کور / تازه خبرونه / په خيبر اېجنسۍ كې ځانمرګي مرګ ژوبله اړولې

په خيبر اېجنسۍ كې ځانمرګي مرګ ژوبله اړولې

د پاكستان د خيبر اېجنسۍ په سيمه كې افغان پولې ته څېرمه پر پوليسو ځانمرګى بريد شوى چې د يوه لوى پوليس افسر او ١١ پوليسانو په ګډون ١٧ تنه وژلي او د لسو په شاوخوا کې نور يې زخميان كړي دي.
پېښه د تحصيل جمرود په وزيرډنډ سيمه كې د افغان_پاك پر لويه لاره رامنځته شوې ده.
د خيبر اېجنسۍ چارواكو ويلي چې پوليس د خپل قومندان زرمت خان په مشرۍ په ورځنۍ پېره روان وو چې ځانمرګى په منډه راغى او د پوليسو له موټر سره يې ځان وچاودى.
دوى دا هم وويل چې زرمت خان د سيمې د طالبانو پر وړاندې د ښې مبارزې په سوب يو دولتي ايوارډ ته هم نومول شوى و، نوموړي ته دغه جايزه په نژدې ورځو كې وركول كېده.