په مورنۍ ژبه د زده کړو اړتيا او ښېګڼي ( ډاکټرکامه وال)
“د ناپوهۍ په خړو اوبو کې کبان ښه نيول کيږي“ د لراوبرډاټ کام مرکه 25-01-2008 دا په ټوله نړۍ کي يو منل سوې حقيقت دی چي ماشومان په مورنۍ ژبه د زده کړو حق لري ، دا نه يوازي له ماشوم سره ښووني او روزني پر مهال د لا ښه پرمختګ او چټکي زده کړي زمينه برابروي بلکي هغوی له روحي تشويشونو او نا ارامتيا څخه ژغوري . له بده مرغه زموږ په هيواد افغانستان کي له خورا ډيره وخت زموږ ماشومانو ته د هغوی په مورنۍ ژبه د زده کړو اسانتياوي نه دي چمتو سوي ، هغوی د هيواد د پلازمېني کابل په ګډون ځينو نورو سيمو کي مجبوره کيږي چي آن له لومړۍ ټولګۍ په بله ژبه زده کړي وکړي ، په لر افغانستان کي تر دېرش مليونه زيات پښتانه مجبوره کړل سوي چي د خپلي مورنۍ ژبي پر ځای په اردو او انګريزي ژبه ښوونه او روزنه ترلاسه کړي تر دې لا بده دا چي د پښتون ولس يوه ډېره لويه سلينه ( فيصدي ) دجګړو ، نا امنيو او نامناسبو دوديزو دليلونو پر اساس يو مخ له ښوونځي بې برخي دي هغوی ته بيا په هيڅ ژبه د زده کړو اسانتيا يا نسته يا ددې ولس غليمانو ترې محروم کړي دي . دا چي په مورنۍ ژبه د زده کړو برابرول زموږ په ټولنه کي يوه بنسټيزه اړتيا او زموږ د کوچنيانو طبعي حق دئ لراوبر ويبپاڼي اړينه وګڼله چي خپلو درنو لوستونکو په مورنۍ ژبه د زده کړو د اړتيا ، ښېګڼو او په افغانستان کي په مورنۍ ژبي په برخه کي دستونزو په اړه مو د ښووني او روزني له کارپوه ښاغلي ډاکټر محمد صديق کامه وال سره مرکه کړې ده . که درانه لوستونکي هم په مورنۍ ژبه د زده کړي په اړه تجربې ، خاطرې يا نظر لري مهرباني وکړئ موږ ته يې پر larawbar.com@gmail.com راواستوئ . لراوبر ډاټ کام: ځواب: لراوبر ډاټ کام: ځواب: له بلې خوا داسې هم نه ده، چې د پوهنې وزارت لاس تر زنې ناست او هېڅ هم نه کوي. په کابل کې دا اوس هم يو شمېر پښتو ښوونځي شته او يو شمېر نور هم د جوړېدو په حال کې دي. د مورنۍ ژبې د اهميت په اړه د اړوندو کانفرانسونو راهېسې دومره ډېر وخت هم نه دۍ تېر شوی، څو وار د مخه په نوموړي وزارت باندې په دې برخه کې د نه کوندتيا تور ولګوو. موږ هیلمن يو، چې په راتليزه کې به روانه لړۍ د ليدلو وړ موفقيتونه و ښوولی شي. لراوبر ډاټ کام: ځواب: لراوبر ډاټ کام: ځواب: لراوبر ډاټ کام: ځواب: لراوبر ډاټ کام: ځواب: لراوبر ډاټ کام: ځواب: لراوبر ډاټ کام: ځواب: لراوبر ډاټ کام: ځواب: لراوبر ډاټ کام: ځواب: په افغانستان کې د اسلام، ملتپالنې او اولسواکۍ وحدت د امنیت او پرمختګ اړین شرط دۍ او دا بايد د ښوونې او روزنې په سیستم کې هم په بشپړه توګه منعکس شي. ښاغلی ډاکټر صاحب کامه وال ، له دې چي د لراوبر ويبپاڼي د پوښتنو ځوابونو ته مو وخت بېل کړ ډيره مننه .
ښاغلی ډاکټر صاحب کامه وال که په سر کي په مورنۍ ژبه د زده کړي د اړتيا او ښېګڼو په اړه يې يو څه وواياست ؟
مورنې ژبه تر هرې بلې ژبې زيات د انسان د فکر ، احساس، نړۍ ليدو خيالونو ا و ارمانونو ښه انځورګره ده، په دې شرط چې وده یې موندلې او سړی په يوې غوړېدلې مورنۍ ژبه له ښوونې روزنې او لوړو تحصيلاتو څخه برخمن شوی وي. مورنۍ ژبه نه يواځي نوموړو ارزښتونو انځورګره ، بلکې د هغوی کوانده پالونکې، ښه وده ورکوونکې او بشپړه وونکې هم ده.
