پر(ژــ ږ) او (ش ــ ښ) باندي دپښتواوځینواروپایي ژبوله نوني څخه یوه څېړنه
ددې لیکني په سرلیک کي ماد”نوني” کلمه د”نقطه نظر، نظر” له پاره راوړې ده . ښاغلي لوستونکي دي دافکرنه کوي چي خدای مه کړه ماته هم دلغت جوړولواشتهاراولاړه سوې ده . یه،په هیڅ صورت نه. ” نونی” یوه لرغونې کلمه ده چي په لیکنه کي یې داستعمال نوښت دښاغلي ډاکټرپالوال دئ .دغه لغت دکندهارخلک په تېره بیاښکاریان زیات استعمالوي اودتوپک دمیل پرسرباندي هغه کنډوځای ته ویل کېږي چي ترهغه دتوپک دسرزخه (نښان) اوهدف سره برابروي . دافغانستان داردوپه پخوانۍ تعلیماتنامه کې دتوپک دغه برخه “جرۍ و جَوَک” بلله .
راځم اصل مطلب ته .
د(ژ) ږغ دپښتوالفبې شپاړسم توری اود(ز) او(ږ) ترمنځ واقع دئ (وګ : دپښتودژبې لیارــ دمحمدګل مومندتالیف ــ ۳مخ ــ ۱۳۱۷ش ــ بلخ) .اخونددروېزه ننګرهاري دمخزن الاسلام په پای کي کښلي دي چي “… وگاهی( ز ) معجمه چون ثقیل شود سه نقطه برفوق اوداده( ژ ) می شود….”(وګ : مخزن الاسلام ــ ۱۳۸مخ ــپښتواکیډیمي ،پېښورــ ۱۹۸۷ع). داتوری دکلماتوپه سر،منځ اوپای کي،بې له دې چي په شکل کي یې بدلون راسي،راتلای سي . مثالونه یې (ژبه،ژرنده،ژونداونور)دي. دافونیم په فارسي، اردواودغه رازځینواروپایي ژبوکي هم سته . پښتوګرافیم یې له فارسي څخه اخیستل سوی دئ .په موجودوپښتوخطي اوچاپي نسخوکي له خیرالبیان اوګلشن روه پرته چي د(ژ) له پاره د(ږ) ګرافیم لیکي ،په نوروټولو آثاروکي همداشکل (د”رې” پرسردرې ټکي) منل سوی شکل دئ .البته په ګلشن روه کي (ژبه،ژوندون اونور) د(ږبه ، ږوندون ….) په بڼه کاږي خو(ږ) توری بیاکله کله په نني شکل هم لیکي .
“دپښتونخوادشعرهاروبهار” کي ماځای ځای د(ژ) پرځای (ج) هم لیدلی دئ او(ژړا) د(جړا) په شکل راغلې ده . خودابدلون ماته داسي نه ایسي چي ګویاجیمزدارمستتردي د(ژ) او(ج) په توپیرنه پوهېدئ بلکي زمایقین دئ چي دلته د(ژړا) لغت له سیمه ییزتلفظ سره سم راوړل سوی دئ .
په اروپایي ژبوکي زمادڅېړني له مخي روسي اواوکرایني ژبي دا آوازنه لري،. پولینډي ژبه هم داآوازلري اودګرافیم له پاره یې د(Z) پرسرباندي خج ایښوول کېږي . په فرانسوي ژبه کي داآوازسته اوپه (J) سره ښوول کېږي . دفرانسوي ژبي (ژ) ماته دنورواروپایي (سلاویکو) ژبوپه پرتله په وینګ کي درنه ښکاري . دفرانسوي ژبي مثالونه یې (باغ = jardin) ،(پنجشنبه=jeudi) دي چي په ترتیب سره (ژاغدې یا ژاردې)،(ژیودي) ویل کېږي .
ماپه خپله تېره مقاله کي،چي په بېنوا،لراوبر،تاند ویبپاڼوکي خپره سوې ده (همېشهtoujours=)لغت د(ږ) په مثالوکي راوړی دئ چي دقیق نه دئ . دهغه بحث نورمثالونه به تاسي په وروستیوکرښوکي ولولئ . خوددغه مثال راوړل ددې معنانه لري چي ګویافرانسوي ژبه د(ږ) آوازهډولري نه . دفرانسوي ژبي د(ږ) آواز مثالونه به هم وروسته ولولئ.
