پښتنو ته په سيند او پنجاب كې شناختي كارډ نه وركول كيږي

عظیم ممتاز | فبروري 9th, 2010


د پاكستان د نېشنل عوامي پارټۍ مشر او سناتور حاجي عديل ويلي، چې د دې هېواد په سيند او پنجاب ايالتونو كې پښتنو ته تذكره او استوګنځي نه وركول كيږي،ده زياته كړه چې په سيند كې د مور او پلار د نكاحنامې اسناد غوښتل كيږي او په پنجاب كې بايد مورنۍ ژبه (پنجابي) ثبت كړل شي.
حاجي عديل دا خبرې د سنا په غونډه كې وكړې ده له دولت نه غوښتنه وكړه چې په پنجاب او سيند كې دې له پښتنو سره د بې انصافۍ مخه ونيسي.

Copyright Larawbar 2007-2024