کور / تازه خبرونه / د شاه رخ خان او شيوسينا جګړه لا روانه ده

د شاه رخ خان او شيوسينا جګړه لا روانه ده

د هند د بمبۍ پوليسو تر 1100 زيات هغه كسان نيولي چې د شاه رخ خان د راتلونكي فلم ( ماى نېم از خان) عكسونه يې څيرلې او يا يې هم پر سېمناګانو ډبرې اورولي.
نيول شوي كسان د شيوسينا پارټۍ غړي دي، دغه پارټۍ په مسلمانانو ضد پارټى هم مشهوره ده. دغه پارټى هغه وخت په غوسه شوه چې شاه رخ خان وويل د پاكستان كركيټ لوبغاړو بايد د هند په IPL لړۍ كې ګډون كړى واى.
شيوسينا وايي چې په په بمبۍ كې به د فلم خپرېدو ته اجازه ور نه كړي، دغه فلم د راتلونكې جمعې (د فبروري پر دوولسمه) د ټولې نړۍ په كچه خپرېږي.
په فلم كې شاه رخان د يوه امريكا مېشتي مسلمان رول لوبولى چې د نيويارك تر پېښې وروسته يې په ژوند كې ډېر زيات بدلونونه راځي.
شاه رخ ويلي چې دا فلم د بارك اوباما لپاره يو ښه لارښود كېداى شي، او د امريكايي تګلارې په ښه كولو كې مرسته كولاى شي.