د(ږ) ږغ دپښتوالفبې اووه لسم توری اوتر(ژ) وروسته واقع دئ (وګ : دوزیرمحمدګل خان مومند”دپښتودژبې لیار” ۳مخ) . ددغه ږغ له پاره په روښاني الفبې کي دال ته په منځ کي ټکی ورکول سوی دئ اواخونددروېزه ننګرهاري په مخزن الاسلام کي په نني شکل راوړی دئ . ده کښلي دي : ” … وگاهی (ز) معجمه … چون ثقیل ترشود یک نقطه برفوق ویک نقطه درتحت ایرادگردد(ږ) می شود”( هماغه اثر ۱۳۸ مخ).
دخوشحال خان خټک (۱۰۲۲ ــ ۱۱۰۰هق) په ایجادسوې الفبې کي یې د(ږ) له پاره د(ژ) توری کارسوی دئ (وګ : دپښتولیکدود،عبدالکریم بریالی،۹۸مخ ،پښتواکیډمي ــ کوئټه ــ ۲۰۰۰ع).
پروفیسربوریس اندرییویچ دورن په “پښتومنتخبات” کي (ږ) له (ژ) سره یوشان ګڼلې ده اودخپل دغه اثرپه پای کي چي دپښتوــ انګرېزي فرهنګ راوړی دئ ، هورې یې د(ږ) او(ژ) دواړوله پاره (zh)فونیمیک سمبول ټاکلی دئ . دفرهنگ په برخه کي یې د(ږ) ردیف بالکل حذف کړی دئ اوددغه ردیف څخه یې صرف یولغت (ږیره) راوړی اوهغه یې هم د(ژ) ردیف په پای کي ایښی دئ (وګ : پښتومنتخبات ـــ۵۰۴مخ).
دارواښادسرمحقق محمدصدیق روهي دخولې خبره ده چي دپروفیسر ډورن په منتخباتوکي “ځیني تېروتني اواشتباه ګاني” سته (وګ : پښتومنتخبات ــ “د” مخ ــ پښتوټولنه ،کابل ــ ۱۳۵۶ش). زه د(ژ) او(ږ) سره ګډول دپروفیسرډورن په اشتباهاتوکي بولم اودااشتباه دده دمورنۍ ژبي له اسیته ګڼم . پروفیسرډورن که څه هم دروسیې دپیترزبورګ پوهنتون استادواونوم یې دروسي پوهانوپه لړکي راځي خودی الماني الاصله وو.نوموړي د(ښ) په برخه کي هم ځیني ګډوډۍ لري چي وروسته به یې وڅېړم .
لکه د(ژ) په برخه کي چي مي یادونه وکړه،مېجرراوټي په ګلشن روه کي د(ږ) ګرافیم د(ژ) له پاره کارکړی دئ خو(ږ) یې بیاپه اوسني شکل هم راوړې ده اوځای ځای خویې د(ږ) پرځای (ګ) راوړی دئ او(ږیره) یې (ګیره) کښلې ده .
جیمزدارمستتر”دپښتونخوادشعرهاروبهار” کي (ږ) په نني شکل کاږي .
دپیرروښان،اخونددروېزه اوخوشحال خان خټک په ټاکل سوو توروکي د(ږ) توری دلویدیځي لهجې تلفظ ته نزدې دئ ځکه که یې تلفظ د(ګاف) په شان کولای نوبه یې دګرافیم له پاره په (ک،گ) توروکي کومي زیاتوني یاکموني راوړي وای او(ږ) به یې په تمثیل کړې وای . خودوی ټولویاپه (ژ) توري یا(دال) کي لاس وهلی دئ اوددې معناداده چي ددوی تلفظ (ژ) ته نزدې وو.
وزیرصاحب مرحوم د(ږ) توري داداکولومخرج (وتوځی) داسي راښوولی دئ :” دژبې څوکه دپاسنیوووریودوروستۍ برخې ته ډېره نږدې شي دواړه خواڅنډي یې ووریوپوري ونښلي خودژبې څوکه ننښلي دهمدغې هواترې نه ووځي ….”(وګ : هماغه اثر ۲۲مخ). ارواښاد وزیرصاحب داتوری دکندهاردخلکومخصوص وینګ بولي اولیکي چي ” نوروپښتنوکښې داتوره ی نشته آوپه هغوی کښې دغه توره ی دگاپ په څېرتلفظ کېږي”.
پوهانددوکتورمجاوراحمدزیارددغه آوازپه باب لیکي چي ” دااوازهم د(ښ)په شان دپښتوپه بېلابېلوګړدودونوکې په بېلابېلوډولوویل کېږي” اوزیاتوي چي (ږ)” سوېل لویدیزه پښتوکې مخنی تالوییزــ غبرګژبیزــ موښن ناغږن (ژ) دی.په سوېل ختیزه کې (ژ) اوپه شمال ختیزه پښتوکې د(ګ)غوندې ویل کېږي “(وګ : پښتوپښویه ــ دریم چاپ ــ ۶۵مخ). پښتومثالونه یې (ږیره،زیږ،دروږ،ورمېږ،….) دي .
