کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ځوان محصل کامبخش ته دمرګ سزا له انصافه ليري ده

ځوان محصل کامبخش ته دمرګ سزا له انصافه ليري ده

دروزگان مهالنۍ ملي خپروني اعلاميه


دمالمو ښار – سويډن د۲۰۰۸ م کال دجنوري ۲۵ مه  
دانترنت پاڼو اونړيوالوراډيوگانوله لاري موخبر ترلاسه کړ چي دجنوري دمياشتي پر ۲۳ نېټه دبلخ ولايت آبتدائيه  محکمې دبلخ دپوهينتون دژورناليزم دفاکولتې ددريم  صنف محصل  پروېز کامبخش  ته داسلام مقدس دين ته دتوهين په توراعدام  په سزا محکوم کړئ دی .


پدې هکله  دبې بي سي دخبري اژانس په ويب پاڼه کي  دجنوري پر ۲۳مه دعبدالله ستانکزی لخواپه ليکل شوي رپوټ کې راغلي : . . . د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د خبريالانو د حقونو ددفاع ټولنو د بلخ ولايت يوۀ سيمه ييز خبريال پروېزکامبخش ته د اعدام حکم اورول غندلي دي.


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون چارواکو ددې هېواد له قضايي چارواکو غوښتي چې د کامبخش قضيه دې په دقيقه توگه وڅاري .


په همدې حال د خبريالانو د دفاع يوې افغاني ټولنې هم له حکومته غوښتي چې د کامبخش د قضيې څېړل دې کابل ته ولېږل شي چې په بلخ کې د سيمه ييزو تربگنيو قرباني نه شي.


پروېز کامبخش ته د بلخ ولايت د لومړنۍ محکمې لخوا د اعدام حکم په داسې مهال شوى چې خپله پروېز کامبخش په زندان کې و او په محکمه کې د ځواب ويلو لپاره د هغه مدافع وکيل هم نه و.


له بلې خوا د نړيوال ژورنالېزم د مرکز مشر رحيم الله سمندر د پروېزکامبخش د قضيې تر شا سياسي لاسونه ښکېل بولي او دغه پرېکړه د قانون خلاف گڼي.


ښاغلي سمندر له افغان حکومته په کلکه وغوښتل چې :” د پروېز کامبخش قضيه دې د پلټنو او کره کولو لپاره پلازمېنې کابل ته ولېږدول شي چې د سياسي، مذهبي او جهادي فشارونو قرباني نه شي.” ‌‌BBC


ښاغلی پروېز کامبخش دبلخ دپوهينتون دژورناليزم دفاکولتې ددريم  صنف محصل اوپه عين وخت کښې په بلخ کې دخپرېدونکی ورځپاڼي ((جهان نو)) (نوې نړی ) سره مسلکی همکاري لري ،تر دريومياشتو زياته موده تيرېږي  چې نوموړی داسلام مقدس دين ته په توهين تورن اودجنوري پر ۲۳ هغه ته مرگ سزاواورول شوه .


دروزگامهالنۍ ملي خپرونې اداره  دافغانستان محاکمواودهغوي  فېصلو اوپه هيواد کې داساسي قانون ټولومادوته په درناوي سره دنوموړی په هکله دمرگ سزاورکول ،عجولانه اويوڅه له انصاف نه ليري بولي .


پدې بايد هر څوک پوه وی چې دافغانستان داساسي قانون اوترهغه لاهم وروړاندي داچې زموږ ولس له يوه سره مسلمانان  اوپر اسلامي شؤنوولاړملت دی هر څوک مکلفيت لري زموږ په هيواد کې اسلامي مقدساتواوملي افتخاراتوته درناوی په سترگه وگوری . 


تر کومه ځايه چې موږ له افغانستان څخه ليري يو،دټولو حقايقو راسپړل راته ستوزمن اوناشونې دی ،له دې امله دمسلې په هکله زموږ معلومات  دخبري رسنيو لخواپر خپاره شويومطالبو عياردی ،اودهغو پر بنياد قضاوت کولاي شو.


دمعلوماتو له مخې نوموړي دى په دې تورن دى چې له اېټنرنيټ پاڼو څخه يې يو مقاله اخيستې او بيا يې ويشلې ده . دغه مقاله پوښتنه کوي چې ولې اسلام نارينه وو ته د څلور ښځو حق ورکړى او ښځې نشې کولى څلور ميړونه ولري . مگرښاغلي کامبخش بيا بيا د مقالې د اخيستلو يا ويشلو تور رد کړى دى .


