کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / لویه جرګه که نوې لویه دوکه ؟!

لویه جرګه که نوې لویه دوکه ؟!

موږپخپل تاریخ کی دوه ډوله لوېې جرګې اودریم شکل یی یوطرفه غونډې لرو

لومړﺉ : هغه لوي جرګی چي په هیواد کی ګډوډی وې ملې مشرنه وې قانون اوامینت وجودونلرې ملې اومطرح دینی عالمان قومی جرګه مارملې مشران اوزړسوانده ملت پاله شخصیتونه لویه جرګه رابولې داډول لوې جرګې همیشه دولسې اوملې مشرانولخوا رابلل کیږې اوهدف یی په هیواد کي د ملې یووالې دټنګښت اوپه کورنیوجګړودشکیلولوروترمنځ دپخلاینې اودهغوپریوه ټغړدکښینولودپاره اوهم دیوه غښتلې اومنلې ملې مشرټاکل وې . داسي جرګې دچا دشخصي ګټو ، استبخاراتی کړیو، زراوزرتابع نه وي بلکه ټوله پاملرنه یی ملي ګټوته وې زموږپه تاریخ کي داډول جرګی ډیرکامیابه اوسرلوړې دي اوکوم مشران چي دداسی لویوجرګو له لارې تاکل سویدې دهغوې دمیړانی تاریخ لمرغوندې څلیږي چي بیلګی یی دمیرویس خان ، احمدشا ابدالې اوځینی نورې لوي جرګې دي .

دوهم ډول : داهغه لوېې جرګې دي چي په هیوادکی بسبي امینت . وي اوهم یوتش په نامه مړژواندې دولت هم شتون لرې دغه ډول جرګې معمولا داساسی قانون دتصویب اویا دځینوقراردادونودتصویب اویا دیوه ناکامه حکمران اوپاچا لخوا دخپل عمرداوږدولویا دخپلو ناکامیونه دخلګودپام اړولوپه خاطروخلګوته ددوکی دپاره رابلل کیږې . داډول جرګی همیشه داستخباراتې کړیو اورشوت اوچاپلوسي ښکاروي دزوراوزرتابع وې دوخت دحکمرانانوپه مشهوره اوګټه فیصلی کوې ملې ګټي له نظره غورځوې چي ډیرژرملت دهغوې دفیصلونه ځان لیرې کوي اونوې مشکلات رامنځ ته کوې . اوډیروخت یی فیصلې هم اعتبارنه لرې . موږپه اتوکالوکي دداډول ځوجرګو اودهغوي نه دراولاړوسووستونځوشاهیدان یو. چی مثالونه یې اضطرارې لویه جرګه وه چي په افغانستان کي دسولې بهیرې دجګړې خواته اودوطن دجوړلاره دورانی خواته بوتله .دي جرګې نه یوازې سم ملې مشرونه ټاکی ، په جګړه کې شکیل اړخونه ېې پریوه ټغړنه کښینول . فقط یودښمن يي پربل غالب کړې چي اوس نیتجه ډیرخطرناکه راووته اضطرارې لوي جرګي چي کتاب ېې دبشردحقوقودکمیسون لخواچاپ سویدې ټوله دلخدارابراهیمې ، خلیل زاداوحامدکرزې لخوا دفشاراوددوي دهدایت سره سم والیانواواستخباراتولخوادډندمارې په زورفیصلې پرتحمیل سوي اوترسره سویدې چي په نیتجه کی یی جرګه دخپل اصلې لارې واړول اوس دادې دهیواد نه ېې دوینوپه حما م بدل کړې

دوهم : مثال ېې داساسې قانون لویه جرګه وه چي داسې لړلې فیصلې وکړې چي اوس دعملې کولولاره ورکه ده چی یودهغوې نه دټولټاکنوقانون دې اوپخپله هغه ځوک ېې نه سې عملاې کولاې اونه په پوهیږې چي دوې جوړکړیدې . یا دامن لویه جرګه چي دالویه جرګه نه بلکه دپاکستان اوافغانستان داستخباراتومقابله اودبش دخوشحالولویوډرامه وه . نتیجه یی هیځ وه .

دریم : یوطرفه غونډې دی : چي داملی مشکلات نه سې حل کولاې یوازې دخپل مخالف لورې دپاره دیوه فشاراویا هغه ته دخپل زوراوقوت دښکاره کولواویا دخارجی جاسوسی کړیو دخوشحاله کولودپاره جوړیږې چي ښه مثالونه دکارمل جرګه وه یا په پنډې کی دمجاهیدینوغونډه وه اویا په کندهار کی دطالیبانوغونډه اویا داستادربانی داهل حل وعقد شوراوه چي هیواد دبدبختی اوکورنیوجګړوکندې وغورځاوه .

