کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرليك په سالنګ كې د برفكوچونو وروستۍ پيښې ته ځانګړې كړې او ليكلي، چې پدې پيښه كې مرګ ژوبله شيبه په شيبه زياتيږي.
ورځپاڼې ليكلي، چې زياته مرګ ژوبله د سويلي سالنګ د پل پهلوان او پل خاكي ترمنځ په سيمه كې رامنځته شوې ده.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې هم د سالنګ په واورين توفان، چې د ورځپاڼې په وينا په لسهاو كورنۍ يى د وير په ټغر كينولې تبصره كړې او په هغو خلكو يى سخت انتقاد كړې، چې د ټولو امكاناتو له لرو سره سره د خپلو هيوادوالو مرستې ته نه دانګي.
ورځپاڼې پخپلو پاتې مطالبو كې د افغانستان روانه سياسي او امنيتي وضع څيړلي او د امريكا د يو شمير سياسي څيړونكو په حواله يى ليكلي، چې افغانستان يوازې هغه وخت باثباته كيږي، چې د امريكا اهداف شفاف شي.

هيواد:
دى دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په هلمند كې د افغان او بهرنيو ځواكونو په عملياتو بحث كړې او دا سپارښتنه يى هم كړې، چې د پوځي او ملكي چارو ترمنځ انډول بايد وساتلې شي.
ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې په هلمند كې د ملكي چارو د پرمخ بيولو لپاره داسې يوه هر اړخيزه تګلاره جوړه شي، چې وكولې شي هلته شته ستونزې هوارې كړي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د ولسمشر د وياند په حواله ليكلي، كه چيرې طالبان له جګړې لاس واخلي نو د سولې جرګې ته به راوبللې شي.

سرنوشت:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې په افغان سياستوالو سخت انتقاد كړې، چې د ژبنيو او قومي مسايلو په پورته كولو كې ښه مهارت لري، خو د شتو امكاناتو سره سره د سالنګ د ناورين په اړه يى چوپتيا غوره كړې.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د عامې روغتيا د وزارت په حواله ليكلي، چې تر پرون ماښامه پورې د سالنګ په پيښه كې د مړو شويو كسانو شمير يو سلو پنځه شپيتو ته رسيدلې وو حال دا، چې د چارواكو په وينا دغه شمير شيبه په شيبه زياتيږي.
ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرليك په افغانستان كې د بلك واټر په نامه د امريكا د امنيتي كمپنۍ فعاليت ته ځانګړې كړې او ليكلي، چې بلك واټر په افغانستان كې د خپلو ځواكونو شمير زياتوي.
ورځپاڼې دا هم ليكلي، چې بلك واټر د افغان پوليسو د روزنې لپاره د يو ميليارډو ډالرو پروژه هم واخلي خو كارپوهان بيا وايي، چې دوى دا كار نشي كولې.

اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سيمې د روانو حالاتو په اړه خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.
انيس پخپله سرمقاله كې په سالنګ كې د واورين توفان په وړاندې د افغان دولت او ناټو غبرګون څيړلي او غوښتي دي، چې دوى بايد په همغږۍ كې كار وكړي.
خو اصلاح بيا په بهرنيو هيوادونو كې د افغان بنديانو ستونزې څيړلي او هغوى ته يى د جدي پاملرنې غوښتنه كړې ده.

ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ په سر كې ليكلي، چې د ژغورنې له هڅو سره سره په سالنګ په واورو كې د هيسارو خلكو مرګ ژوبله شيبه په شيبه زياتيږي.
ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې د عامې روغتيا وزارت سيمې ته يو سل څلور ديرش امبولانسونه او څلور اويا ډاكټران او نرسان استولي، خو د سرې مياشتې ټولنې بيا يو سلو پنځوس تابوتونه او كفنونه استولي دي.
د هلمند په مارجه كې د افغان او بهرنيو ځواكونو پوځي عمليات د ورځپاڼې پاتې مهم سرليكونه جوړوي.
ورځپاڼې د عملياتو له پيل نه مخكې له طالبانو څخه د جنګ نه د لاس په سر كيدو لپاره شوې غوښتنې ته په اشارې د هلمند د والي په حواله ليكلې، چې ځينو طالبانو خبرو ته خپل چمتو والې ښودلې دې.
ورځپاڼې د همدې موضوع په اړه په يو بل مطلب كې ليكلي، چې ايا په مارجې باندې له حملې سره هلمند فتح شي.؟

هشت صبح:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا د خپل لومړي مخ په غټ سرليك كې د بيړنيو حالاتو د كميټې مشر ته په خطاب كې دا پوښتنه كړې، چې ايا د سالنګ پيښه د وړاندوينې او مخنيوي وړ وه؟
ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې دا لومړې ځل ندې، چې دې ادارې د طبعي پيښو په وړاندې خپله نا تواني ښودلې ده.
له وسلوالو مخالفينو سره د پخلاينې روانې هڅې او هغوې ته د ونډې د وركولو مسايل د ورځپاڼې په پاتې سرليكونو كې راخستل شوي.
ورځپاڼې له طالبانو سره د پخلاينې په اړه د سيمه ايزو هيوادونو انديښنو ته كتنه كړې او دا بهير يى تر ډيره د ډاكټر نجيب اله د ملي پخلاينې بهير ته ورته بللې، چې د پراخ ملاتړ د نشتوالي له كبله بريالې نشو.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د سولې د ټينګښت د كمسيون دا غوښتنه راخستې، چې طالبانو او حزب اسلامي ته دې ونډه وركړاى شي.