بلې ! کيداي شی نوموړی دامقاله را ايستلې وي اويايې خپلو همزولوسره شريکه کړې وي ،ځکه ځوان دي دامسله به  ورته ډېره جالبه ښکاره شوې وي ،چې ولي داسي کيږي . ددې مسلې په رېښه خو هر ځوان اوحتا هغه کسان چې داسلامي علوموپه برخه کې معلومات ونلري هيڅ نه پوهېږي . دازموږ ددولتي چارواکوگناه ده چي ولس مودتعليم اوتحصيل  له نعمت نه محروم  دی . داسلام خلاقيت پدې کښي دي چې علم ئي پر نر اوښځه فرض گرځولی .


خوموږپدې باوريوچې يو انسان له خدايي نعمت يعني ژوندڅخه ترمحرومېدو بله ډيره ښه لار به دا واي چې  دهغه داصلاح اوتربيې لپاره کار شوی واي . که زموږ په هيوادکې پر هر ه وړه گناه باند يوڅوک اعدام شی پدې باورلرو چي دولتی محاکم به ئې په ځړېدو ونه رسيږې  . پدې صورت کې به ډير ژر داملک له افغانانو څخه خلاص شي .


مرگ ډيره لويه سزاده چې يوه مجرم ته ورکول کېږي . له يوې خوا خودشريعت  له مخې يوقاضي  پدي مکلف گڼل شوی چي دهرې جزاپه ورکولوکې  له دير احتياط اوانصاف نه کارواخلی په ځانگړې توگه دمرگ دسزا دورکو لو په وخت کې پر له بې حده احتياط اوغورنه کاراخيستلو باندي ټينگارشوئ دی . له دې امله   ددغه کار او خطاپه مقابل کې دمرگ سزااورول زموږله نظره غير عادلانه اوله انصاف نه ليري پرېګړه ده .


که رښتيا ووايو اوگريوان ته سرټيټ کونودابه ومنوچې دهرې محکمې  بغل ته اوکله کله هم په محکمه  داسي کارونه کېږي که داسلامي اساساتوپر بنياد په بې پرې بڼې وڅېړل شی سرغړونکی به ئې دډيرې سختی سزا لايقان وی  .خوهغوي ارام اودقانو ني  حفاظت تر چتر لاندي حکمونه چلوی اوهمدا اوس هم هرلحظه چې ئې څوک گټي له خطر سره مخامخ کړی بېله دېنه چې حکومت ته مراجعه وکړي اويادکومی محکمې حکم تر لاسه کړي  سرئې ورپري کوی  اوژوند ځېنی اخلي . دهغو پوښتنه څوک کوی اوچاورته په کومه محکمه کښې  جزاورکړېده ؟


غوښتنه کوو چې پورته عدلی محکمې دبلخ دآبتدائيه محکمې پر پرېګړه له سره غور وکړی ،اوپه خپلو پرېګړو کې اسلامي عدالت  اوانصاف پلی کړي .


دپورته وړانديز په څرگندونوسره موږ هم تر يوې کچې دد نړيوال ژورنالېزم د مرکز مشر رحيم الله سمندرداخبره دڅېړنې اومکس وړبولو چې : د پروېزکامبخش د قضيې تر شا سياسي لاسونه ښکېل بولي او دغه پرېکړه د قانون خلاف گڼي .


جالبه خبره ده ، هر وخت چې ښاغلي کرزی بهرته په يوه مهم سفر تللی حتمأ دافغانستان په يوسيمه اوياکابل کې داسي لانجه پېښه شوې چې ټوله نړئ ئې سره ښورولې ده . دا ډول تصادفات يوڅه له حقيقت نه ليري برېښي اوداسي سوالونه  راپيداکوی چې داکارونه  تر پردي شاته يوځاي ديوچا لخواسازماندهي کيږي .


دښاغلي کرزي هيڅ يوداسي سفر زموږ نه دئ پيادچې په هغه وخت  کښې دې يوه لانجه په افغانستان کې نه وی پېښه شوې .