په روسي اواوکرایني ژبوکي د(ږ)آوازدپښتود لویدیځ ګړدودله تلفظ سره سم سته اوګرافیم یې (ж) دئ .
روسي مثالونه یې(ژوند =жизнь)،(دغه راز=также)،(دغه رنګه=тоже)دي چي په ترتیب سره (ږیزني،تاکږې،توږه) تلفظ کېږي.
په فرانسوي ژبه کي د(ږ) فونیم معادل آواز(g) دئ . داآوازپه ځینو لغاتوکي دانګرېزي ژبي له (measure)،(usual) سره نزدې ویل کېږي ،په ځینوکي دګاپ په شان (grand)خوپه نوروکي بیاد پښتو، روسي اونوروسلاویکوژبوله (ږ) سره ورته تلفظ کېږي . د(ږ)فرانسوي مثالونه یې (خوړل=manger)،(زرافه =girafe)، (زنګون=genou) دي چي په ترتیب سره (مانږې،ږیغاف یا ږیراف،ږینو) تلفظ کېږي.
په پولینډي ژبه کي د(ږ) ږغ له پاره د(z)پرسرباندي ټکی ایږدي اوتلفظ یې دپښتودکندهاري ګړدودپه شان دئ .
داروپایي ژبوپه الفبې کي د(ږ) توري ځای دپښتوالفبې ته ورته دئ .په پښتوالفبې کي یې موقعیت له روښاني ادب څخه رانیولې بیاتر ننیو آثاروپوري په ټولوالفنامو،دېوانو،قاموسو،سیندونواود ګرامرپه کتابوکي د(ز،ژ) په کتارکي راغلی دئ . د”پښتوپښویه”په دریم چاپ (۲۰۰۵ع)په ۷۹ــ ۸۰مخونوپه “لیکلړ” کي داترتیب اواوډنه سره وړاندي وروسته سوې ده اود(ږ) توری له (ګ) سره جوړه سوی اوترهغه وروسته ایښوول سوی دئ . که دژبي پښویه (ګرامر) دهغې ژبي اساسي قانون وګڼل سي نودالیکلړهغه څوسوه کلنه عنعنه ماتوي چي له روښاني عصرڅخه بیاترنن ورځي پوري پالل سوې ده اودهغې پربنسټ دپښتوژبي دېوانونه،الفنامې،قاموسونه اوډل سوي دي . دتورودارازلاندي باندي کول له دېوانواوقاموسوڅخه داستفادې په کارکي ستونزه پېښوي اودپښتوپه تاوان تمامېږي .
دکابل پښتوټولني د۱۳۵۵ ش کال دفیصلې له مخي د(ږ) له پاره په فونیمیکي نخښه کي تر(z)لاندي ټکی ایښوول سوی دئ خود “پښتو پښویه” په دریم چاپ کي اوس د(g) پرسرباندي نخښه ورته ایښوول سوې ده . دپښتوټولني ددې فیصلې په غونډه کي پوهاندعبدالحی حبیبي،پوهاندعبدالشکوررشاد،پوهاندرحیم الهام،عبدالرؤف بېنوا،پوهانددوکتورسیدبهاؤالدین مجروح، څېړنوال محمدصدیق روهي،څېړندوی عبدالله خدمتګار،دوکتورمجاور احمد زیار، څېړنوال دکتورسیدالشاه پولاد،څېړنوال دکتوردولت محمد، عبدالجلیل وجدی،څېړنوال عبدالحکیم هلالي حاضرول اوغونډه د۱۳۵۵ش کال دحمل پردېرشمه ددوشنبې په ورځ په پښتوټولنه کي جوړه سوې وه .
د(ش) توری دپښتوالفبې نونسم توری دئ . په فارسي،اردو،عربي اونوروژبوکي داآوازسته . انګرېزي سمبول (sh)، روسي سمبول یې دالکۍ لرونکي ډبلیوپه شان (щ)دئ . داتوری په الفبې کي (سچه ــ دسین اوچې په سکون) ویل کېږي خوکله چي په لغت کي راسي د شین تلفظ لري . په روسي کي (сч) هم دشین آوازلري لکه دشستي (счастье) په کلمه کي چي دبخت معنالري. په فرانسوي کي دشین سمبول (ch)دئ .دکیوبیک فرانسویان (ch) په ځینولغاتوکي دپښتو(ښ ــ له کندهاري ګړدودسره سم) تلفظ کوي مثالونه یې (یکشنبه =dimanche)، (غزل=chant) دي چي په ترتیب سره دیمانښ اوښانت تلفظ کېږي) . په پښتو،فارسي ،اردو اوعربي الفبې کي دشین موقعیت ترسین وروسته ټاکل سوی دئ . پښتومثالونه یې شیدې،شمله،اورشو،….. دي . انګرېزي مثالونه یې (shoulder)، (shoe)،روسي مثال یې (لیلیه =اب شي ږیتي یه общежитие)دئ .
