کور / شعر / یاغي باغي هلمند

یاغي باغي هلمند

هلمندموڅه یاغي باغي څپه وهلې ده
ددرست کفرپه وړاندې یې سینه وهلې ده
څپې په څپواوړي ، هلمندله جوشه ناڅي
دځمکې مخ تبۍ شو،له هسکه یې اورڅاڅي
دتورصلیب په ضدیې ،لمبې له زړګي پاڅي
ناټوبه کړي ویټو دایې ټېکه وهلې ده
ددرست کفرپه وړاندې یې سینه وهلې ده
هاړنګې پګړۍ ګوره، هاسپین اوتورپاجونه
هاخلاصې تڼۍ وینې، هاشخ شډل بریتونه
نښترنښترقدونه، فولادفولاد هډونه
دسترملي پاڅون یې نغاره وهلې ده
ددرست کفرپه وړاندې یې سینه وهلې ده
داسرو میندو روزلي، هیڅ پام نکړي میوندته
په ډیره بي شرمۍ چې، ترې تیرشول وهلمندته
تاریخ به تکراریږي، دټولې نړۍ پندته
نعرې دالجهادمې انګازه وهلې ده
ددرست کفرپه وړاندې یې سینه وهلې ده
داموج دمیړنتوب دی، دغرب زړګی ترې ریږدي
دعصرپه تاریخ به، یوښکلی نقش پریږدي
لیلا دازادۍ ته، به خال دوینو کیږدي
(سعید)له ویاړه بیادنګه شمله وهلې ده
ددرست کفرپه وړاندې یې سینه وهلې ده