په مورنۍ ژبه د زده کړو اړتيا تر سرليک لاندي تر اوسه پوري زيات شمېر مقالې د بېلابېلو رسنيو له خوا خپرې سوي دي ولي په دې برخه کي ددولت له خوا عملي کار نه دئ سوئ ؟
دولت د خپل ملي رسالت له مخې مسوول او مکلف دۍ، چې په دې برخه کې عملي ګامونه پورته کړي، خو تر کومه ځايه چې په اوسني دولت کې د ملتپالو او اولسواکو او زړه سواندو کسانو په مقابل کې د پرديپالو، نااولسواکو، ځانغوښتونکو ، ټوپکسالارانو او جنګي جنايتکارانو پله درنه ده، ددغسې سپېڅلو رسالتونو په وړاندې د خنډ او ځنډ سبب ګرځي.
دا په نړيواله کچه يو منل سوی حقيقت دی چي يو ماشوم هغه وخت د ښووني او روزني پر ډګر ښه پرمختګ کولای سي چي دا ښوونه او روزنه يې په خپله مورنۍ ژبه وي ، ولي افغان دولت د افغان ماشومانو پر دې حق سترګي پټي کړي دي ؟
په دې کې شک نه شته، چې په دې برخه کې به دولت خپلې داخلي ستونځې لري. ما مخکې هم عرض وکړ، چې دا دولت لاهم يوموټی ، واحد او متجانس دولت نه دۍ – د متضادو ځواکونو انډول لاهم د چټک پر مختګ په ګټه نه تماميږي، چې دا دپوهنې د وزارت کواندتيا(فعاليت) ټکنۍ کوي، خو د ښاغلي حنيف اتمر په مشرۍ( لږ تر لږه داسې برېښي) دغه وزارت ددې لوښه او تومنه لري، چې په دې برخه کې هم د بري پړاوونه ووهي او د کابل په زړه کې د ماشومانو لپاره په مورنۍ ژبو د حقه حقوقو د پلي کوولو له ننګونې څخه بريالی ووځي- دا چې په څومره وخت، کومه چټکتيا او کومو ځانګړنو سره به دغه بهير په مخ لاړ شي ، په دقيقه توګه یې وړاندوينه ګرانه برېښي.
ستاسو د معلوماتو له مخي په کابل کي چي اکثريت اوسيدونکي يې پښتانه دي څومره پښتو او څومره دري ښوونځي فعاله دي ؟
زه اړونده شمېره په لاس کې نه لرم او ګومان هم نه کوم، چې د پښتنو د شمېر په انډول دې پښتو ښوونځي موجود وي، خو د دغه انډول د بدلون لړۍ پیل شوې ده او ژر وي که وروسته نوموړی انډول به حقوقي کچ ته رسيږي، ځکه دا د وخت او عصر غوښتنه ده او پښتانه هم بايد اوس دومره بيداره وي، چې د خپلو ماشومانو د برخليک په ټاکلو کې خنډ او ځنډ ونه مني
څه فکر کوئ ، ولي په کابل کي د پښتو ژبي ښوونځيو شمېره دومره کمه ده ؟
دپښتو ژبې د ښوونځيو د جوړولو په وړاندې مقاومت هم شته، اداري نيمګړتياوې او نورې عیني ستونزې به هم وي، خو مهمه داده و چې ددې ټولو سره سره اوس د خیر بېړۍ په حرکت راغلې ده او موږ هيلمن يو، چې دا بېړۍ به د بري ساحل ته رسيږي.
د ډيورنډ کرښي پر دواړو خواوو پرتو سيمو کي ښوونځي يا شتون نه لري ، يا د جګړې له امله تړل سوي دي او سوځل کيږي ، دا به ددې سيمو د اوسيدونکو پر راتلونکي څه اغېز وکړي .