د(ښ)توری په پښتوالفبې کي شلم توری دئ اوترشین وروسته راځي .
دبایزیدروښان په خیرالبیان کي ددغه ږغ له پاره همداوسنی شکل غوره سوی دئ . اخونددروېزه یې هم په همدې شکل لیکي اووایي چي ” وگاهی س مهمله چون ثقیل شود یک نقطه برفوق ویک نقطه درتحت آن نهاده می شود”( مخزن الاسلام ــ ۱۳۸مخ). دخوشحال خان خټک په آثاروکي د(ښ) له پاره د(ش) توری کارسوی دئ . دپیرروښان،اخونددروېزه اوخوشحال خان خټک له خواپه وضع سووتوروکي یوګډټکی دادئ چي داږغ یې (ش) ته نزدې ګڼلی دئ . که یې (خ) ته ورته بللای یایې تلفظ کولای نوبه یې دسمبول له پاره هم په (خ) توري کي اصلاحات راوستلي وای او(ښ) به یې ځیني جوړکړی وای .
پروفیسردورن ،مېجرراورټي اوجیمزدارمستترټولود(ښ) توری په نني شکل کښلی دئ .
ارواښادوزیرمحمدګل خان مومند ددغه فونیم مخرج (وتوځی)داسي بیان کړی دئ :”د(ښ)وتوځی دتالومخکینۍ برخه ده داداپه وخت کښې ئې ژبه پورت کېږي آودغه سي وضعیت نسي چه هوادستوني نه ووځي دتالومخکینۍ برخه کلکه ونښلي بیاوه ووځي “( دپښتودژبې لیارــ ۲۲مخ). مرحوم مومندصاحب ورپسي زیاتوي چي ” … دغه توری دخپل استعمال دمحیط په نسبت دوه ډوله وتوځی لري آوغگ ئې هم دوه ډوله ده ی”.
پوهانددوکتورزیارصاحب یې داداکولومخرج داسي لیکلی دئ :
” داغږدپښتوپه بېلابېلوګړدودونو(لهجو)کې په بېلابېلوډولونوسره ویل کېږي . په کندهاریاسویل لویدیزه پښتوکې یوساییزــ مختالوییز غبرګژبیز،ناغږن مښلی بېواک (ش) دئ. په سویل ختیزه پښتوکې (ش) ویل کېږي . په ننګرهارۍ یاشمال ختیزه پښتوکي د(خ)غوندي ویل کېږي “.
په پښتوپښویه ( ۸۰مخ) کي دپښتوتورودلیکلړپه لړکي یې(ښ) له خپله ځایه لیري کړی اود(خ) څنګ ته یې ایښی دئ . داکارپروفیسردورن هم کړی دئ او(ښ) او(خ) یې یوآوازبللی دئ اوددواړوله پاره یې (kh) فونیمیک سمبول ټاکلی دئ (وګ : پښتومنتخبات ــ ۳۸۷مخ). ددورن دغه عمل دده په “تېروتنو” کي شمېرل کېږي ځکه (ښ) دپښتوپه ځینولهجوکي (خ) ته نزدې تلفظ کېږي خومطلق (خ) ګڼل یې ژبنۍ تېروتنه ده .لکه د(ږ) په بېځایه کولوکي چي دټولوپښتوقاموسو،دېوانو، الفنامو، سیندونو په استفاده کي ستونزي پېښېږي د(ښ) بېځایه کول هم دپښتوپه ګټه کارنه دئ . داکارچي په هرمنطق سرته رسېدلی دئ،ناوړه عمل دئ.
دپښتوژبي په هغه فونیمیکه الفبې کي چي پښتوټولني په ۱۳۵۵ش کي چاپ کړې ده د(ښ) له پاره تر(s) لاندي ټکی ایښوول سوی دئ خوپوهاند زیارصاحب سره له دې چي دپښتوټولني دفیصله سوي فونیمیکي الفبې په غونډه کي شامل وو، پرهغه فیصله باندي نوې کتنه کړې ده او د(ښ) له پاره یې د(x) پرسرباندي یوه نخښه ایښې ده . ددې انتخاب انګېزه ماته ګرانه ده چي توجیه یې کړم .
