کور / راپور / هلمند:د شمشاد تلويزون په وياړ مشاعره وسوه

هلمند:د شمشاد تلويزون په وياړ مشاعره وسوه


 


د دلوي د مياشتي ٧  دوشنبې ورځ د هلمند  د اطلاعات او کلتور رياست په مطبعه  کي د شمشاد تلويزون په وياړ يوه ستره مشاعره وسوه د دغي مشاعرې ګډون وال د مرکز او لښکرګآه او ولسواليو څخه راغلي وه د شاعرانو او ليکوالانو ترڅنګ زيات شمير سيلانيان هم راغلي وه .


غونډه د ماپښين پر ٣ بجې پيل سوه او د مازديګر تر ٥ بجو پوري يې دوام وموند دمشاعرې د کوربه توب چاري په هلمند کي د شمشاد تلويزيون خبريال احمد نويد نظري پرمخ وړلې .


د غونډي په لومړي سر کي زعفران باغراني ته د تلاوت لپاره بلنه ورکړه سوه ، وروسته لاندي شاعرانو په نوبت سره خپل شعرونه ګډونوالو ته وړاندي کړه . ادم صفت الله  د نادعلي ولسوالۍ اوسيدونکي  يو نظم وړاندي کړ ، الحاج ملا محمد حنيفي د نادعلي ولسوالۍ اوسيدونکى  يو شعر وړاندي کړ چي ويل يې هرڅه په رنځ اخته دي خو ددې رنځونو علاج يوازي په علم کيداى سي ، د هلمند راډيو تلويزيو امر عبدالمالک مشفق يو ه ښکلې غزل وويل ، سردار ولي ساحل له ناوې ولسوالۍ څخه ښکلى شعر ولوست ، شاعر او ژورنالست محمد الياس داعي د لښکرګاه څخه دوې په زړه پوري غزلې وړاندي کړې ، زعفران بغراني يو طنزيه شعر ووايه ټول يې وخندول ، ازاد ژورنالست او د بست جريدې مرستيال چلوونکى او تکړه شاعر احمد شاه پاڅون له لښکرګاه څخه د سترګو تر عنوان لاندي يو نثر او يو په زړه پوري غزل ګډون کوونکو ته وړاندي کړه ، برهان الدين بهار  يوه ښګلې غزل ، تکړه شاعر دلاور پرديس دوه شعرونه ولوستل چي ويل يې په اختر ونو کي مو اتفاق نه وي تل په هديرو کي سره وينو ،ژورنالست او شاعر صفت الله ذاهدي له ناوې ولسوالۍ څخه  يو شعر ولوست ، محمد عالم مجبور د لښکرګاه څخه په خپل خواږه ږغ کي دوه شعرونه وويل چي هر بيت يې د ګډونوالو له لوري په چکچکو بدرګه کيده ، سردار محد صديقي له لښکرګاه څخه ښکلې شعر ووايه ، تکړه ژورنالست ليکوال او شاعر عزيز احمد تسل په زړه پوري شعر ولووست ، شامحمد درويش له لښکرګاه څخه  دوه په زړه پوري شعرونه ولوستل ، د هلمند تکړه طنز ليکونکى عبدالباري صديقي د لښکرګاه څخه چي د ډاکټرانو په اړه يې ښکلى طنز ووايه چي ټول ګډونوال يې د يوې لحظې لپاره وخندول ، عبدالوهاب مينه يار  يو ښکلى شعر ، عبدالواحد رنځور يار دوه شعرونه ،غلام نبي شاکر د لښکرګاڅخه يوه په زړه پوري غزل وويل چي پر خلکو يې ږغ کاوه څپلۍ بۀ وباسو  اغزيو کي به منډه واخلو _ دې تور تمونو ته به ښکلى سباوون راولو ، تکړه شاعر احمد جان خادم په زړه پوري شعر ولوست چي زيات گډونوال يې و ژړول  ويل يې چي کومه دعا ستا تر عرش پوري رسيږي خدايه او د کومي يتيمي سلګۍ درته شفيع کړم ،محراب خان پژواک له لښکرګاه څخه ، عطا محمد سيلام له لښکرګاه ښآر څخه ، عبدالباري رومان چي له غزني څخه دې مشاعرې ته راغلى وو په زړه پوري شعر وړاندي کړ ، ټوله شعرونه د ګډونوالو له خوا په درنو چکچکو بدرګه کيدله  .


وورسته د شمشاد تلويزون نماينده او د غونډي ميلمه ضيا الحق هوتک ته بلنه ورکړه سوه تر څو د غونډي په اړه خپل نظر څرګند کړي غونډه په دعايه ويناپاى ته ورسيده


دا په داسي حال کي ده چي تر اوسه د هلمند ډير لږ اوسيدونکي د شمشاد تلويزيون د کتلو څخه برخمن دي


عکسونه وروسته پرليکه کيږي