کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

سرنوشت:
دې نا دولتي ورځپاڼې په افغانستان كې د پخلاينې د هڅو په اړه د امريكايي سناتور جان مكين څرګندونې راخستي او د هغه په حواله يى په غټو ټكو سره ليكلي، چې طالبان بايد قانع كړاى شي، چې له معقولو خبرو پرته جګړه نشي ګټلاى.
ورځپاڼې د همدې مطلب په دوام كې د يو بهيرني ډيپلوماټ په حواله، چې نوم يى ندې ښودل شوې ليكلي، چې كه طالبان بريالي هم شي، ټول عمر به له مقاومت او مخالفت سره مخ وي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د اداري فساد ستونزه څيړلې او د اكبر موسيسې لخوا خپور شوي وروستي رپورټ ته په اشارې ليكلي، چې په فساد كې تر ډيره بهرنيان ككړ دي نه افغانان.
ورځپاڼې په دوام كې د اكبر موسيسې د رپورټ په استناد ليكلي، چې نا دولتي موسيسو د نړيوالو مرستو يوازې لس سلنه لګولي دي.

هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د سالنګ او نورو طبعي افاتو پيښو ته په اشارې له چارواكو غوښتي، چې له دې اړخه زيان منونكي سيمې له مخكې نه په نښه كړي او ددې سيمو خلكو ته د مرستې د رسولو لپاره له مخكې نه بايد تدابير په پام كې ونيولې شي.
ورځپاڼې په يو بل مطلب كې ليكلي، چې په افغانستان كې ميشت بهرني ځواكونه اوس دې نتيجې ته رسيدلي، چې د افغان پوځ پخواني افسران د ملي اردو په پياوړې كولو كې مهم رول لوبولې شي.
ورځپاڼې په هلمند كې د افغان بهرنيو ځواكونو پوځي عمليات د جنرال مك كريسټال د ستراتيژۍ د بريا لپاره يو ازميښت بللې دې.

ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په هلمند كې د افغان او بهرنيو ځواكونو په عملياتو تبصره كړې او ليكلي، كه چيرې رښتيا هم ددې عملياتو هدف د طالبانو ځپل وي نو دوى بايد تر پايه تعقيب شي.
ورځپاڼې دا هم ليكلي، چې امنيتي ځواكونه لومړې بايد د كابل شاوخوا ولايتونه تصفيه كړي او بيا لرو پرتو ولايتونو ته متوجه شي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د پخلاينې لپاره په روانو هڅو هم تبصره كړې او په هلمند كې د پوځي عملياتو پيل ته په اشارې ليكلي، چې دا پخلاينه ده او كه د طالبانو د جنګي ځواك له منځه وړل.
ورځپاڼې د خپل لومړي په سر كې د افغانستان په شمال كې د امريكايي ځواكونو د زياتولو مسئله څيړلې او ليكلي، چې امريكا غواړي په دغو سيمو كې جرمني ځواكونه له واكه وغورزوي.

ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې د افغان دولت د پخلاينې له طرحې نه د علماو د شورا ملاتړ ته په اشارې ليكلي، چې دا كار به ددې سبب شي، چې طالبان له خپلو شرطونو نه تير او د پخلاينې بهير ته غاړه كيږدي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې له قومونو سره د بهرنيانو په مستقيمو مرستو بحث كړې او د ننګرهار د والي په حواله يى ليكلي، چې د رشوت په توګه د پيسو وركول نه طالب مني او نه له دې لارې پخلاينه او سوله شونې ده.
په ورځپاڼه كې دا خبر هم وركړل شوې، چې د حكيم اله مسعود د وژنې له تائيد وروسته مولوى نورجمال د پاكستاني طالبانو د مشر په توګه ټاكل كيږي.

اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې د روانو حالاتو په اړه خبرونه او تبصرې خپاره كړيدي.
انيس بيا پخپله سرمقاله كې ليكلي، چې د هلمند په عملياتو كې بايد ملكي اړخ ته هم زياته پاملرنه وشي او د خلكو د باور د ترلاسه كولو لپاره د بيارغونې كارونه په چټكۍ سره پلې شي.
خو اصلاح بيا له افغان دولت سره د مرستندويه ادارو د موازي فعاليتونو د بندولو غوښتنه كړې، چې ځكه د ورځپاڼې په وينا دا مسئله كولې شي په راتلونكې جبيره نه كيدونكې ستونزې وځيږوي.

هشت صبح:
دې نا دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په يو مطلب كې د افغان دولت او ملي شورا نه د بښنې د نړيوال سازمان دا غوښتنه راخستې، چې هغه قانون و نه مني، چې له مخې يى په افغانستان كې جنګي مجرمين بښلې كيږي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله په سالنګ كې د برفكوچونو له امله په رامنځ ته شوې درنې مرګ ژوبلې بحث كړې او ليكلي، چې خلك د مسؤلينو د غفلت قرباني كيږي.
ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې چارواكي بايد له دې خونړۍ پيښې د عبرت درس واخلي او پرى نږدي، چې په راتلونكې بيا داسې ناورين تكرار شي.

افغانستان ټايمز:
دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په هيواد كې د طبعي افاتو په وړاندې د دولتي ادارو غبرګون ته په اشارې ليكلي، چې دا ادارې بايد په بشپړه همغږي كې كار وكړي، څو د زيانونو د زياتيدو مخه ونيولې شي.
ورځپاڼې خپل نننې كارتون هم په افغانستان كې د طبعي افاتو پيښو ته ځانګړې كړې او پكې دا ښودل شوې، چې خلك هم بايد د ژغورنې په عملياتو كې پراخه برخه واخلي.