په انګرېزي ژبه کي د(ښ) آوازنسته . په روسي اواوکرایني ژبوکي داآوازله کندهاري ګړدودسره سم تلفظ کېږي اوګرافیم یې (ш)دئ . ځیني پښتانه دروسي (ښ) هم دشین په شکل تلفظ کوي چي صحیح نه دئ .که داسي وای چي په روسي ژبه کي داږغ د(ش) په شان تلفظ کېدلای نوبیادعلیحده سمبول ټاکلوته ضرورت نه وواوهماغه د(щ) به یې ورته کارولای . په روسي ژبه کي هغه مثالونه چي (ښ) پکښې له کندهاري ګړدودسره سم تلفظ کېږي،دادي :
( ښه = хорошо)،(پنسل= карандаш) چي په ترتیب سره (خرښوــ کرنداښ )تلفظ کېږي .
پخوانیوپښتنوپوهانوته چي دبهرنیواروپایي ژبودزده کړي اوڅېړني زمینه برابره نه وه ، هغوی دپښتواته توري(ټ،څ،ځ،ډ،ړ،ږ،ښ،ڼ) “دپښتومخصوص توري ” بلل اوفکریې کاوه چي دا آوازونه په نورو ژبوکي نسته . دوی چي به په کومه کلمه یالغت کي دغه توري وموندل، هرومرویې پښتوګڼل . په کابل کي زموږددفتریوملګری هم په دغه عقیده وو. موټریې د(ټ) دسته والي له امله پښتوسوچه لغت باله خو ماچي به وپوښته چي په (پټاټه) کي څه وایې ؟ ده وویل دابیاچا پکې راوایستله، ددې له پاره خوسوچه کلمه (کچالو) ده .
خودشلمي پېړۍ له سرڅخه چي پښتانه له نوروژبوسره کرارکراراشنا سول نوورته څرګنده سول چي داتوري په نوروژبوکی هم سته .
ماچي په پورتنۍ څېړنه کي د(ږ) او(ښ) توري مثالونه په اروپایي ژبوکي راوړي دي په ټولوکي مي دهغوکندهاری ګړدودپه نظرکي نیولی دئ . که یې دپښتوله ختیځ ګړدودسره سم په پام کي ونیسو،نود روسي ژبي (په ږالسته) به مو(په ګالسته) تلفظ کړې وي اودابه نو روسي تلفظ نه وي هسي ټوکي به وي .
دهري ژبي ویونکي دبلي ژبي آوازونه دخپلي مورنۍ ژبي دریکارډ سووآوازوپربنسټ اوري . په انګرېزي ژبه کي د(دال) آوازنسته دوی دکیوبادمشرهسپانوی الاصل نوم (فیدیل کاسترو) د(فیډل کاسټرو) په بڼه اوري اوهمداسي یې لیکي . په داسي حال کي چي په هسپانوي ژبه کي اصلاً (ټ،ډ) وجودنه لري . په انګرېزي ژبه کي د(ت) آوازنسته . دوی دروسي ژبي (ستالین) د(سټالین) په شکل اوري اوهمداسي یې لیکي . په داسي حال کي چي په روسي ژبه کي (ټ) هډوسته نه . په انګرېزي ژبه کي د(خ) آوازنسته . دوی د(میخائیل ګرباچف) نوم (میکایل ګرباچوف) په رازاوري اوهمداسي یې لیکي .
په روسي ژبه کي بیاد(ح ــ هـ ) آوازونه نسته ځکه نود(هرات) نوم (ګیرات) اوري اولیکي یې . د(ابهر) کلمه خندنی کوي او(ابخر) ځیني جوړوي . (محمدهاشم) د(مخمدخاشم) په توګه اوري اولیکي یې . ځیني پښتانه هم د(ح) آوازله (خ) سره ګډوي .
دمشهورناورویژی ژبپوه (ګیورګ مارګنسترنې )نوم موږدانګرېزي منابعوپه پیروۍ جورج مارګنسټرن زده کړی دئ اوهمداسي یې لیکو. په داسي حال کي چي دایې اصلي تلفظ نه دئ .
زموږځیني پښتانه چي دروسي ژبي (خرښو)د(خرشو) په شکل سم ګڼي ، اشتباه کوي ددوی دغه شان تلفظ خوپه مفاهمه کي مشکلات نه پېشوي خوکه یې مخاطب روسی ژبی وي ، هغه پوهېږي چي داسړی په روسي ژبه کي اکسینټ لري . خوکه د(خرښو) په کلمه کي راغلی (ښ) دپښتودلویدیځي لهجې له تلفظ سره سم ووایي ،په دې صورت کي مخاطب داکسینټ لرلوګومان نه پرکوي .داکسینټ اصطلاح هغه وخت کاریږي چي یوڅوک یوه ژبه دهغې له اصلي تلفظ سره سمه ونه سي ویلای .