دکرزې صاحب نوي لویه جرګه : دلند ن ترکنفرانس وروسته کرزې صاحب دیوی نوې لوې جرګې وړاندیزڅوواره تکرارکړیدې دالویه جرګه په داسې وخت چي دهیواد په سل کی زیاته برخه دمخالفومصلح کسانوپه لاس کې ده اوامنیت هم دځلویښتوهیواد دنظامی ، سیاسی ، اواقتصادې شتون سره سره خراب دې کرزې صاحب دیوه ډیرکمزورې موقف اومجبوریت نه لوې جرګې ته غاړه ایږدې اودکرزې داعادت دې هرکارډیرناوخته کوې اوهغه وخت تصمیم نیسی چي اوبه ترورخ تیرې سوې وې ، دکرزې دنوي لوېې جرګې په هکله څوپوښتني مخکی له جرګی باید روښانه سې ،

لومړﺉ . ایا دالویه جرګه داساسی قانون داصولوپه اساس رابلل کیږې : که داسې وې نوبیا خوهمدافاسده دستګاه چي کرزي یی په سرکي ناست دې دجرګې غړې دي نوکه دوې مشکل حلولاې سواې نوبیادلوې جرګې ضرورت څه دې .؟ نوپه دې لویه جرګه کي چي داساسي قانون داصولوپه اساس راغوښتل کیږې دهغه جوړداوسنی دولت درګوني قواوي ، ولایتی شوراګانی اویوڅه چاپلوسان به ورته دکرزې استخبارات اویا دهغه کورنی ته نږدی کسان راوغواړي پوښتنه داده چي دالویه جرګه به په جګړه کي کوم مخالف لورې پریوه ټغرکښینوي . په داسی حال کي چي پخپله همدادری ګونې قواوي په جګړه کی شکیل دي اوجرګې ته خلګ دوې رابولې هغه به هم هغه کسان وی چی ددوی خوښ وې په اوسینوشرایطوکي په هیڅ صورت دولت اوکرزې دریم ګړې قوت نه سې کیداې .ولې په اضطرارې لویه جرګه بالکل کیدای سو.اوس یوبل دریم ګړی قوت ته ضرورت دې چي داړوندخواوي وجوړې ته راوبولې اوددواړولورونه اختبارواخلې اومنځ لاره فیصله وکړې چی هغه ملت دې ولې ملت ته فعلادواړه لورې اعتبارنه ورکوې .

دوهم : که کرزې دالویه جرګه داساسی قانون برخلاف پرته له درې ګونوقواؤله ګډون نه رابولې نو بیاخوپخپله اساسي قانون کرزې ترپښولاندي کوي . نوکله چي دی ځان داساسي قانون ساتونکي بولې اودهغه خلا ف قدم اخلې اوهغه نه مني بیا ومسلح مخالیفینوته څنګه وايي چي راسی دااساسی قانون ومني ؟

دریم : که دالویه جرګه ولس رابولې اودلومړﺉ لوې جرګی شکل غوره کوې نوبیا خودکرزې ددولت کسان اکثریت دملت نه دي خوښ اونه دکرزې دولت دملت سره داسی څه کړیدې چي ملت دهغوې نه راضې وې کیداې سی چي داسي لویه جرګه کرزې اومسلح مخالیفین ددوشکیلوخواوپه توګه پریوه ټغرراټول کړې نوپه داسې صورت کیداي سي چي دا لویه جرګه هم دااساسی قانون چي دکرزې دخواهش په اساس جوړاورامنځ ته سویدې اویادده مشرتوب چي ددیریشوملیونوله جملې نه دډیرپراخودرغلیونه سره سره یی دیوه ملیون رایوپه اساس ځان ولشمشرکړیدی دواړه ترپوښتنی لاندي راځی اوکه واقعا یوه ولسی اوملې لویه جرګه رامنځ ته سې دده واکداری اواساسی قانون دواړه دخطرسره مخامخ کیږې ایا کرزې دي کارحاضردي چی داخطرقبول کړې اوله قدرته تیرسي ؟ په داسی حال کی چي کرزې تراستادرباني ډیرپرقدرت مین دې .

