کمپیوټرو سامان ، د بريښنا وسایل او هغه موټر بار ول چی په پرمختللو ارتباطي او غږموندونکو  سیستمونو سمبال وو .



ویل کیږي په دې غلا کې په قبایلو کې پرتو بهرنیو اورپکو هم له قبایلي طالبانو سره مرسته کړي ده .


په کابل کې د ناټو یو نطاق په دې پیښه بي خبري وښودله او زیاته یې کړه چې د ناټو عمومي قوماندانۍ تر اوسه داسي کوم رپوټ نلري چې د ناټو وسایل د پاکستان په خاوره کی ورک شوي وي.له دې پیښي سره جوخت پرون دلته په افغانستان کې د پکتیا ولایت امنیه قوماندان عصمت الله علیزي بیا د هغو دوو تنو موټر چلونکو د توقیف خبر ورکړ چې هلته میشت بهرنیو سرتیرو ته یې وسایل بار کړي وو .علیزی وویل چې دې کسانو د بهرنیو سرتیرو اډې ته له رسیدو دمخه خپل موټر په لار کې درولي وو او له هغو څخه یې غرني  موټرسایکلونه او یو اندازه نور مواد را ښکته کول چی پولیسو ونیول .


د علیزي پر وینا اوس دا د هغو  موټر چلونکو نوی تکتیک دی چی لومړی له بهرنیو سرتیرو سره د هغوي د وسایلو د لیږدولو معامله  کوي او بیا موخي ته له رسیدو دمخه د ائتلافي ځواکونو مالونه له خپلو موټرو غلا کړي او بیا د دې کار پړا پر وسله والو طالبانو اچوي . د دقیقو ارقامو په اساس په افغانستان کې د ناټو سرتیرو ته لیږدونکي 40 فیصده مواد د پاکستان له خاوري دې هیواد ته استول کیږي .