دفرانسوي ژبي (ږ) هم که دپښتودلویدیځي لهجې له تلفظ سره سمه ونه ویل سي ، مفاهمه خوپه اجراکېږي مګرداکسینټ ګومان به هم ورسره ملګری وي . یوڅوک به په فرانسوي ژبه لیکنه کولای سي، شعربه په ویلای سي ،له فرانسويانوسره به یې کلونه کلونه ناسته ولاړه کړې وي خود(ژ) دتلفظ حق به یې کماحقه پرځای کړی نه وي . دکاناډا اوسنی صدراعظم هارپرپه فرانسوي ژبه کي واضح اکسینټ لري او پخواني صدراعظم ژان کریتن بیاپه انګرېزي کي دومره زیات اکسینټ درلودچي دمطبوعاتوله پاره یې دټوکوښه پراخه زمینه برابره کړې وه . دایوه ژبنۍ ستونزه ده اوطبیعي ستونزه ده . که یې یوڅوک دیوې اکاډیمیکي موضوع په شکل طرحه کړي اوپروږغېږي،پرنوروبایدبده تمامه نه سي او”خوایې په شنه” نه سي .
دآوازونو داورېدلومسئلې په تاریخي متونوکي دراغلونومونوپه لوستلواومعلومولوکي محققین له ډېرومشکلاتوسره مخامخ کړي دي. زموږدهیوادپراخي اورشوته په لرغونوکي زمانوکي یونانیان، چینایي ګرځندویان اوعرب فاتحین راغلي دي . هریوه دسیمي له خلکوڅخه دځایو،سیندونو،ښارونو،کلیواوغرونومونه دخپلوژبوپر بنسټ اورېدلي دي اوهماغه شان یې ثبت کړي دي . اوس چي محققین دیوې سیمي په باب تحقیق کوي، ویني چي دهمدې یوې سیمي نوم یونانیانویورازاورېدلی اوثبت کړی دئ،چینایانوبل رازاورېدلی او لیکلی دئ اوعربوبل راز. اوس که یوڅوک پردغه موضوع باندي دخپل علمي صلاحیت په حدودوکي ږغېږي اود تلفظوپردغه رنګارنګي باندي څېړنه کوي ، نوربایدولي په “خواشیني” سي؟
د(ژــ ږ) او(ش ــ ښ) یا (س ــ ش) موضوع دوه اړخه لري . یوه برخه داده چي ولي (ژ) په (ږ) اوښتې ده یا(ش ) په (ښ) اوښتی دئ یاهم (س) په (ش) بدل سوی دئ . دابرخه دژبي په متخصصینواړه لري . ماوارو کسانوته ددې پرله پېچلي موضوع څېړل ګرانه خبره ده . خوبله برخه په پښتواونوروژبوکي ددې آوازونوداداکولوڅېړنه ده . په دې باندي یوڅه نوګ جګېږي اوزما په شان مبتدیان هم یوڅه ځني ایستلای سي . دمثال په توګه اودموضوع په ارتباط دپښتوپه لهجوکي د(سو) او (شو) دلیکلوموضوع ته راځم . داچي ولي (سو) په (شو) اوښتی دئ، څېړنه یې زماترصلاحیت وتلې خبره ده اودژبي دمتخصصینوکاردئ خوداچي کوم شکل یې بایدمعیاري وګڼل سي؟ دومره زیاته پرله پېچلتیانه لري چي پښتانه دي دعصبانیتوتردرجې ورسوي . ځکه زموږمشرانوپوهانوپه دې باب مواد راته پرې ایښي دي له هغوڅخه په استفادې سره موږکولای سوچي دغه موضوع په سړه سینه بیان کړو.
دپښتوکره لیکني پرموضوع باندي دبحث په ترڅ کي موږته زیاتره دهغي فیصلې یاپروسیجرخبره کېږي چي دافغانستان دعلومو اکاډمۍ او پوهنتون داستادانوپه ګډزیاربرابرسوی وو. داپروسیجر زماسره اوس نسته خودومره مي په یاددي یامي کوم ځای لوستلي دي چي دکلماتو دمعیاري شکلونوپه لیکلوکي څلوراصله ټاکل سوي ول : لرغونوالی ــ ډېروالی ــ لنډوالی ـــ اسان والی .
له لرغونوالي څخه یې ارکائیک قدامت اوپه کلاسیک ادب کي دهغو استعمال مرادوو. له ډېروالي څخه یې مقصددټاکلي کلمې دویونکو د شمېرزیاتوالی وو. له لنډوالي څخه یې په کلمه کي دتوروڅونه والی (کمیت)مطلب وو. له آسان والي څخه هدف داووچي پښتانه باید نوموړې کلمه په اسانۍ سره تلفظ کړای سي . دې هراصل ته پنځه ویشت ، پنځه ویشت نومرې ورکړه سوي وې . که به پریوه کلمه باندي بشپړاتفاق موجودوو،معنی یې داوه چي دې کلمې سل نومرې وړي دي .راسئ چي دهمدې پرنسیب له مخي د(سو) او(شو) له پاره یوجدول ولیکو.