اساسی خبره داده چي کرزې صاحب نه ادارې فسادورکولاې سي نه امنیت ټنګولاې سی ، نه ملت پخلاکولاې سی اونه هم اوس نړیوالې ټولنی ته پخوانی اعتبارورته پاته دې نه له قدرته لاس اخلې ولوکه دملت دهرڅه تباهي په قیمت وې یوکال یی دټولټاکنوپه ډرامه خلګ منتظروساتل . څومیاشتی دکابني په جوړولوکي دهیوادټولې چارې دستونځوسره مخ کړې . اوس نوورورو هرڅه بهاني پاې ته رسیدونکي دي اوس یی پرقدرت دپاته کیدودپاره دوي نوې ډرامي وړاندي کړیدې چي یودمخالیفینوسره روغه جوړه ده په داسي حال کي دي ښه پوهیږې چي داکارزماپه وجود کی ناشوني دی داسی مالومیږې چی دی پخپله هم نه غواړې چي روغه جوړه وسي . راسي وګوروکله چی ده دطالیبانوهغه اساسي قاتلین ټول دقدرت پرکدي کښینول قانونی برات یی ورکړې دملت پراوږوېې سپاره کړه بیایی دروغي اعلان وکړې ؟ چي سبا لندن ته ځې نن جنرال دوستم داعلي قومانداني ریس ارکان اعلانوې اوپه فرمان کی ورته وايي چي باید امنیتی قواوي دمخالیفینوپه ضدتنظیم کړې . په دی هم ړوند پوهیږې اوهم کوڼ چي طالیبان ددوستم سره جوړه نه کوې اونه په یوه جرګه کی سره کښینستلاې سي نو کرزې څنګه نه پوهیږې ؟ کرزې کولاې سوه چي دااعلان دجوړې ترنتایجوبوروځنډوې داخبره ثابتوې چی پخپله کرزې سوله نه غواړې . اوس کرزې صاحب هم په داخلې سیاست هم په خارجي سیاست کی ناکامه دي غواړې وخلګوته دلوې جرګې اوسولې ترنامه لاندی یوه ډیره غټه دوکه ورکړي . نړیوال اوخپل خلګ مصروف وساتی دخلګوپام دخبلوناکامیونه بلې خواته واړوې دالویه جرګه په حقیقت کي لویه جرګه نه بلکه یوه لویه دوکه ده . که خارجیان دلوې جرګی په ا ساساتونه پوهیږې ددی ملت جرګه ماران ډیرښه پوهیږې چي دالوبه دڅه دپاره ده . همداسی دامن جرګه هم کرزې اوپرویزمشرف دبش اودخپلوخلګودپام اړولوپه خاطررامنځ ته کړه دیوه فیصد کامیابې دي پخپله کرزې صاحب تشریح کړې ؟ که رښتیاووایودامن جرګی نوې جګړی راوزیږولې .

دکرزې صاحب دنوې لوې جرګې نتیجه به داوې چي دکرزې دواکمني دنوروجرګوپه شان به بیادمشاوروزیرانواوچاپلوسانودډالروپلڼدې په شاوې اوهغه بی ایمانه ګډون وال به دکرزې په ګټه فیصلوته په کرایه رابولې اوهغه ایمان داروته به دکرزې مرستیالان ، دوستم ، والیان ،وزیران اواستخبارات سترګې برګی برګی کوې اوداضطرارې لوي جرګي په شان دخلګودغولولودپاره یوه نوې ډرامه رامنځ کړې اوتردې به نورهم خلګ مایوسه اوددولت اونړیوالې ټولنی نه بیزاره سی. هم به یوواربیا دلوې جرګي حثیت ته چی زموږدملې مشکلاتودحل کیلې بلل کیږې په خاوروولړې اونوربه هم بی اعتباره کړي اودجوړې روغي پروسي ته به کرزي صاحب دابد دپاره رخصت ورکړې اوګاونډیان به بیا دملت ددی مایوسی نه ګټه پورته کړې اوتردی بدتربه افغان مظلوم ملت لاس تړلې ګاونډیانوته پلاس ورسی اوداورلمبی به نورې هم تودې سی ځکه زموږګاونډیانوپه اتوکالوکی دکرزې دناکامه سیاستونونه ډیره زیاته ګټه پورته کړیده اونوره به هم ښه لاره ورته هواره سی څکه موږچی وایو چي لویه جرګه زموږدملې مشکلاتودحل کیلې ده . خوداکیلې چي ځینوتاریخ ځپلومشرانوته پلاس ورغلې ده قلف یی ندی په خلاص کړي دروازه ېې ماته کړیده اودغلودپاره اسانیتا رامنځ کړیده .یوحقیقت باید تسلیم کړو چي رښتنی اوحقیقی لویه جرګه نه زورمني نه زر، نه دوکه مني پلمه نه چاپلوسی منی نه جاسوسی خوداڅیزونه دکرزې له بغله ځوک نه سې لیرې کولې ځکه نو لویه جرګه نه بلکه لویه دوکه وې . وسلام :