همدا اوس هم  دغه ځوان محصل پروېز کامبخش  ته  دمرگ سزاپداسي وخت کې اورول کيږي چې ښاغلي کرزی په يوه ډير مهم نړيوال سفر اروپا ته تللۍ . داټولوته څرگنده ده چې دبشری ټولنې غوڅ اکثريت دمرگ له سزا سره مخالف دی اوددي لپاره تلاښ روان دی چې دنړی په ټولوقوانينو کښي دا ډول سزاورکول ورک  شي ،اوتر هرچازيات اروپايان ددې وړانديز اوطرحی پلوی کوي  . ښاغلی کرزی  هم دافغانستان  دجمهوررئيس په توگه په اروپاکښي په سفر کی وچې دبلخ ابتدائيه محکمې ديوځوان په هکله دمرگ دسزاورکولوپرېګړي اعلان کړه .


پدې باورلرم چې ښاغلی قاضي صاحب هم پدې  ښه پوهېده چې داپرېګړه به نړيوال جنجال اودافغانستان  دمحاکمودپريکړوتر سوال لاندي راوستلوپه هکله به يوه غوغاجوړه کړي  . دمحکمې داپرېکړه  پداسي حال کې  اعلانېږي  چې ښاغلي کرزي تنهاڅوورځی وړاندي دپارلمان ددريم تقنينی کال دپيل په پرانيستونکې غونده کې  په افغانستان دمطبوعاتو،بيان اوعقيدې ازادی ددولت لويه اوتاريخي بريا وبلل ،چې رښتياهم دايوه نېکه خبره اولويه لاسته راوړنه ده ،سره لدې چې په افغانستان کې لاتر اوسه دداسي آزاديو څخه استفاده اويادهغوي منل اوپلي کول يوڅه وخت غواړی اوډير داسي قوتونه شته چې دهغې دپلې کېدوسره مخالفت کوي .


وړانديزمودادی :


۱ / تر کومه ځايه چې درسنيو له نشراتوڅخه ښکاري پدي مسله کې تر حقوقي اړخونوسياسي اړخ جوت دي ،ددي لپاره چې دمرکز محکمې دخلکوله نظره ممکن يوڅه دزورواکوله تاثيرنه خلاصی وي د پروېز کامبخش دوسيه دي دکابل په يوه محکمه کښې دعدالت اوقانونيت په رڼا کې تر دوباره غور اوڅېړنې لاندي ونيول شي .


۲ / دمرگ پر سزا دي له سره ډير جدی غور وشي . دانترنټ ديوه سايټ نه دبل چاپلاس ليکل شوې مقاله ددي لامل بايد نشي چې له يوه ځوان څخه خداي ورکړی ژوند واخلي اوټوله  کورنۍ ئې دوير پر کمبله کښېني .


۳/  ښاغلی کرزی اوياهغه ته نږدي خو رښتياني وفادار کسان دي دې ټکی ته پاملرنه راواړوي چې ولې هر ه ناخواله ،کومه چې په ټوله نړئ کښې یې اوازي اوگنگوسې خپرېداي شي دښاغلي کرزی دبهرنی سفرپه وخت کښې  راپيداکېږي .


۴ /  ددې لپاره چې له يوې خوا دمطبوعاتو،بيان اوعقيدې آزادي ساتل شوې وي اوله بلې خواپه ټولنه کښې ټولي ناخوالی را څرگندی شوی وي اړينه برېښی چې دولتي ارگانونه اوقضائيه قوه  دژورنالستانوسره مرسته اوله هغوي نه ملاتړ وکړي .  ژورنالست ياخبرلوڅ اودمسایيلو څېړونکی هغه څوک دی چې دخپل مسلک له مخې بايد حقايق په رښتيانۍ بڼه دمسلکي مسولیت  له مخې راوسپڼي ،پدي کارکښي له پاک وجدان اوبې پرې  معقول سياست نه پيرو اوسي .


موږ دټولوهيوادووالواوپه تيره ځوانانو څخه هيله کوو چې دنوروعلوموپه څنگ کښې دتوان تر بريده په اسلامي علوموهم ځان پوه اوله هر هغه کارنه ځان گوښه وساتي  کوم چې زموږ ديني مقدساتو اوملي وياړنو دسپکاوی  لامل گرځی .


له ټولوهغو ارگانواومحکمونه غوښتنه لروچې دانسان  سره په برخورد اودهغه دسرنويشت دټاکلوپه برخه  کې يوازي او يوازي ،قانونيت ،عدالت ،انصاف اوبشری عاطفه په نظرکې ولري  .


کاپی :په افغانستان کې دملگروملتودسازمان دفتر ته 



دروزگان مهالنۍ ملي خپروني مسول


حبيب الله غمخور