سو شو
لرغونوالی ۲۵ ۰
ډېروالی ۰ ۲۵
لنډوالی ۲۵ ۲۵
آسانوالی ۲۵ ۲۵
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مجموعه ۷۵ ۷۵
وینوچي دواړوشکلونومساوي نومرې اخیستي دي اولیکونکی یې په لیکلوکي اختیارلري . هریوچي لیکي، هماغه یې معیاري دئ . زماپه خیال دهمدې شان محاسبې اغېزه به وه چي پوهاندزیارصاحب د ښاغلي نظري پرکتاب”کله وارداباکله وار….” باندي دسریزي په (د) مخ کي کښلي دي چي “… سول،سته …. بیادشول ،شته ترڅنګه خولاله معیاره نه دي غورځول شوي اولاترشخړي لاندي دي”. داسریزه د۲۰۰۲ کال په مارچ کي په اکسفورډ،انګلستان کي لیکل سوې ده .اود لیکلارښودپه ۲۶۰ مخ کي یې پنځه کاله وروسته د”سول” او”شول” د”شدن” په معنا دواړه کره بللي دي .
ددغه راز محاسبې په صورت کي بایدولي له دې کوچنوټي مسئلې څخه د”حضرت عثمان” کمیس جوړسي چي پښتانه دي دهغه پرسر باندي سرې ککرۍ سره ودرېږي؟
مادیوې ویبپاڼي پرمخ په کابل کي پریوه کتاب باندي دکره کتني جریان لووست اوداسي راته وایسېدله چي دپورتني پروسیجرپه اصولوکي چي وروسته لاس وهل سوی وي اودوه اصله یې بالکل په یوه مفهوم رااخیستي وي . ښاغلي غضنفرصاحب ددغه مفهوم دیوشان والي په باب په غونډه کي دوه واره پوښتنه کړې ده خویارانوخبره سره تېره کړې ده اوغضنفرصاحب هم نورټینګارنه دی کړئ . زمایقین دئ چي داپوښتنه به اوس هم له غضنفرصاحب سره لاینحله پاته وي .
دپښتوژبي هیڅ یوه لهجه له نیمګړتیاووپاکه نه ده . داکه لویدیځه ده ،که ختیځه ده که منځنۍ ده. که کندهارۍ ده،که ننګرهارۍ ده،که پکتیاواله ده که وردګۍ ده اوکه بله یوه . هره لهجه له استثناء پرته ګرامري نیمګړتیاوی لري،تلفظي نقیصې لري،دنوروژبواغېزې پر پرتې دي،دخیل لغتونه لري، له اساسي قاعدوڅخه سرغړونی لري او نوراونورهمداشان نواقص . که څوک له خپلوخدای ورکړو امکاناتو څخه په کاراخیستلوسره خپله لهجه پرنوروباندي بې له سلا مشورې، بې له بحث ومذاکرې وتپي، نه یوازي به څه په لاس رانه وړي بلکي د لاسه به لاحساسیتونه راوپاروي اوراپارولي یې هم دي . که یوڅوک د خپل نظرپرخلاف هروړاندیزته “سیمه ییزه لهجه” یا”دکلي لهجه” ووایي اوپخپله بیاد”جېب” له پاره “جوب” کلمه استعمال کړي اوهغه بیاورته بین المللي پښتوښکاره سي ،نوداشخص که ځان ته دلمرپه شان القاب هم وټاکي بیابه هم تربل هرچاپه تاریکي کي ډېرډوب وي .
زماله دې ټول بیان څخه دانتیجه راوزي چي دپښتوژبي اختیارکه له داسي کسانوسره وي چي په دغوباریکیویې سرنه خلاصیږي ،یانه غواړي سرپه خلاص کړي اودبل پرسورناغوږنه ونیسي،خپله خبره “کره” وګڼي اودبل دا”ببولاله” وبولي ،په دې صورت کي به د معیار چیغي وهوخودژبي ویونکي به ورځ تربلي سره لیري کېږي . د”یوې پښتو” شعاربه ورکووخوپه عمل کي به لس پښتوګاني منځ ته راولو. دیوې پښتودمنځ ته راتګ له پاره بایددپښتنوپرنظریاتوغوږونیول سي،خبري اووړاندیزونه یې په مینه واورېدل سي، لیکني یې بایدپه دقت سره وڅېړل سي . که داسي نه وي نوپښتانه خدای له ازله “ضدي” پیداکړي دي . که دې پرخبره غوږونه نیو، خپله دادي په زورپرتحمیلول وغوښتله،وړاندیزونه دې په باک رانه وړل نو بیا له نه وسه مجبور کېږي ، لاردرڅخه بېلوي .
