کور / تازه خبرونه / د سرکوزي زکام په يوه اونۍ کي ٤٦٣ کسان ووژل

د سرکوزي زکام په يوه اونۍ کي ٤٦٣ کسان ووژل

 
د روغتيا نړۍ وال سازمان وايي دا اونۍ د نړۍ په ګوټ – ګوټ کي د سرکوزي يا خنزير د زکام له وجي ٤٦٣ کسان وژل سوي دي.
د يادي سوي ادارې په وينا له تېر کال راهيسي چي دغه وژونکې ناروغۍ په نړۍ کي خپره سوې ده تر اوسه يې ١٥١٧٤ کسان وژلي دي، چي د تقريباً يوه کال په تېرېدو يې لا اوس هم مخ نه دئ نيول سوئ.
د روغتيا د نړۍ وال سازمان د راپور له مخي د روان کال د جنوري له ٣١ مي نېټي راهيسي د دنيا په ٢٠٩ ملکونو کي د سرکوزي زکام د سته والي تصديق سوئ دئ.
د دې وژونکي ناروغۍ اکثره قربانيان امريکايان دي چي ويل کېږي د اوو زرو په شاوخوا کي کسان پکښي وژل سوي دي، تر امريکا وروسته د اروپايي هيوادونو ٣٦٠٥ او د آسيايي هيوادونو دا ٣١٢٧کسان کېږي چي ١٢٧٤ کسان يوازي په هندوستان کي مړه سوې دي.