ډېره ښه او په زړه بورې پوښتنه مو راپورته کړې ده. که د ډيورنډ د کرښې په دواړو غاړو ته په مورنۍ ژبه خلکو ته د پوهنې رڼا ونه رسيږي، د طالبانو په ګټه تماميږي، ځکه د ناپوهۍ په خړو اوبو کې کبان ښه نيول کيږي او دغه تپلی جنګ زموږ د ماشومانو برخليک نور هم څو کاله شا ته غورځوي. ښه داده، چې د سولې جرګې د افغانستان او پاکستان د مشرانو پام دې ته راوکرځوي، چې په قبایلي برخو کې پښتو ښوونځي خوندي او تعميم کاندي. د اړونده قبایلي مشران د ښوونځيو د پاره د اړين امنيت دخوندي کولو په مقصد جلب کاندي، څو په قومي ملاتړ دغه سپېڅلي هدف ته د پلي کولو زمينه برابره کړي. سيمه یېزې قومي جرګې بايد په دوامدار شکل فعاله شي.
څو ورځي وروسته ۲۶ جنوري ۲۰۰۸ په جرمني کي په لومړي ځل په مورنۍ ژبه د زده کړي اړتيا تر سرليک لاندي علمي سيمينار جوړيږي ، کېدای سي په اړه يې د لراوبر ډاټ کام له لوستونکو سره خپل معلومات شريک کړئ؟
هو ددې سيمينار موخه دا ده، چې د هيواد مرکز کابل په زړه کې د پښتنو او ټولو ورونو قومونو د بچيانو لپاره په مورنۍ ژبو د ښوونې او روزنې په اړينتيا ټينګار وکړي او هغه په علمي پيتاګوژيکو دلایلو سره روښانه کړي. په دې برخه کې زه هم په جرمني کې د افغانستان کلتوري ودې ټولنې په بلنه ونډه اخلم.
څنګه چي هر ماشوم حق لري په مورنۍ ژبه ښوونه روزنه ترلاسه کړي ، څه بايد وسي چي هيوادوال د خپلو بچيو دا حق لاسته راوړي ؟
د افغانستان اساسي قانون هم د هيواد ماشومانو ته په مورنۍ ژبه د زده کړو حق ورکړی دۍ. د ښوونې او روزنې وزارت هم په دې برخه کې څنګه، چې ليدل کيږي هڅې په کار اچولي، نو کوم مقاومت، ستونزې او خنډونه، چې په دې لار کې شته بايد د کابل اړونده اوسېدونکي د پوهنې وزارت د مقاماتو سره خپلې هلې ځلې غبرګې کړي او له ټولو دموکراتيکو لارو چارو څخه د نوموړو خنډونو او مقاومتونو په له منځه وړلو کې کار واخلي. بايد ووایم، چې په مورنۍ ژبه تدريس له مرکز کابل څخه پیل او په ولاياتو کې اړونده سيمو ته وغزيږي.
زيات شمېر کارپوهان نيوکه کوي چي افغان دولت د ښووني او روزني او لوړو زده کړو په برخه کي د يوې او بلي سيمي تر منځ د مور او مېرې په شان چلند کوي ، تاسو په دې اړه څه واياست ؟
کابل د هیواد مرکز او د ټولو هېوادوالو د علمي او کلتوري پانګو ګډې زیرمې لري، نو هرڅوک حق لري، چې د عالي تحصيلاتو څخه هم لږ ترلږه په رسمي ژبو پښتو او دري دواړو برخمن شي. کابل د يوه قوم میراث نه دۍ، بلکې د ټولو ورونو قومونو د حقوقو د خوندي کولو سيمبول او مرکز هم بايد وي. البته د نوموړي انډول د رامنځ ته کولو لپاره بيا هم دټولو ملاتړ او مبارزه اړينه ده، ځکه د حق يو تعريف دادۍ، چې که حق چا ته ورکول کيږي نه خو اخستل کيږي او په دې وروستۍ برخه یې بايد پخپله وپوهيږي.
په ټوله کي د افغانستان اوسنئ ښوونيز سيسټم څنګه ارزوئ ؟
په دې سيستم کې به کیفي نيمګړتياوې دومره ډېرې نه وي، لکه څومره چې د تپل شوې جګړې له امله د کمي پراختيا له ستونځو سره مخامخ ده. د هېواد سهیلي، سهیل لويديز، سهیلختيزې سيمې په جدي توګه د ښوونې روزني د اوسني سيستم له ښېګڼو څخه بې برخې پاتې شوي. دا بد مرغي هم د جنګ زېږنده او هم زيږوونکې ده. که ددې سيمو وګړي په فعاله توګه دې ته را وبلل شي، چې په خپل کولکتیو قومي قدرت دغې بدمرغې ته د پای ټکی کېږدي، موجوده سيستم به هم ورته ډېر ګټور تمام شي. بيا نو کېدی شي، چې د افغانستان ښوونې او روځنې سیستم تر جزياتو پورې سمون او اصلاح ومومي.