له بده مرغه اوس اورم چي ځیني کسان دځینوفرهنګي حوزوکتابونه په عمدي توګه نه لولي اونورلاهم له لاسه ونه ویلوته هڅوي . داکار فاجعه ده، فرهنګي بخوله ده . که یې څوک په شعوري توګه کوي ، خیانت دئ اوکه په غیرشعوري توګه وي،جهالت دئ . دواړه د پښتنوبېخ وبنیادورباسي .
پښتنو! دخدای پاردئ . داڅه کوئ؟ ځانوته متوجه یاست؟ داڅه لوبه ده چي روانه سوې ده . اورم چي ځیني کسان زموږ زلمي دې ته هڅوي چي داکتاب مه لولئ ! ” شو” یې پکې “سو” لیکلی دئ ! دافسوس خبره ده . سبابه پټه خزانه هم نه لولي،دامیرکروړحماسه،دښکارندوی اواسعدسوري بوللي به هم ځکه نه لولي چي په هغوکي هم په محوري افعالوکي د(ش) پرځای (س) کارسوی دئ . دابه ددې پښتنوپای څه وي؟ موږدیوه ډیورنډکافرله لاسه پرسرخاوري بادولې اوس دډیورنډ لس نوري کرښي راته ایستل کېږي . که غواړئ چي ژبه په دغه ډول زهرجنوفعالیتو”کره” کړئ داخوناشونې ده .
گرخداخـــــــــــــواهی وهم دنیای دون
این خیال است ومحال است وجنون
علامه رشاد(رح) لاپخوافرمایلي دي :
داچي قضاوت وي ددې ملک ددانسته وو
وایم به دورځي سل لاحوله، زرهیـــــــــــــهاته
ماخپلي غاړي خلاصي کړي دي . پرېږدئ چي ددې خوارکۍ ژبي لمن له پښتوآثاروډکه سي دسرسرکولواوغلبېل کولوکاریې سباته پرېږدئ . موږخودخپلومشرانودغه ارشادپه غوږکي نیولی دئ اوعمل په کوو چي وایي :
ښه پښتووایــــــــــــــــــــه دلبره که هرڅـــــــــــــــــــــووي لروبره
قندهــــــــارۍ که وردګي وي مشــــــــــــرقۍ که جنوبي وي
هــــــــــــــرچي وایې وایه وایه معشوقـــــــه مي ښه راستایه
….
پښتون یــــــــــودئ نه بېلېږي که هرڅـــــــــــــوویناوي کېږي
خه خــه، ښه ښه دواړه یودي وکــــــــــــړه،وکه دواړه یودي
څه کې،څه کړې دواړه یودي هوکې،هـوکړې دواړه یودي
موګ که مـونګه دئ که موږ ښــــــــــــــــــــه پښتوده دازموږ
مطلب یـــــــــــــــــــوکلمات ډېر حرف وي یوحـــــــــــرکات ډېر
کـــــــه پختوده کــــــــــــه پښتو ژبـــــــــــــــــــــــــــــــــه ده دپښتنو
رباب یـــــــــــــــــــــوتارونې ډېر مـــــــــــــــــــقام یـــــوږغونې ډېر
وطن یـــــــــــــــــــــوښارونې ډېر کلی یـــــــــــــــــوکــــــورونې ډېر
دلبریـــــــــــــــــــــــواداوي ډېري مین یـــــــــــــــــــــوژړاوي ډېري
پښتووایــــــــــــــــم دلبرستایم ټوله ستایــــــم،ټوله ستایـــــم
زمامطلب هـــــــــــــغه پښتوده چي دټولــــــــــــــــــــــوپښتنوده
( دمولوي صالح محمدهوتک پښتومثنوي ــ ۷۱ ــ ۷۲ مخونه)
اوزه، معصوم هوتک دامناجات پرزیاتوم چي :
یاالهي !
داسي خوله راکړې چي وطن په وستایم .
داسي غوږونه راکړې چي پندپه واورم .
داسي سترګي راکړې چي دوست په ولیدلای سم .
داسي لاس راکړې چي بل ته خیرپه ورسوم .
داسي پښې راکړې چي دحق پرلورګامونه په واخلم .
داسي زړه راکړې چي مینه پکښې وساتلای سم .
داسي قلم راکړې چي حقایق په ولیکلای سم .
که دانه وي، داسي قبرراکړې چي دوطن،اولس اوژبي دبربادۍ نه لیدل پکښې راته میسرسي .(آمین)
اوکویل ــ کاناډا
۷ مه دفبروري ۲۰۱۰ع