کور / تازه خبرونه / امريکا: د پاکستان حالت د اندېښنې وړ دئ

امريکا: د پاکستان حالت د اندېښنې وړ دئ

د امريکا مرستيال ولسمشر جوبايډن وايي د پاکستان اوسنى وضعيت تر افغانستان او عراق هم د اندېښنې وړ دئ.
جوبايډن په يوه ټلوېزوني وينا کي وويل په پاکستان کي د يوه فعال جمهوري حکومت د نستوالي له کبله د دغه هيواد حالت ورځ په ورځ خرابېږي.
نوموړي وويل پاکستان سره له دې چي يو اټومي طاقت دئ، خو د سخت دريځو اسلامي ډلو له اقليت سره بيا هم د مبارزې توان نه لري.
نوموړي وويل القاعده اوس دړي وړي سوې ده او د سپټمبر د يوولسمي په څېر حملو توان يې د لاسه ورکړئ دئ. جوبايډن وويل د سږکال دوبي تر ختمېدو وروسته به د عراق څخه ٩٠٠٠٠ امريکايي عسکر راووزي.