کور / تازه خبرونه / د ترور پر ضد جنګ به څو لسیزی دوام وکړی

د ترور پر ضد جنګ به څو لسیزی دوام وکړی

د انګلستان ډیلی ټلګراف ورځپاڼی پرون د یو لوی استخباراتی مقام « چارلیس فر » له قوله ولیکل چی لویدیځ به « د ترور پر ضد په جنګ » کی څو نوری لسیزي هم لګیا وی او ښایی د القاعده ځای کوم بل جوړښتون ونیسی چی عین هدف به ولری خو جنګیالي به یې نور کسان وی . ده وویل چی بن لادن او ایمان الظواهری به ښایی لس کاله نور هم ژوندي او فعال وی او د نړۍ په هره سیمه کی به جنګیالي الهام ورڅخه اخلی . چارلیس فر زیاته کړه چی د هغوی سره به زموږ جنګ حتی د پخوانی شوروی اتحاد سره د سړې جګړې غوندی څو لسیزي پایښت وکړی . ده زیاته کړه چی په لویدیځ کی د بنسټ پالو مسلمانانو تر ټولو فعال او توند غړي په انګلستان کی اوسیږی او په افغانستان کی د برتانیې شتون د دې ډېرښت سره نور کومک هم کوی . راپور د ترکیې د خارجه وزیر له قوله وایی چی که افغان حکومت د طالبانو سره روغه جوړه هم وکړی بیابه هم دا جګړه همداسی روانه وی ځکه هغه اوس صرف د افغانستان او طالبانو سره تړاو نه لری .